3DFB46FD-B2E4-4C6C-BDBB-C5D559C0E22A_w987_r1_s

“د ډیورنډ کرښې دېخوا د پاکستاني پوځیانو د پرمختګ مخنیوی دې وشي”

ډیورنډ کرښې ته نږدې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د پاکستاني پوځیانو مخ ته تګ د افغانستان د مشرانو جرګې غړي اندېښمن کړي دي.

د دغې جرګې غړي له افغان حکومته غواړي چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني پوځیانو د پوستو جوړولو پر وړاندې اقدام وکړي.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار د یکشنبې په ورځ د دغې جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې افغان حکومت باید په پاکستان باندې سیاسي فشارونه زیات کړي څو د افغانستان په خاوره کې له پوستو جوړولو ډډه وکړي.

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه:

“د ډیورنډ د کرغیړنې کرښې په دروازو په ځانګړي توګه د تورخم په دورازه کې چې کومې ستونزې رامنځ ته شوې حکومت باید د حل پاره اقدام وکړي، دروازه موږ ته د منلو وړ نه دی د کرښې دواړو غاړو ته پراته قومونه یو خلک دي، حکومت دې د دوی د راتګ راتګ ستونزې ته خاص پام وکړي او په دې برخه کې د په پاکستان باندې سیاسي فشارونه زیات کړي.”

له کلونو راهیسې د افغانستان په خاوره باندې د پاکستاني پوځیانو له لوري د توغندیو ویشتلو، د تورخم دروازې وخت ناوخت تړل کېدو، د کونړ، پکتیا، پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو په ځینو سیمو کې د پاکستاني پوځیانو مخ ته تګ عام خلک او د ملي شورا غړي په غوصه کړي دي.

د مشرانو جرګې غړی رحمت الله اڅکزی وايي چې پاکستاني پوځیانو یوازې په کونړ ولایت کې اووه پوستې جوړې کړې او په پنځو نورو ولایتونو کې یې هم په ورته کار لاس پورې کړی دی.

ښاغلی اڅکزی ټینګار کوي چې افغان حکومت باید د پاکستان د دغه اقدام په وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.

“د افغانستان په نږدې څلور پنځو ولایتونو کې پاکستاني پوځیان د ډیورنډ کرښې څخه دې خواته راتېر شوي، یوازې د کونړ په ولایت کې اته پوستې مخ ته راوړې چې هره پوسته، یو کیلومټر مخ ته راغلې ده، موږ حکومت اوس هم له انګریزانو او د پاکستان له ای اس ای سره په تفاهم کار کوي، که تفاهم نه وي، نو بیا خودې یو غږ پورته کړي.”

له دې وړاندې افغان حکومت ویلي و چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو د تحرکاتواو له وسله والو طالبانو څخه د هغه هېواد د ملاتړ په اړه به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړي.

خو د افغانستان حکومت تراوسه په دې اړه کوم اقدام نه دی کړی.

د افغانستان د حکومت د اجرایه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل وايي، افغان حکومت هڅې کوي چې دا ډول موضوعات د خبرو له لارې حل شي.

خو د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، که پاکستان د افغانستان په خاوره کې له مخکې راتګ څخه لاس وانه خلي، افغان امنیتي ځواکونه به یې پر وړاندې په نظامي اقدام لاس پورې.

“هغه مناسبات چې موږ یې له پاکستانه غواړو باید دوی هم دېته غاړه کیږي، د دې زموږ په خاوره یرغل ونه کړي، د کرښې دواړو غاړو ته باید قوانین مراعت کړي، پوستې جوړې نه کړي او که چېرې سرغړونه کوي، زموږ وسله وال پوځی مجبور دی چې له خپلې خاورې دفاع وکړي.”

له دې سره سره د مشرانو جرګې غړي په دې باور دي که نړیواله ټولنه وغواړي چې د داسې سرغړونو مخه ونیسي، نو کولای شي.

افغان سناتوران له نړیوالې ټولنې غواړي چې په پاکستان فشار راوړي څو د افغانستان په اړه له خپل کرغیړن سیاست څخه لاس په سرشي.

راپور: رحمت الله افغان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.