13566959_1708943856026154_4074566632369947227_n

د پولیسو د اکاډمۍ پر استادانو او محصلانو بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي

د کابل ښار په څنډه د کمپنۍ په سیمه کې د پولیسو د اکاډمۍ د موټر پر کاروان بریدونه شوي دي چې ویل کیږي لسګونه پولیس سرتیري او عام خلک یې وژلي او په ګڼ شمیر نور یې ټپیان کړي دي .

ویل کیږي چې دوه چاودنې د څو دقیقو په توپیر پرلپسې شوې دي . د مرګ ژوبلې د شمیر په اړه بیلا بیل راپورونه ورکړل شوي .

سیمه کې خبریالان وايي چې په چاودنو کې د وژل شویو کسانو شمیر تر څلوېښتو اوښتي دی . رویټررز خبري اژانس د اوه ویشتو د وژل کیدو او څلوېښت د ټپي کیدو راپور ورکړی . جرمني خبري اژانس بیا په دې چادونو کې د څلوېښتو تنو د وژل کیدو او تر اویاوو د زیاتو د ټپي کیدو یادونه شوې ده .

طلوع نیوز او ځینو کورنیو رسنیو بیا د مړو شمیر تر سلو اوښتي بللی دی .

عیني شاهدان وايي د لسګونو په شمیر مړي او ټپیان یې په سیمه کې تر بریدونو وروسته لیدلي دي .

خپل افغان امنیتي چارواکي وايي د معلوماتو پر ټولولو بوخت او لا د مرګ ژوبلې دقیق شمیر نه شي ښودلی .

د پغمان ولسوال موسی رحمتي رسنیو ته ویل ویلي چې دیرش تنه د پولیسو د اکاډمۍ د محصلانو پر بس په دې برید کې وژل شوي دي . نوموړي ویلي چې د پولیسو د اکاډمۍ دا محصلان په میدان وردکو کې د روزنې له مرکز څخه په بسونو کې روان وو.

د کابل د امنیې قومندان د پېښې په سیمه کې خبریالانو ته ویلي چې د معلوماتو پر راټولولو بوخت دي . نوموړې هم د دیرشو کسانو د وژل کیدو پخلی کړی او تر دې پورته د تلفاتو د شمیرو په اړه یې ناخبرې ښودلې ده .

برید د کابل کندهار پر لویه لاره د کلا حیدر خان په سیمه کې شوی او هدف یې د پولیسو د اکاډمۍ محصلان وو چې د میدان وردګ د پولیسو له اکاډمۍ فارغ شوي وو.

ویل کیږي لومړی یو ځان وژونکی د پولیسو د اکاډمۍ پر یو موټر وشو، کله چې نور پولیس او د سیمې خلک د لومړي برید د قربانیانو د ټولولو لپاره راټول شول ، په ګڼه ګوڼه دویم ځانمرګي چاودنه وکړه چې درنه مرګ ژوبله یې واړوله

دا بریدونه د مرګ ژوبلې له پلوه کابل کې تر ټولو خونړي بریدونه بلل کیږي .

13438836_1708943852692821_6375048744034050133_n

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ددې خونړیو بریدونو مسولیت منلی او ویلي یې دي له دوو ځان وژونکو څخه لومړی یې د پولیسو د اکاډمۍ استادانو موټر په نښه کړ ، او کله چې نور پولیس د لومړي برید د مړو او ټپیانو پر راټولولو بوخت وو دویم بریدګر ځان والوزه چې دده په وینا لسګونه کسان یې ووژل .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.