WiP_En_20120706_pic_15

د کرنې او ثبات تړاو

بشير یوسفزی
افغان ولسمشر د کب په لومړۍ نېټه په سلام خانه ماڼۍ کې ”د کرنیزې پراختیا د رواجولو څلورم ملي کنفرانس“ ته د وینا پرمهال د کرنیزو محصولاتو ترویج او وده د هېواد د ثبات لپاره مهمه وبلله. هغه د خپلې وینا پر مهال د افغانستان د ثبات کلونو ته اشاره وکړه او د هغه وخت یادونه یې وکړه چې افغانستان د کرنیزو محصولاتو له پلوه پر ځان بسیا و.

د کرنیزو محصولاتو وده ځکه له ثبات سره مستقیم تړاو لري، چې هر سړی په خپل کار بسیا وي، بله دا چې کرنیز محصولات د کلیوالو او ښاریانو راکړه ورکړه ډېروي او ګټې یې سره تړي. څومره چې د خلکو راکرړه ورکړه ډېره او ګټې یې یو له بله سره تړلې وي، نو همغومره د ثبات تامین زیات وي، ځکه ثبات په حقیقت کې د ولسونو د ګټو له تامین څخه رامنځته کېږي.

د بېلګې په توګه په پخوا کلونو کې به د افغانستان د لویو ښارونو د اوسېدونکو د کرنیزو محصولاتو اړتیاوې د دوی له اړوندو او نږدې کلیوالي سیمو څخه پوره کېدلې. لکه د کابل ښار ته غنم، مېوه، سبزیجات، وریځې، نخود، لوبیا، جوار او نور کرنیز توکي د کابل له شش کوري مثلاً موسهي، بګرامیو، میربچه کوټ، قره باغ، پغمان، بګرامیو، سروبي، شکردرې، ده سبز او نورو اړوندو ولسوالیو او سیمو څخه راتلل.

د دغو نږدې سیمو کرنیزو محصولاتو ښېګڼه دا وه، چې بزګرو، بڼوالو او مالدارو به خپل پیداوار او محصولات همدلته نږدې پلورل. یعنې که به یې سهار خپل محصولات کابل ښار ته راوړل، نو غرمه او ماښام به بېرته خپلو کروندو او کورونو ته ستنېدل. ښار ته به له کرنیزو محصولاتو سره راتلل او له ښاره به بېرته له چایو، بورې، شېریني، صابون، رخت او نورې سودا سره ستنېدل.

عامو خلکو او کابل ښاریانو ته یې ګټه دا وه چې د اړتیا وړ باکیفیته توکي به یې په ارزانه بیه ترلاسه کول. بله مهمه خبره دا وه چې پیسې په دوران کې لوېدلې او د پیسو دغه دوران د هېواد په داخل کې وو او همدارنګه به د محصولاتو ګټه نېغ په نېغه د بزګر لاسته رسېدله او دوی د خپل زیار او خولو تویولو ثمره ترلاسه کوله، ځکه نو هم بزګر خوشاله وو او هم عام ښاریان. د ټولو ژوند په خوښۍ تېرېده او همدغه د خوښۍ ژوند په حقیقت کې ثبات و.

کرنیز محصولات د کلیو او ښارونو تر منځ نښلونکی پل و او د همدغو کرنیزو توکو له برکته د کلیوالو او ښاریانو اړیکې پیاوړې او خواخوږي زیاته وه. د همدغې اړیکې له برکته هم په کلیو کې ثبات و او هم په ښارونو کې، ځکه هر سړی په خپل کار بوخت و. ښاریانو خپل ماموریتونه او دوکانونه کول، د کلیو خلک په بزګرۍ او مالدارۍ بوخت وو.

کلیوالو له ښاریانو پرته ځانونه نیمګړي بلل او ښاریانو بې کلیوالو. یو د بل وسیله وو. له همدې امله یې یو د بل په ډاډ او مرسته ژوند کاوه. د دوی ژوند سره تړلی و، د دوی مناسبات سره ښه وو او یو تربله یې اړیکې، خوږې او تګ راتګ زیات و.

خو د جګړو په کلونو کې چې کرنیزې ځمکې شاړې شوې او د اوبو لګولو سیستمونه ویجاړ شول، نو د خلکو ژوند هم ورسره سخت شو، د کلیوالو او ښاریانو تر منځ واټن، بدبینۍ اوبدګومانۍ هم زیاتې شوې. اوس نو نه کلیوال د ښاریانو اړتیاوې پوره کولی شي او نه هم ښاریان د کلیوالو، ځکه کلیوال او ښاریان ټول نورو ته اړ دي، د اړتیا وړ ټول کرنیز محصولات مو له بهر څخه راواردېږي.

د بهرنیو محصولاتو را واردېدل څو تاوانونه لري. لومړی تاوان یې دادی چې زموږ پیسې له دوراني حالته ووتلې، بله دا چې هېوادوال مو په ګران بیه بې کیفیته محصولات را نیسي او د دغو محصولاتو راواردېدل او را نیول مو نه روغتیا ته ګټه لري او نه هم زموږ د ټولنیزو اړیکو او مناسباتو رغاولو ته، نو له همدې امله حکومت ته ښایي چې د کرنیزو محصولاتو ودې او ترویج ته پاملرنه وکړي.

جمهور رئیس ژمنه کړې چې په راتلونکو څلورو کالو کې به افغانستان د کرنیزو محصولاتو له پلوه خودکفا شي او د دغې خودکفایۍ لپاره یې عملي هڅې هم پیل کړې دي. د بېلګې په توګه د غاصبانو له چنګال څخه د خلکو د ځمکو خوندي کول په دې برخه کې مهم ګام ګڼل کېږي.

همدارنګه جمهور رئیس ټینګار کوي چې حکومت به یې د افغانستان اوبه مهار او د هېواد په داخل کې د کروندو د برېښنا د تولید او نورو مهمو چارو لپاره د استفادې وړ وګرځوي. د اصلاح شویو تخمونو وېش هم په دې برخه کې مهم ګام ګڼل کېږي، خو دا او د دې تر څنګ نور مهم اقدامات د داخلي محصولاتو د ودې او پرېمانۍ لامل کېږي.

د کرنیزو محصولاتو وده او پرېماني مو له احمق پولي او د نورو له احتیاجه ژغوري. د کلیو او ښارونواړیکې ورسره پیاوړې کېږي، هېوادوال مو باکیفیته او ارزانه کرنیز محصولات ترلاسه کوي او مهمه دا چې د تېر په څېر د کلیو او ښارونو پر ثبات هم مستقیم اغېز لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.