Vehicles drive at a junction in downtown Kabul

د کابل ټرانسپورټي سیسټم به څنګه رغیږي؟

په نړۍ کې دمګړۍ تر ټولو ستر ترافیک د موټرو دی، ځکه هره ورځ نوي موټر تولیدیږي او هر کس، چې د خپل عاید یوې ټاکلې کچې ته رسیږي، موټر پېري. دغه ترافیک په ښارونو کې د نفوسو له تراکم سره مستقیمه اړیکه لري.

ښاروالۍ او حکومتونه هم خپله ډېره بودجه پر پارکونو، سړکونو او د ټرانسپورټي سیسټم پر بیا رغونه لګوي. په تېرو لسو کلونو کې د ښاري پراختیا او ښاري مدیریت نشتوالي د کابل ښار ترافیکي ستونزې څو چنده کړې دي.

ډېر خلک د بشپړ ښاري ټرانسپورټي سیسټم په نه موجودیت کې دې ته اړوځي، چې شخصي موټر وپېري او څومره، چې په فردي توګه د موټر پېرنې اړتیاوې ډېریږي، په همغه کچه چاپیریال ککړیږي او د موټرو ترافیک او ګڼه ګوڼه هم ورسره پیدا کیږي.

همدا اوس په کابل ښار کې دومره واړه موټر ګرځي، چې د ښار شته سړکونه یې د ځایونې ظرفیت نه لري او ښاروالي اړه ده، چې د کوڅو او فرعي لارو په پخولو سره د ګڼه ګوڼې مخه ونیسي.

په نوره نړۍ کې ډېر خلک بایسکل چلوي، وزیر او ښاروال په بایسکل کارځي ته ځي. ددې څو ګټې دي. یو دا، چې د تېلو د مصرف مخه نیول کیږي، دویم د ترافیکو او هوا د ککړوالي مخه ډب کیږي او درېیم په خپله د بایسکل چلوونکي لپاره ورزش دی، چې په منځني سرعت سره د انسان له ۵۰۰ تر ۷۰۰ پورې کالوري سوځوي او د زړه او یو شمېر نورو ناروغیو ګواښ کموي.

د کابل ښار ترافیک څه ډول کنټرول شي؟

په اوسني ملي بس او خصوصي ښاري ټرانسپورټ د کابل ښار ټرانسپورټي ستونزې نه اواریږي، ځکه په ګڼه ګوڼه کې د ښاري موټرو بندیدل عامو خلکو ته غیر اقتصادي تمامیږي. یو دوکاندار، چې له خیرخانې نه پل باغ عمومي ته راځي، تاسې څه فکر کوﺉ، چې که په اتو بجو را رهي شي او لس بجې را ورسیږي، څومره به یې زیان کړی وي؟ یا یو مامور له کوره د دفتر پر لور په شپږو بجو خوځیږي او اتو ته ورسیږي، شاوخوا دوه ساعته وخت او انرژي یې پر لاره تېریږي او په دفتر کې به هم کله ناکله غیر حاضر وي.

په دغسې بوخت وخت او بوختو لارو کې د فرصتي لارو جوړول ضروري دي. ښاروالۍ یو وخت اعلان کړی و، چې د بس مترو دوه کرښې فعالوي، چې له کابل ښاروالۍ به تر باغ بالا، میرویس میدان، دارالامان، دهمزنګ، پامیر سینما او بېرته ښاروالي پورې ۲۸ دقیقې وخت اخلي، خو لا هم دغه دوه کرښې فعالې نه دي. دمګړۍ که چېرې یوڅوک دغه لاره طی کوي، شاوخوا یو ساعت او په ځینو مواردو کې یو نیم او دوه ساعته وخت اخلي.

یو وخت په کابل کې برېښنايي موټر فعال وو، چې نښې یې تر اوسه هم شته دي، خو ایا دا کار بیا ناشونی دی؟

د کابل ښار جوړښت د سیند او غرونو جوړښت بدل کړی دی. د انجنیرانو په باور دې توپوګرافۍ د ټرانسپورټي شبکې پراختیا ډب کړې، ځکه له میرویس میدان نه تر کابل هوټل پورې یوه ستره برخه د سیند په کیڼ اړخ کې او بله هغه یې په دې بل اړخ کې پرته ده، چې د ښار د ختیزې او لویدیزې برخې په نښلولو کې یو خنډ دی.

یو وخت کې یوه روسي لیکوال وړاندیز کړی و، چې د کابل ښار ټرانسپورټي سیسټم باید په دوو اړخونو کې عصري شي، یو دا، چې د ښاري سړکونو شبکه نوې شي او بل د ټکسیو او بسونو موټرو پرځای عمومي ټرانسپورټ یا مترو انکشاف ومومي. د هغه دلیل دادی، چې په کابل کې تیږې او لوی کاڼي ډېر دي، چې د مترو جوړونې چاره اسانه کوي. په مترو سره به په کم وخت کې خلک د ښار له یوې سیمې وبلې هغې ته رسیږي.

زه وایم دا ښه نظر دی. افغان حکومت د سترو پروژو د پلیتابه غوښتنې کوي، مرستندویان هم سینې ډبوي، همدا یې ښه وخت دی، چې د کابل ښار لپاره د مترو څلور پنځه کرښې ورغوي او په دې توګه یو زیربنايي کار وکړي. هم به خلکو ته کار پیدا شي او هم به په خلکو کې د ژوند او راتلونکي هیلې وټوکیږي.
مترو، یا د عمومي ټرانسپورټ وسایل د ښاري ترافیک د له منځه وړو ترڅنګ، د هوا د چټلۍ مخه هم نیسي. پر دې سربېره، خلک به خوندي او راحت وي، د تېلو لګښت به کم وي، کرایې مشخصې او د چا وخت به نه ضایع کیږي. یوازې په کابل کې موږ په ملیونونو لیټره تېل مصرفوو، که چېرې د ټولنیز یا عمومي ټرانسپورت شبکې رامنځته شي، د تېلو په لګښت کې به ستره سپما راولي.