160808074854_quetta_hospital_blast_976x549_afp_nocredit

د کوټې په ملکي روغتون کې چاودنې ۵۴ کسان وژلي

د پاکستان په کوټې ښار کې چاودنې لږ تر لږه ۵۴ کسان وژلي او په لسګونو نور یې ټپیان کړي دي .

چاودنه د دوشنبې په ورځ سهار دغلته د ملکي روغتون د عاجل واټ د د دروازې مخې ته شوې او په مړو او ټپیانو کې ګن هغه کسان شامل دي چې د یو وژل شوي مدافع وکیل د مړي لپاره د روغتون مخې ته راټول شوي وو.

ویل کیږي چاودنه په داسې حال کې شوې ده چې روغتون ته د بلوچستان د مدافع وکیلانو د ټولنې د مشر بلال انور مړی ووړل شوی و چې پرون سهار په هدفي وژنه کې په ډزو وژل شوی .
ویل کیږي په وژل شویو کې لږ تر لږه اتلس وکیلان شامل دي . په دې ډله کې د بلوچستان د مدافع وکیلانو پخوانی مشر بازمحمد کاکړ هم چاودمې وژلی دی .

د څو خصوصي تلویزوني شبکو کمره مینان او خبریالان هم په مړو او ټپیانو کې شامل دي .
د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر سرفراز بګټي د ۵۳ کسانو وژل کیدل تایید کړي دي .

نوموړې د پاکستان دولتي رسنیو ته ویلي چې ، د لومړنیو څیړنو له مخې دا یو ځانمرګی برید و .

د بلوچستان د روغتیا وزیر ویلي چې په دې چاودنه کې پنځوس کسان ټپیان شوي هم دي چې دا مهال دغلته څو روغتونونو ته انتقال شوي . دا چې د ځینو ټپیانو روغتیايي وضیعت نازک دی ، ښايي د مړو شمیر پورته شي .

په کوټه کې خبریالان وايي، د بلال انور کاسي مړی روغتون ته رسول شوی و او د چاودنې پر مهال د تعزیت لپاره په ګڼ شمیر کې مدافع وکیلان د روغتون د بیړني واټ مخې ته راټول شوي وو.

بلال انور کاسي چې د وکیلانو د ټولنې مشر و د یکشنبې په ورځ د کوټط پر منوجان روډ ناڅرګندو وسلوالو په ډزو وژلی و .

 

 

په مړو او ټپیانو کې یو شمیر خبریالان هم شامل دي
په مړو او ټپیانو کې یو شمیر خبریالان هم شامل دي

 

تر اوسه کومې ډلې ددې چاودنې مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی
تر اوسه کومې ډلې ددې چاودنې مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی

 

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر وايي، څلور ویشت ساعتونو کې به د پېښې راپور چمتو کړي .
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر وايي، څلور ویشت ساعتونو کې به د پېښې راپور چمتو کړي .

 

په کوټه په ۲۰۱۰ م کال کې هم د یو شیعه وژل شوي مشر د مړي لپاره د روغتون مخکې ته پر راټولو شویو کسانو ورته چاودنه شوې وه
په کوټه په ۲۰۱۰ م کال کې هم د یو شیعه وژل شوي مشر د مړي لپاره د روغتون مخکې ته پر راټولو شویو کسانو ورته چاودنه شوې وه