map-map

د ښارونو سقوط او د چارواکو سکوت!

لیکوال : ع، ابراهيمي

د امريکا متحده ایالتونو په مشرۍ د نړۍ ۴۷ هېوادونو د ناټو او ایساف په چوکاټ چې اسلامي هېواد هم په کې شامل و په ۲۰۰۱ عيسوي کال کې د نظامي، سیاسي، استخباراتي او اقتصادي مرستو په پارد کابل په خاوره قدمونه کېښول.

دا هغه وخت چې نوی د طالبانو رژيم پرځول شوی و او موقته اداره د پخواني ولسمشر حامدکرزي په مشرۍ پيل شوې وه.

دې هېوادونوپه افغانستان کې د سياسي، نظامي او اقتصادي سکتورونو د پياوړتيا لپاره په ګډه تلاشونه پيل کړل، ولې متاسفانه څنګه چې لازمه وه، دلته مثبت بدلونونه چې ټولې نړۍ ته يوه نمونه وای تر سترګو نه شول، نظامي مسوولينو ددې پرځای چې بنسټيزې مرستې، همکارۍ او تمرينات تر لاسه کړي يوازې يې د ستاینلیکونو، ماشينۍ رتبو اخیستو او شخصي امکاناتو تر لاسه کولو باندې بسنه وکړه.

د تېرو تېروتنو او بدبختيو نتیجه نن ګورو، چې هره ورځ سلګونه افغان مظلوم بچي شهيدان کېږي، ټپيان کېږي، ماشوم یتیمان، ښځې کونډې او میندې بورېږي.
همدې ماشينۍ جنرالانو که پر وخت د نړیوالو له امکاناتو څنګه چې لازمه وه ګټه پورته کړی وی، نن به له یوه طرفه ملي امنیتي، دفاعي او کشفي ځواکونه پر ځان بسیا او بل لوري ته به د داسې بدبختیو او ناامنیو شاهدان نه وای، دلته که له یوه طرفه ستونزه پر ځای پاتې ده، بل لوري ته استخباراتي او نظامي ستراتيژي چورلټه له پښو غورځېدلې ده.

یو شمېر شنوونکي پدې اند دي چې په هېواد کې د ناسمې ستراتيژۍ او پاليسۍ له مخې د افغان ځواکونو او ملت په خلاف جنګ د بانډو، غرو او ليرې پرتو ساحو څخه تر ولسوالیو او حتی د لویو ښارونو تر مرکزه رارسېدلې ده.

بل لوري ته هغه سرتېري چې د جنګ په لومړيو کرښو کې د دښمن په خلاف يې سنګرونه ګرم ساتلي د هغوئ حقه حقوق د کابل مېشتو مشرانو او چارواکو له لوري تر پښو لاندې کېږي، دلته هغه ډول چې لوژستيکي قرارداد تر سره شي په هماغه ډول د جنګي سنګر سرتېري ته خوراکي مواد نه رسېږي، هر يو ماشينۍ جنرال خپل ونډ اخلي.

د نظامي چارو کارپوهان پدې باور دي، چې په امنيتي ارګانونو کې سلیقوي برخورد بل هغه څه دي چې د سرتېرو په مرال يې منفي تاثیرات پرې ويستي دي، ځکه خو جنګونه تر ولایاتونو او لویو ښارونو رارسېدلي دي، خو يو شمېر نور بيا په دې اند دي چې دلته شته داسې قوماندانان چې د پېسو تر لاسه کولو په خاطر سرتېري، مهمات، زرهي دار ټانګونه او نور خرڅوي چې بالاخره جنګ تر ښارونو رسيدلي او حتی د څو ورځو لپاره يې لوی ښارونه سقوط کړي هم دي.

د دې هر څه سربېره د ولسي جرګې، ولايتي شوراګانو او ځايي چارواکو له لوري د امنیتي ادارو مسوولين تر تهدید لاندې نيول دي تر څو دوی، د دوی کورنۍ او ملګرو ساتنې په موخه سرتېري، سلاح او مهمات ورکړي، که چېرې د مسوولينو له لوري ورته منفي ځواب ورکول کېږي بیا نو ګوت څنډنه ورته کېږي چې څوکۍ او موقف به له لاسه ورکړی.

بله لویه ستونزه چې لا هم ورسره امنيتي، کشفي او دفاعي ادارې مخ دي، هغه د سالم او قوي مدیریت نشتون، بې بندوباري، د قدرت انحصار، بېروکراسي او نه همغږي ده چې پايله يې د ولسواليو او ښارونو په سقوط تمامېږي.

د دې لپاره چې هېواد د شته امنيتي ننګونو، ستونزو او نيمګړتياوو خلاصون ومومي نو پکار ده، چې پورته خلاوو ته رسیده ګي وشي، هغه پلاوي چې د کندزو ښار، ولسواليو او ماموريتونو د سقوط د پلټنې لپاره ګمارل شوي پایلي يې دې د ولس سره شريکي او هغه څوک چې پکې ګرم بلل شوی بې له خنډ او ځنډ نه دې مجازات شي.

د یو اباد، سوکاله او سمسور افغانستان په هیله
ع، ابراهيمي