858281_454915704562556_1387624178_o

د کورني تولید د ملاتړ لارې چارې

امان الله ورین – 
هر هېواد په دې هڅه کې دی، څو له اقتصادي او سیاسي اړخه قوي وي او وګړي يې خوشاله او ارام ژوند ولري. دولتونه کوښښ کوي څو هېوادوالو ته امنيت، د کار ، د ښوونې او روزنې ، آرام ژوند او نورې اړینې آسانتياوې رامنځته کړي . خو د پورتنيو موخو د ترلاسه کولو لپاره د نورو عواملو ترڅنګ يو قوي اقتصاد او د قوي اقتصاد لپاره قوي پاليسيو ته اړتيا ده، چې يوه يې هم د کورني توليد څخه د ملاتړ پاليسي ده چې کورنی توليد د يو هېواد اقتصادي وده په ګوته کوي . په هره اندازه چې کورنى توليد پراختيا مومي هېواد په هر اړخیز ډول پياوړى کيږي.

مونږ دلته د ځینو هغو لارو چارو څخه په لنډ ډول یادونه کوو چې د کورنيو تولیدونکو د تشویق او د کورني توليد د پراختیا لامل ګرځي:

١:د تعرفې وضع کول: ډيرى هېوادونه د کورني توليد څخه د ملاتړ په منظور په وارداتي توکو لوړه تعرفه وضع کوي ، څو پدې توګه د وارداتي توکي قېمت لوړ او ونشي کولاى له کورني توليد سره سيالي وکړي خو ځينې وخت د تعرفو لوړولو له لارې هم اړينې پایلې نه ترلاسه کېږي او کېدای شي چې د تعرفې د لوړوالي په عکس العمل کې صادرونکی هېواد د ډمپنګ عمل څخه ګټه پورته کړي او یا هم هغه تولیدونکو ته چې صادراتي توکي تولیدوي سبسایډي ورکړي څو لدې لارې صادراتو ته پراختیا ورکړي.

نو پداسې حالت کې د تعرفې لوړول یوازې د وارداتي جنس قېمت لوړوي او په پایله کې یې د قېمت لوړوالی مصرفونکي جبیره کوي.

٢: وارداتي سهمیه: کله چې د تعرفو وضع کول او لوړول بيا هم ګټورې پايلې ونلري نو هېوادونه له وارداتي سهمیې څخه ګټه پورته کوي.

دا پدې مانا چې: د ځينو توکو د واردولو په وړاندې يو حد ټاکي او په معلوم وخت کې له ټاکل شوي حد څخه د وارداتو زیاتوالي ته اجازه نه ورکوي او پدې ډول غواړي چې تر یوه حده د وارداتو اندازه راکمه او د کورني تولید پراختیا ته لاره هواره کړي.

٣: د ځينو توکو په واردولو مطلق بنديز: که چېرې پورتنۍ دوه لارې بيا هم مطلوبه پايله ونلري، نو وارداتي هېواد د ځينو هغو توکو په واردولو چې په داخل کې یې تولید ترسره کېږي مطلق بندیز لګوي.

٤:سبسايډي: سبسايډي هغه بلاعوضه مرستې دي، چې د دولت له لوري له هغه تولیدونکو سره ترسره کېږي چې په توليداتو او یا هم صادراتو کې د زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي او نشي کولاى چې په نړېوال بازار کې سیالي ته دوام وکړي. نو پدې توګه د توليد د لګښت يوه ټاکلې اندازه يې دولت په غاړه اخلي څو تولیدونکي په کورني او نړېوال بازار کې د توکو د پلور څخه ګټه ترلاسه کړي چې ورسره هم په کورني توليد او هم په صادراتو کې زیاتوالی رامنځته کېږي.

خو لکه څنګه چې ليدل کېږي پرمختيايي هېوادونه د پانګې د کمښت له امله د زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي نو په ډېری پرمختيايي هېوادونو کې تولیدونکو ته د سبسايډي ورکول نه تر سترګو کېږي.

٥: صادراتي شرکتونو ته ځانګړي امتيازات: دولت ځينو صادراتي شرکتونو ته ځانګړي امتيازات ورکوي ، څو لدې لارې د صادراتو کچه لوړه او د کورني تولید پراختیا ته لار هواره کړي دا ډول ځینې امتيازات عبارت دي له :

الف: د ټاکلي وخت لپاره د ټولې مالیې او یا هم د مالیې یوې برخې معاف کول.

