Afghanistan-téléphonie

د ګټې خبرې – د موبایل لګښت څنګه کنټرول کړو؟

موبایل یا ګرځند ټیلیفون اوس د انسان د ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه ګڼل کیږي.

پخوا به یوچا ته د اطلاع ورکولو لپاره خلک اړ وو، چې سفرونه وکړي، اوږدې لارې ووهي او بیا خلکو ته د مسالې په اړه خبر ورسوي.

اوس دا کار په یوه زنګ وهلو کیږي. زما یاد دي، چې د کرزي د حکومت په لومړني کال مې یو تره په اسلام اباد کې د جرمني سفارت غوښتی و، خو هغه په کابل کې و. د دې لپاره، چې یوازې یې خبر کړم، له پېښوره کابل ته پسې راغلم.

د افغانستان د مخابراتو وزارت شمېرې ښيي، چې شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانان له موبایل یا ګرځنده ټیلیفونونو کار اخلي. که چېرې دا ۲۲ میلیونه شمېر دقیق وي او هر یو د ورځې یوه یوه افغانۍ مصرف کړي، مخابراتي شرکتونو ته د ورځې ۲۲میلیونه افغانۍ عاید په لاس ورځي.

ارګ په افغانستان کې د ټیکنالوژۍ د کارونکو دا چارټ خپور کړی دی
ارګ په افغانستان کې د ټیکنالوژۍ د کارونکو دا چارټ خپور کړی دی

هره ټکنالوژي د خپلو اسانتیاوو ترڅنګ لګښتونه هم لري، چې که کنټرول نه شي، اقتصاد ته ضربه رسوي. موبایل، چې اوس د ژوند یوه برخه ګرځېدلې، د هرچا له جیبه خپله برخه پیسې اخلي، په تېره د افغانستان په څېر هېوادونو کې، چې د هر ټیلیفوني تماس لومړنۍ درې دقیقې په سلام علیک او … کې تیریږي. ډېر ځله داسې کیږي، چې سړی اصلي خبرې ته رسیږي، کرېډټ یې ختم شوي وي.

موږ ډېرځله ځینې خلک په دې ملامتوو، چې په ټیلیفوني تماسونو کې وايي، اصلي خبرې ته راځه، یا وايي، چې امر کوه، خو هغه کس پر فردي اقتصاد او د وخت په سپما پوه وي. موږ باید هغه ملامت نه کړو، بلکې په دې لټه کې شو، چې څنګه له ټیلیفون نه د خپلې اړتیا په تناسب ګټه پورته کړو.

د ټیلیفون یا موبایل لګښتونو د راکمولو لپاره یو شمېر لارې هم شته، چې که پام ورته وکړو، د فردي اقتصاد لپاره به مو ډېره سپما کړې وي.

ډېر خلک ډیجیټل ټیلیفونونه هم لري، خو دا، چې له موبایل نه نمبر دایرول اسانه دي، له ډیجیټل ارزانه ټیلیفون نه کار نه اخلي. یا دا، چې په موبایل کې د څو کمپنیو سیمکارتونه لري، خو چاته، چې زنګ وهي دې ته نه ګوري، چې له کومې شمېرې یې شمېره ډایل کړم. که د بېلګې په توګه موږ افغان بې سیم ته له افغان بې سیم او اتصالات ته له اتصالات نه زنګ ووهو، لګښت به مو یوڅه را کم کړی وي، خو که برعکس کار کوو، نو اړیکې راته ګرانبیه پرېوځي.

د موبایل د کرېډټ او لګښتونو د کنټرول بله لار د اړیکې نیولو د وخت کنټرول دی. کوښښ وکړﺉ تر ټولو لږ خبرې وکړﺉ او ژر خپلې اصلي خبرې ته لاړ شﺉ. یو شمېر کمپنۍ د شپې له اوو، یا نهو او لسو بجو وروسته مراعات ورکوي، کوښښ وکړﺉ ډېرې خبرې مو په دغو ټاکلو وختونو کې وکړﺉ. هغه کسان، چې له خپلو ملګرو او ملګریو سره ساعتونه ساعتونه غږيږي، هغوی باید له ارزانه وخت یا هم دقیقو او د لایتناهي اړیکو له سیسټم نه کار واخلي.

د موبایل تر ټولو ډېر لګښت په بېځایه اړیکو کې دی. که چېرې تاسې هرساعت په موبایل کې د خپلو ملګرو د اړیکو شمېرې وپلټى، تاسې اړ یاست، چې لږ ترلږه یو څو کسانو ته زنګ ووهى.

یو شمېر کسان د رومینګ سیسټم فعالوي، خو په دې سره د لګښتونو بیه ډېره لوړیږي. که شمېره مو ډېره مهمه نه وي، یا کار مو ډېر بیړنی نه وي، له رومینګ نه ګټه مه اخلئ، ځکه ډېر قیمته درته پرېوځي. تاسې کولای شى له هېواده بهر د هوټل له چارواکو وپوښتئ، چې ارزانه موبایل خدمات چېرې پیدا کیږي. په دې ډول به ستاسې د موبایل لګښتونه کم وي.