SONY DSC

د ګټې خبرې : د کورنیو لګښتونو داسې تنظیم چې بې پیسو نه شئ

د لګښتونو مدیریت او د شخصي کورنۍ بودجې تنظیمول د لګښتونو په نوملړ او د لومړیتوبونو په ټاکلو سره پیلیږي. دا معمول مسئله ده، چې د پلان جوړاوى په لومړني پړاو کې به د لګښتونو کچه تر عوایدو ډېره وي، خو لومړیتوب باید هغو توکو او مسایلو ته ورکړل شي، چې تر ټولو مهم او بنسټیز وي.

په کورونو کې عموما درې ډوله لګښتونه کیږي، چې لومړنی کلني، دویم میاشتني او درېیم یې ورځني دي. په کلنیو لګښتونو کې د کور ګروي، کور جوړول (رنګول او رغول) او دا ډول نور لګښتونه راځي. دویمه کټګورۍ لګښتونه د کور میاشتنۍ کرایه، د اوبو او برېښنا بېل، د ماشومانو د ښوونځیو فیس، د کور لپاره میاشتنۍ سودا اخستل او دې ته ورته نور مسایل دي، چې تر ټولو دروند لګښت بلل کیږي. په ورځنیو لګښتونو کې عموما واړه لګښتونه راځي، چې هغه د معاش له پاتې شونو پیسو هم ورکول کېدای شي.

میاشتني لګښتونه عموما له ټاکلي معاش یا میاشتني عایده ورکول کیږي، خو کلني هغه باید له سپمول شویو لګښتونو ورکړل شي او که د پیسو کورنی صندوق یا دخل ونه لرﺉ، تاسې اړ یاست، چې د کلني لګښت لپاره پور واخلى. که یو کس د کورني اقتصاد جوړولو په لومړي سر کې پر خپل کورني مالي صندوق هم فکر وکړي، د کال په پای کې به جوګه وي، چې د نوي کال لګښتونه له خپل مالي صندوق څخه ورکړي.

یو وخت مې یو وړوکی دوکان درلود او هره ورځ مې د سودا له هرو سلو روپیو ( دخل) نه لس روپۍ په خپل ځانګړي صندوق کې کېښودې. که د ورځې به مې پنځه سوه روپۍ سودا کړې وه، پنځوس به مې ترې کېښودې. د میاشتې په پای کې به له ۱۰۰۰ تر ۱۵ سوو پورې روپۍ جمع کېدې.

له دې ځانګړي صندوق نه به مې د دوکان کرایه او دغه راز د برېښنا بېل او نور میاشتني لګښتونه ورکول. په یوځل له جیبه د دومره پیسو ورکول راته ستونزمن و، خو د ځانګړي صندوق له برکته مې ډېرې ستونزې په اسانه اوارېدې.

په پښتنو کې دا دود له ډېر وخته راهیسې موجود دی، چې په ګړي کې پیسې اچوي. زموږ ډېری ماشومان هم دا کار کوي او د اړتیا پرمهال ګړی ماتوي او خپلې پیسې ترې وباسي.

که موږ په خپل کورني ژوند کې خپلې اړتیاوې له عوایدو سره سمې تنظیم کړې وي، ډېر لږ به له ستونزو سره مخ کیږو، خو یو نیم ځل ناڅاپي پېښې ددې لامل ګرځيدای شي، چې زموږ لومړیتوبونه او کورنۍ بودجه بندي هم وننګوي. دغه موارد سترې ناروغۍ، په طبیعي پېښو کې د کور ړنګېدل او دا ډول نور مسایل کېدای شي. په افغانستان کې داسې بانک او د بیمې ادارې نه ترسترګو کیږي، چې د طبیعي پېښو په صورت کې پورونه یا مرستې ورکړي، خو که موږ خپل دخل او مالي صندوق ولرو، د دا ډول پېښو پرمهال مرستندوی تمامیږي.

په کورنۍ بودجه بندي کې عموما کور او خوراک او څښاک ته لومړیتوب ورکول کیږي. د برېښنا، اوبو، د ماشومانو د زده کړو او دا ډول نورو حتمي میاشتنيو بیلونو او فیسونو ته لومړیتوب ورکول هم مهم دي، ځکه دا هغه څه دي، چې ستاسې له واکه بهر دي او هره شېبه یې خدمات درباندې قطع کېدای شي.

په دویم پړاو کې د لګښتونو او لومړیتوبونو نوملړ له خپلو عوایدو سره پرتله کړﺉ. که چېرې مو عاید کم او لګښتونه ډېر وي، لومړیتوبونه مو د (ضروري) او (ډېر ضروري) پر بنسټ تنظیم کړﺉ. یولړ توکي کېدای شي راتلونکو میاشتو ته وځنډوﺉ او یا یې د بودجې د کنټرول تر وخته پورې ونه پېرﺉ.

که د کال د لومړنۍ مصرفي میاشتې لګښتونه په منظم ډول ولیکى، د میاشتې په پای کې به له تاسې سره د راتلونکو میاشتو لپاره د لګښتونو د تشخیص یو وړ معیار موجود وي.