An automated pumping machine displays th

د ګټې خبرې :د موټر د تېلو لګښت څنګه راکم کړو؟

افغانستان د تېلو له اړخه په وارداتو متکي دی او شاوخوا ۳۰ سلنه تېل له ایران او ۷۰ په سلو کې نور د منځنۍ اسیا له هېوادونو واردوي. دمګړۍ په افغانستان کې د ورځې له ۱۰ تر ۱۲ زرو مټریک ټنو پورې تېل مصرفیږي، چې یوازې ۵۰۰ مټریک ټنه یې د کابل مصرف دی.

د تېلو لګښتونه ورځ تر بلې ډېریږي او له دې سره کرایې او نور مسایل هم ګران تمامیږي.

ځیرک او کارپوه موټرچلوونکي د تېلو مصرف کنټرولولای شي، خو اکثریت نوي ځوانان یې په کنټرول کې بې تجربې دي.

د موټر د وروستنۍ یا عقبي ښیښې تودوونکی، ښیښه پاک، بخارۍ او ایرکنډیشن، له اړتیا پرته بریک او ایکسیلیټر ته پښه ورکول او د موټر د سرعت نه کنټرولول د دې لامل ګرځي، چې ستاسې موټر ډېر تېل وخوري.

که تاسې سهار ورختي موټر ته تېل واچوﺉ، دا به ستاسې په ګټه وي، ځکه د تېلو د اکثریت پمپونو ټانکرونه په ځمکه کې وي او څومره، چې ځمکه سړه وي، تېل هم غلیظ او متراکم وي، خو کله، چې هوا ګرمیږي، لکه د غرمې او ماسپښین پرمهال، تېل بېرته منبسط کیږي.

کله کله، چې تاسې کورنیو ډبو(بالون) ته ګاز اچوﺉ، له هغه سره باد هم داخلیږي.

ډېر دوکانداران دغه باد لومړی وباسي او بیا ګاز اچوي، خو ځینې دا کار نه کوي. په تېلو کې هم دا کار کیږي. کله، چې تاسې د موټر ټانکۍ ته په سرعت تیل اچوﺉ، تېل تبخیر کوي او دا بخار ټانکر یا پمپ ته داخلیږي او په دې توګه څومره تېل، چې د تېلو د پمپ په ماشین کې در معلومیږي، د موټر ټانکۍ ته مو په هغه کچه تېل نه ورځي. دغسې کله مو، چې د موټر ټانکۍ نیمه کیږي، تېل اچوﺉ، ځکه په دې ډول یو خوا د ګند د راپورته کېدو مخه نیول کیږي او بل پلو د زیاتې هوا. کله، چې پمپ ته ټانکر ولاړ وي او ذخیرې ته یې تېل ورځي، تېل مه اچوﺉ، ځکه کېدای شي د ذخیرې ټول ګند راپورته شوی وي او دا ګند ستاسې د موټر ټانکۍ ته هم لاړ شي.

د تېلو د لګښت ۳۰ په سلو کې کنټرول د موټر چلولو په څرنګتیا پورې اړه لري.

426510_466524276735032_501196988_n

که چېرې تاسې یودم له ۹۰ درجې سرعت نه ۱۲۰ ته لوړ شى، ستاسې د تېلو لګښت ۳۰ په سلو کې ډېریږي. دغه راز که په سخت ساړه کې موټر روښانوﺉ، یا له احتیاط پرته بریک او ایکسیلیټر ته زور ورکوى، یا ګیردارو موټرو کې له کلچ نه سمه ګټه نه پورته کوى، ستاسې د تېلو مصرف به ډېر وي. د معیاري ټایرونو انتخاب او هره اوونۍ یې د باد یا هوا چک کول مهم دي، ځکه که په معیاري اندازه مو هوا نه وي ورکړې، د تېلو لګښت مو ورسره ډېریږي. ځینې موټرچلوونکي د سړې هوا لپاره د ایرکنډیشن پرځای ښیښې ټیټوي، خو دې ته یې پام نه وي، چې د ښیښې په ټیټولو سره په موټر زور راځي او د تېل لګښت هم ورسره ډېریږي. ایرکنډیشن کېدای شي په لوړو ځایونو او پیچومو کې بند کړﺉ، خو له اړتیا پرته یې هم مه کاروﺉ.

د موټر د تېلو لګښت د هوا فیلتر په چټلېدو پورې هم اړه لري. کله مو، چې د موټر فیلتر چټل وي، د موټر ماشین ته په سمه توګه هوا نه رسوي او هلته تېل سم نه سوځي، کله، چې تېل سم نه سوځي، ستاسې موټر هم تیز نه شي تلای، په دې توګه تاسې اړ کیږﺉ، چې پر ایکسیلیټر پښه کیږدﺉ، یا یې بل ګېر ته واچوﺉ او لا زیات تېل ولګوﺉ.

له دې اخوا د موټرچلونې فرهنګ خپله د تېلو لګښتونه کموي. هغه چارې، چې په پلي تګ یا بایسکل کیږي، موټر باید پسې ونه باسو، ځکه یو خوا مو تېل لګیږي، بل پلو هوا چټلیږي او د هغې ترڅنګ ترافیکي ګڼه ګوڼه هم رامنځته کیږي. ښه داده، چې له موټر نه د اړتیا په صورت کې ګټه واخيستل شي، نه د شوق او نورو مسایلو په خاطر.