ب: د تولید د لګښت يوه برخه دولت په غاړه اخېستل.

ج: د صادراتو په پایله کې د رامنځته شوی تاوان د جبېرې تضمین.

د: د تبادلې د نرخ په پایله کې د رامنځته شوي زيان د جبېرې تضمین.

او داسې نور امتيازات.

٦: تکنالوژي: د توليد په پروسه کې له هغو ماشين آلاتو څخه ګټه اخېستل چې د توليد په زياتوالي او د کيفيت په ښه والي کې رغنده رول لوبوي، ډېر اړين ګڼل کېږي. که څه هم په ځينو پرمختيايي هېوادونو (په ځانګړي ډول هغه هېوادونه چې د نفوس د چټکې ودې له ستونزې سره مخ دي) کې د تولید په پروسه کې د پرمختللې تکنالوژۍ څخه د ګټې اخېستنې په پایله کې د وزګارتیا ستونزه نور هم زیاتېږي. خو هر هېواد بايد د داخلي شرايطو په پام کې نېولو سره په توليدي پروسه کې د مناسبې تکنالوژۍ څخه ګټه پورته کړي.

٧: وارداتي لايسنس: ځينې هېوادونه د بهرنۍ سوداګرۍ په برخه کې سوداګرو ته د وارداتي لايسنس په ورکړه باندې ځينې سخت شرايط وضع کوي ترڅو لدې لارې وکولای شي تر یوه حده واردات کنترول کړي.

٨: ډمپنګ (DUMPING): ډمپنګ د کورني توليد او د صادراتو پراختيا سره ډېره مرسته کوي ، خو په ډېری وروسته پاتې هېوادونو کې تولیدونکي او صادراتي شرکتونه د پانګې د کمښت له امله ددې توان نلري څو په نړېوال بازار کې د ډمپنګ عمل څخه ګټه پورته کړي. نو پدې توګه له اقتصادي اړخه پياوړي هيوادونه په نړېوال بازار کې د ډمپنګ څخه ډېره ګټه پورته کوي.

د ډمپنګ عمل په وارداتي هېواد کې ډېرې ناوړه پايلې رامنځته کوي. د ډمپنګ څخه د خلاصون ښه لار د هغو توکو پر واردولو بنديز او یا هم د وارداتي سهميې ټاکل دي، چې له مخې یې ډمپنګ رامنځته کېږي دا ځکه چې ځينې وخت د تعرفو لوړول هم د يو توکي واردات نشي راکمولى او له بلې خوا د تعرفو لوړول د وارداتي توکي د قېمت د لوړوالي لامل ګرځي، چې بالاخره قرباني يې کورني مصرفونکي ورکوي.

٩: ANTI DUMPING: کله چې يو هېواد د بل هېواد په وړاندې د ډمپنګ عمل څخه ګټه پورته کوي نو وارداتي هېواد د ډمپنګ په وړاندې په وارداتي توکي د امکان تر حده لوړه تعرفه وضع کوي، د نوموړي توکي په وړاندې وارداتي سهمیه ټاکي او یا هم دا چې واردات یې په مطلق ډول بندوي او پدې توګه کوښښ کوي، چې د ډمپنګ د عمل مخه ونيسي او د کورني تولید پراختیا ته لاره هواره کړي.

١٠: مالي او اداري خنډونه: ځينې هېوادونه د وارداتو د کنترول په موخه د وارداتي شرکتونو پروړاندې ډول ډول مالي او اداري خنډونه رامنځ ته کوي، څو لدې لارې واردات کنترول او د کورني تولید پراختیا ته لاره هواره شي.

همدارنګه په ادارو کې د فساد له منځه وړل، په حساب ورکونه کې د روڼتیا رامنځته کول، د وړتیاو لوړول، د پانګې اچونې هڅونه، وګړو ته د کورنیو تولیداتو څخه د ګټې اخېستنې احساس او پوهه ورکول، په بنسټیزو پروژو کې زیاته پانګونه، د ښوونې او روزنې د کچې لوړول، د بشپړ سیالۍ رامنځته کولو هڅې او داسې نور هغه لارې چارې دي چې له مخې يو هېواد کولاى شي چې کورني تولیدونکي تشویق او کورني توليد ته پراختيا ورکړي.