11313082_1111653312181365_9198343943076554182_o

د کابل مرکزي سیلو ولې شاړه پرته ده؟

په کابل کې دمګړۍ په زرګونو نانوایۍ په دودیز ډول فعالیت کوي، چې د چاپیریال ساتنې اداره یې د هوا د ککړتیا په برخه کې ګواښناکې ګڼي.

له کورنیو جګړو مخکې د کابل ښار غذايي خدمات د مرکزي سیلو پرغاړه وو، خو اوس داسې ویل کیږي، چې ددې سیلو ماشینرۍ له کاره لویدلې او څوک یې قرارداد ته زړه نه ښه کوي. ۲۰ کاله مخکې دې سیلو په سلګونو ټنه اوړه په ډوډۍ، کولچو، کېک او نورو غذايي توکو بدلول، خو اوس یې فعالیتونه د مډرنو وسایلو د نشتوالي له امله په ټپه درېدلي دي.

په نړۍ کې د خوراکي توکو دودیز سیسټم ورځ تر بلې مډرنه بڼه غوره کوي او چارې یې سترو او وړو سیلوګانو یا خوراکي شرکتونو ته سپارل کیږي.

د سیلو خدمات د غنمو او اوړو د کیفیت، بیې او د ډوډۍ د ضایعاتو د مخنیوي په تړاو خورا اغیزناک دي. هغه ډوډۍ او خوراکي توکي، چې د سیلوګانو له خوا وړاندې کیږي، ډېر لږ ضایع کیږي، ځکه له اړتیا سره سم پېرل کیږي او پر دسترخوان اضافه نه پاتې کیږي. تاسې به د کور او نانوايي د ډوډیو ډېره برخه همداسې پریږدﺉ او په دویم ځل څوک نه ورته چمتو کیږي، چې نیمه خوړلې ډوډۍ وخوري. کلیوال د ډوډۍ پاتې شوني چرګانو ته اچوي، خو له ښاریانو ټوله ضایع کیږي.

که تاسې د دودیزې ډوډۍ پرځای مډرنه ډوډۍ ولرﺉ، ایا ماشومان به مو دې ته چمتو شي، چې ویې غورځوي؟ یا د دودیزې ډوډۍ په څېر به ضایعات ولري؟ نه، ځکه د سیلو ډوډۍ او غذايي توکي ډېری په وړوکي حجم او کچه جوړیږي او د خوړلو پرمهال یې هرڅوک د خپلې اشتها مطابق کاروي. پر دې سربېره، په دودیزو نانواییو کې د ډوډۍ د اوړو رطوبت کم وي او چې تنور ته کوزه شي، ژر خپلې اوبه له لاسه ورکوي او ډېرځله سوځي.

یو شمېر خلک وايي، چې په افغانستان کې خلک ډېره ډوډۍ خوري، یا کابل ښاریان وايي، چې کلیوال ډېره ډوډۍ خوري؟ خو ایا دا رښتیا ده؟ زما په نظر اصلي علت یې دادی، چې دودیزې ډوډۍ خپل ډېر خواص له لاسه ورکوي، نازکوالی پیدا کوي او تر څو، چې معدې ته رسیږي، حجم یې خورا کمیږي، خو ددې برعکس که یو وړوکی کېک، یا په سیلو کې پخه شوې ډوډۍ خولې ته واچوﺉ، په یوه ډېره وړه ټوټه یې مړیږﺉ. علت دادی، چې په دا ډول پخلي کې اوړه ضایعات نه لري او دا، چې ډېر تاوده نه دي، ډېر خوړل کیږي هم نه. د سیلو ډوډۍ، پر دویمه او درېیمه ورځ، ان یوه اوونۍ وروسته هم خوړل کیږي، خو د نانواییو سهارنۍ ډوډۍ تاسې غرمې او بیګاه ته نه شى، خوړلای او سم ربړ ترې جوړیږي.

په اروپا کې عموما ډوډۍ د کولچو په بڼه یا ګردۍ وړې زغالې وي. د دا ډول ډوډۍ ښه والی دا دی، چې د پخلي پر وخت یې اوبه او خوراکي کیفیت نه ضایع کیږي. موږ په هره دودیزه ډوډۍ کې د پخلي پرمهال ۳۴ په سلو کې اوړه یا د ډوډۍ وزن له لاسه ورکوو، خو که ډوډۍ پنډه وي، دغه ضایعات ۱۶ سلنې ته راټیټیږي.

