د کوټې په چاودنه کې د اج او ډان نیوز کمره مینان هم وژل شوي
د کوټې په چاودنه کې د اج او ډان نیوز کمره مینان هم وژل شوي

د کوټې چاودنه کې د وژل شویو شمیر ۶۹ تنو ته ورسیده

د بلوچستان په کوټې ښار کې چاودنې لږ تر لږه ۶۹ کسان وژلي او تر سلو زیات نور یې ټپیان کړي دي .

چاودنه د دوشنبې په ورځ سهار مهال ، د کوټې په ملکي روغتون کې د بیړنیو پېښو د واټ د داخلي دروازې مخې ته وشوه .

پاکستاني چارواکو ویلي چې په چاودنه کې نهه شپیته کسان وژل شوي او تر ۱۰۸ زیات نور ټپیان شوي دي .

د جماعت الاحرار په نو له وسلوالو طالبانو څخه د یوې بېلې شوې ډلې ویاند احسان الله احسان په کوټه د وکیلانو پر مشر د وژونکي برید او ترې وروسته دده د مړي لپاره پر روغتون کې پر راټولو شویو نورو وکیلانو د چاودنې مسولیت پر غاړه اخیستی .

د ترهګرو خلاف د ځانګړو عملیاتو امر

 

د پاکستان د پوځ لوی درستیز راحل شریف کوټې ته رسیدلی او هلته یې د پوځ پټو ایحنسیو ته په ټول هیواد کې د داسې بریدونو سره د تړاو لرونکو پر ضد د پراخو عملیاتو امر کړی .
د پاکستان د پوځ لوی درستیز راحل شریف کوټې ته رسیدلی او هلته یې د پوځ پټو ایحنسیو ته په ټول هیواد کې د داسې بریدونو سره د تړاو لرونکو پر ضد د پراخو عملیاتو امر کړی .

 

له چاودنې وروسته د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف او د پاکستان د پوځ لوی درستیز راحل شریف کوټې ته رسیدلي .

د پاکستان د پوځ ویاند عاصم باجوه وايي، دا پاکستان لوی درستیز راحیل شریف د پوځ پټو ایجنسیو ته امر کړی چې په ټول هیواد کې دې تر دې برید وروسته د ترهګرو پر ضد د ځانګړي او پراخ عملیات ترسره کړي .

باجوه د ټولنیزو رسنیو له لارې ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې تر ماتې وروسته دده په وینا ترهګرو د بلوچستان امنیتي ته ګواښ پېښ کړی دی .

نوموړې ویلي ، پوځي ادارو ته امر شوی چې په پاکستان کې هر هغه څوک هدف وګرځوي چې له دا ډول بریدونو سره تړاو ولري .
راپورونه وايي ، هغه مهال چې د روغتون د بیړنیو پېښو د واټ مخې ته چاودنه وشوه نو دې واټ ته د بلوچیستان د حقوقي وکیلانو د ټولنې د مشر بلال انور کاسي مړی ور وړل شوی و چې تر دې یوه ورځ مخکې کوټه کې ناڅرګندو وسلوالو په ډزو وژلی و .

د بلوچستان د ایالتي حکومت چارواکو ویلي ، په مړو او ژوبلو کې یو شمیر وکیلان او د رسنیو استازي شامل دي .

د هغو اتلس مدافع وکیلانو څخه چې په دې چاودنه کې وژل شوي یو هم د بلوچستان د مدافع وکیلانو د ټولنې پخوانی مشر بازمحمد کاکړ دی .

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر وايي، څلور ویشت ساعتونو کې به د پېښې راپور چمتو کړي .
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر وايي، څلور ویشت ساعتونو کې به د پېښې راپور چمتو کړي .

د رسنیو له استازو څخه په دې چاودنه کې د اج ټي وي او ډان نیوز کمیره مینان شامل دي .

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي ویلي چې دا یو ځانمرګی برید و.

چارواکي وايي، ځانمرګي تقریبا اته کیلو چاودیدونکې مواد په چاودنه کې چولې او له همدې کبله یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده .

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف دا برید غندلی او د بلوچستان ایالتي حکومتي دغلته درې ورځنۍ ماتم اعلان کړی دی .

افغان چارواکو د کوټې برید غندلی

 

افغان ولسمشر اشرف غني د دغه ترهګریز برید د غندلو پرمهال وویل، د اسلام او بشریت دښمنانو نن له هغې وروسته پر عامو وګړو ځانمرګی برید وکړ، چې د کوټې ښار په ملکي روغتون کې د خپل سیمه ییز مشر په ویر سره راټول وو. پر ملکي وګړو برید هغه ستر جنایت دی چې په هیڅ دین او قانون کې توجیه نه لري.
افغان ولسمشر اشرف غني د دغه ترهګریز برید د غندلو پرمهال وویل، د اسلام او بشریت دښمنانو نن له هغې وروسته پر عامو وګړو ځانمرګی برید وکړ، چې د کوټې ښار په ملکي روغتون کې د خپل سیمه ییز مشر په ویر سره راټول وو. پر ملکي وګړو برید هغه ستر جنایت دی چې په هیڅ دین او قانون کې توجیه نه لري.

افغان ولسمشر محمداشرف غني د بلوچستان ایالت د کوټې ښار په ملکي روغتون کې دا ترهګریز برید په سختو ټکو غندلی .

له ارګ څخه یوه خپره شوې خبرپاڼه وايي :

”جمهور رئیس غني د دغه ترهګریز برید د غندلو پرمهال وویل، د اسلام او بشریت دښمنانو نن له هغې وروسته پر عامو وګړو ځانمرګی برید وکړ، چې د کوټې ښار په ملکي روغتون کې د خپل سیمه ییز مشر په ویر سره راټول وو. پر ملکي وګړو برید هغه ستر جنایت دی چې په هیڅ دین او قانون کې توجیه نه لري.“

د ارک خبر پاڼه د ولسمشر غني له خولې زیاتوي چې د افغانستان حکومت ژمن دی، چې په ملي او سیمه ییزه کچه د ترهګرو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

” نوموړي زیاته کړه، د افغانستان دولت د ښه او بد له تفکیک پرته د ترهګرو ډلو او ګروپونو پر ضد مبارزه کوي او نورو ته یې هم سپارښتنه داده چې له توپیري چلند پرته دې د ترهګرو پرضد اقدامات وکړي، ځکه تروریزم هیڅ دین، قانون، نژاد او توکم نه پېژني او نه ورته درناوی لري.“

په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخلیوال هم دا برید په سختو ټکو غندلی دی .