13698059_314363998896116_746586675278172214_o

د کابل په دروازه کې د طالبانو کمپ

وړمه شپه د طالب وسله‌والو یوه لوی ټولي د میدان وردګو پر مرکز برید وکړ او تر ملا اذانه یې ګولۍ وچلولې.

دا خطرناکه پېښه کابل ښار ته دومره نږدې وه چې د مرمیو غږ اورېدل کېده. دا سیمه د کابل دروازه ده او که دروازه له لاسه ووته، بیا د ودانۍ ساتل سخت دي.

دا په میدان وردګو کې د خپل ډول تر ټولو ګواښوونکی برید و، دولتي مامورین او د میدان ښاریان ټول په تکاویو او سمڅو کې پټ وو، وسله‌وال جګړه‌مار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ودانۍ تر شا رارسېدلي وو او دا محکمې، ښاروالۍ، ولایتي ودانۍ، معارف او اقتصاد په څېر ریاستونه او دولتي تعمیرونه یې په نښه کول.

په میدان وردګو کې طالبان تر بل هر ولایت ډېر، خشن، پارېدلي او په مهمو وسلو سمبال دي. د دې سیمې طالبان نه یوازې چې کله کله په دولتي تاسیساتو جګړه کوي، د ولایت تقریباً ټولې ولسوالۍ ورسره دي، که دولت ادعا وکړي چې موږ هلته ولسوالان لرو، نو دا باید تاسې ته روښانه شي چې ولسوال او امنیه قومندان د هرې ولسوالۍ په ودانۍ کې کوټه قلفي دی، په تللې لاره په میاشت کې هم یو ځل نه‌شي راوتلای او که دې ډول وضعیت ته دولتي حاکمیت وايي، نو دا ادعا بې ځایه نه ده چې میدان وردګ ولایت مکمل د طالب تر حاکمیت لاندې دی.

پر ولسوالیو هر وخت بریدونه کېږي، خو اوس دا دی د ولایت او مرکز کیسه هم پیل شوه، کله چې جګړه شپږ ساعته دوام کوي، هلته د دولت د کمزورۍ انتها مالومېږي.

په میدان وردګو کې د وسله‌والو دولتي مخالفینو دوه ډلې دی، طالبان او حزبیان.

دوی له ډېره وخته په خپل منځ کې جنګېږي، خو دولت او عام خلک یې مشترک دښمن دی او خپل منځي اختلاف یې هم کله د دولت پر ضد د دوی د تحرکاتو کچه راټیټه کړې یا پیکه کړې نه ده.

ځینې وخت والیان، نفوذي کسان او حتا امنیتي چارواکي حزبیان جګړه‌مار د دې له‌پاره په څنګ کې ونیسي چې طالب پرې وځپي او ځینې وخت طالب د دې له‌پاره حمایه کړي چې حزبي له پښو وغورځوي، خو هیڅکله د دې اختلافونو د ژورتیا ګټه دولت ته نه ده رسېدلې. دوی اکثره د دولت او بانفوذه جنګسالارانو په پیسو وپړسېدل او اوس د نظام پر ضد جنګېږي.

تر دې تېره په میدان وردګو کې له اندړو نیولې، تر هلمندي، فاریابي ازبک او او چچین جګړه‌مارو افغان او بهرني اورپکي دېره دي، میدان وردګ او غرنۍ سیمې او هغه کلي د دوی پناځایونه دي چې هلته د دولت حاکمیت نه‌شته.

دوی دلته د ټول افغانستان د جنګ پلان جوړوي، ټپیان دلته تداوي کېږي، جسدونه یې دلته خښېږي، وسلې له دې ځایه توضیع کېږي او مهمې غونډې په همدې ولایت کې کېږي.

امینتي مقامات د ځان ساتلو له‌پاره د خپل سر د نجات له‌پاره طالبان ساتي، تاسې د هغه داستان شاهدان واست چې د میدان وردګو د امنیه قومندان په موټر کې د طالبانو د شمال د استخباراتو مشر ونیول شو. هیچا پوښتنه و نه کړه چې دې ټپي طالب له امنیه قومندان سره څه کول؟

هغه میدان وردګو ته دتداوۍ له‌پاره راوړل کېده، له دې ځایه پاکستان ته انتقالېده، له همدې سیمې په همدې رنجر کې ډېر طالبان شمال ته تللي او په همدې رنجرونو کې بېرته د دمې او ارام له‌پاره راغلي دي.

هم امنیتي چارواکي پیسې اخلي، هم نورې معاملې ورسره لري. همدا لامل دی چې د میدان وردګو پر امنیه قومندان باندې د خپل کار په پنځه کلن جریان کې یو برید نه دی شوی. تاسې شاهدان واست چې د میدان وردګو د ټوپ دښتې د تعلیمي مرکز پر پولیس محصلینو څومره خونړی برید وشو. هغه ځانمرګي له کومه شول، له کومې سیمې تېر شول، چا انتقالول او د سر مصوونیت یې د چا ضمانت و؟ هلته یوازې بې‌غوري دلیل نه‌شي کېدای، بلکې هلته په پېښه کې د مقاماتو د لاس لرلو خطر د څېړنې وړ دی.

د کابل پر ضد او د کابل د هر سقوط پخوانۍ جګړې له میدان ښاره راپیل شوې دي، کله چې دا وړوکی دوړن ښار ناامنه شوی، بیا ارګ او کابل ارام نه دی لیدلی، دا ټول وخت د جنګ او د جلب و جذب مرکز و، اوس هم طالبان هڅه کوي، هغه سیمه ونیسي، یا یې دومره ناامنه کړي چې کابل وګواښلای شي.

که دولت غواړي له دې شرمه ځان خلاص کړي، د میدان وردګو په چارواکيو دې له سره غور وکړي، خصوصاً د امنیتي کلسټر ټول مقامات نه یوازې له دندو د شړلو، بلکې د شدید مجازات وړ دي.

دغه راز هلته ځینې وکیلان او پخواني جنګسالاران لاس لري، د خپل قدرت د ساتلو او د دولت د ننګولو له‌پاره یې په یوه بغل کې طالب او په بل بغل کې حزبی جګړه‌مار له وسلو سره ساتلی او هر وخت چې وغواړي دولت ته سرخوږی جوړولای شي.