نن سبا په نړۍ کې د خوراکي توکو د صنعت خورا سترې شبکې فعالې دي او ډول ډول خوراکي توکي تولیدوي. د شرکتونو ترمنځ شدید رقابت ددې لامل ګرځي، چې د ډوډۍ کیفیت او بیه ښه شي، خو په افغانستان کې د دودیزو نانواییو ترمنځ دا ډول رقابت نه ترسترګو کیږي. زه هره ورځ په خپل دفتر کې داسې ډوډۍ خورم، چې نیم ساعت یې د سویو برخو او د تناره د خاورو په لټولو تېروم او په پای کې له یوې ډوډۍ ما ته نیمه ډوډۍ پاتې کیږي. په دې سیمه کې بله نانوايي هم نشته او موږ اړیو، چې له همدې نانوايي خپله ډوډۍ راوړو. له شاوخوا ۱۰۰ ډوډیو موږ ۱۲ ډوډۍ ضایعات لرو. موږ ډېرې داسې ډوډۍ هم لرو، چې منځ یې سوځېدلی وي او غاړې یې اوړه وي، یانې هم یې منځ ضایع کیږي او هم غاړې، په پای کې هم پیسې ځي او هم وږي پاتې کیږو.

دې مسایلو ته په پام سره د سیلو فعالیت، یا قراردادي کېدل ضروري نه دي؟

موږ په کابل ښار کې اکثریت خپلې ډوډۍ له نانواییو اخلو، خو ژوند ورځ تر بلې بوختیږي او نه شو کولای، چې درې وخته په ډوډۍ پسې لاړ شو، په کتار کې ودریږو او خپل څو ساعته وخت پکې ضایع کړو. که په ښار کې سیلوګانې فعالې وي او خصوصي سکتور ته زیاته ونډه ورکړل شي، څو ګټې به وکړو. یو خوا به د ډوډۍ کیفیت او تنوع ښه شي. دوکان او پلورنځي ته به په کیک، کولچو او نورو خوراکي توکو پسې نه ځو، بلکې هر سهار به اړوند شرکتونه خپلو پېرونکو ته په خپل ټاکلي وخت ډوډۍ او نور خوراکي توکي رسوي. هره ورځ به مکلف نه یو، چې پیسې ماتې کړو، یوازې په یوه فردي تړون سره کېدای شي، چې د ټولې میاشتې د خوراکي توکو پیسې د میاشتې په پای کې ورکړل شي. په دې سره به زموږ د ډوډۍ مجموعي لګښت هم معلوم وي او نه به هم زموږ ډوډۍ ضایع کیږي. که سیلو یا خوراکي شرکتونه د خپلې ډوډۍ کیفیت ښه کړي، پر اوړو سربېره نور څیزونه هم ورسره ګډ کړي، موږ اړ نه یو، چې په سبناري کې هره ورځ ملایي او مرباوې وخورو.

د سیلوګانو په فعالولو او د خوراکي شرکتونو د خدماتو په پراختیا سره یوخوا کاري زمینې او فرصتونه ډېریږي، بل خوا خدمات د توزیع او کیفیت له مخې پراخیږي او په کوردننه د غذايي صنعت په تقویه کېدو سره دې ته اړتیا نه پیښیږي، چې موږ کېک، بسکټونه او نور خوراکي توکي له بهره وارد کړو. د نانواییو مډرن کېدل د یو شمېر ناروغیو مخه نیسي او د غذا د کیفیت په بدل کې اړوندو شرکتونو، یا سیلوګانو ته مسوولیت هم راجع کیږي. که موږ د لمر نیوز ایجنسۍ په څېر، چې هر سهار خپلو ګډونوالو ته د کابل چاپ ورځپاڼې رسوي او ګڼ کسان په کې په کار بوخت دي، د سیلويي ډوډیو او خوراکي توکو د توزیع لپاره د وېش دا ډول منظمه شبکه ولرو، ګڼ خلک به په کې په کار وګومارل شي او خلک به د خدماتو د کیفیت او ژر او پر وخت رسېدا په برخه کې هم ډاډمن وي.

دا ډول سیلو او خوراکي شرکتونه کولای شي، چې بشپړ غذايي خدمات هم وړاندې کړي. که تاسې او ستاسې مېرمن دواړه په کور نه وﺉ او کور ته مو مېلمانه راځي، سملاسي مېلمستیا ورته ناشونې ده، خو که له خوراکي شرکت سره تړون ولرى، یا د یوه داسې شرکت شمېره درسره وي، چې پر ټاکلي وخت مو کور ته د یوه وخت پوره غذا را رسوي، ستاسې ټولې ستونزې ورسره اواریږي.