map-map

د پنځو ولایتونو مرکزونه د سقوط ټالۍ وهي

طالبان دا مهال د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه د پنځو ولایتونو مرکزونو ته جدي خطر پېښ کړی او ډیر کله له امنیتي ځواکونو سره ددې پنځو ولایتو په ښاري او ګڼ میشتو سیمو کې دوامدارې نښتې کوي .

په شمال کې د کندز او پلخمري ښارونه ، په جنوب کې د ترینکوټ او لښکرګاه ښارونه، همدارنګه په لویدیځ کې فراه ښار دا مهال د طالبانو له جدي ګواښ سره مخ دي .

طالبانو پر یادو ښارونو د تمرکز د زیاتولو په موخه ددې ښارونو په شا او خوا نیمه ښاري سیمو کې ځایونه نیولي دي . دا هغه سیمې دي چې طالبان په کې په اسانۍ ، اکمالات ، معلومات او نوي سرتیري راټولوي او له یوې ورځې بلې ته پر دې ښارونو کړۍ راتنګوي .

افغان ځواکونه دا مهال ددې پر ځاي چې په لرې پرتو سیمه کې د طالبانو له چریکې بریدونو سره مخ وي د ښارونو د دفاع په هڅو بوخت دي او هغه هم د افغانستان په څو مختلفو سیمو کې چې ددې ځواکونو ځواک یې ویشلی دی .

کندز

طالبان په یو کال کې د دویم ځل لپاره د اکټوبر په دریمه نیټه بیا د کندز ښار ته ننوتل . د ښار ځینې برخې یې ونیولې او نژدې لس ورځې یې د ښار په کوڅو کې د افغان ځواکونو سره کوڅه په کوڅه جګړه وکړه .

اوس که څه هم طالبان له کندز ښار څخه په شا شوي دي ، خو له ځان سره یې له ښاره د افغان امنیتي ځواکونو کافي ډیرې وسلې او مهمات وړي او دا مهال د ښار ګردچاپیره په داسې وضیعت کې دي چې هر ګړۍ بیرته کندز ګواښلی شي . په کندز کې شته حکومتي اختلافات په ملکي او امنیتي ادارو کې روان فساد او په اړه یې د کابل میشتو چارواکو اختلافات د کندزو لپاره د طالبانو دا ګواښ نور هم پیاوړي کوي .

بغلان – پلخمري

پلخمرې د مې د میاشتې راهیسې د طالبانو تر زیاتیدونکې فشار لاندې دی . د پلخمرې په شمول د بغلان په درې نورو ولسوالیو کې هم طالبان په پراخه پیمانه فعال دي . طالبان وخت په وخت هغه مهمه لویه لاره چې پلخمرې له کندز سره نښلوي ، تړي او په دې توګه د حکومتي اکمالاتو رسیدل له خنډونو سره مخ کوي .

هلمند – لښکرګاه

لښکرګاه له یو کال څخه د زیاتې مودې راهیسې د طالبانو له ګواښ سره مخ ده . د ۲۰۱۵ م کال په اکټوبر کې طالبانو د لښکرګا ښاري سیمو ته پرمختګ وکړ ، او له هماغه وخت څخه یې په یو ډول د لښګرګاه ښار شا او خوا سیمې تر کنټرول لاندې دي .

ددې اونۍ په پیل کې طالبانو وروسته له هغې یو شمیر افغان سرتیري ووژل چې ویل کیږي د درې سوو په شا او خوا کې سرتیرو هڅه کوله د جګړې له سیمې وتښتي .

د هلمند له ۱۴ ولسوالیو څخه شپږ یې د طالبانو په واک کې دي . په نورو اوو ولسوالیو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې روانې دي .

ارزګان – ترینکوټ

ترینکوټ نژدې یوه میاشت مخکې د طالبانو له یرغل سره مخ شو او طالبان وتوانیدل د افغان امنیتي ځواکونو د ځايي مشرانو د بې کفایتۍ یا فساد څخه په ګټې د ترینکوټ ځینو سیمو ته ننوزې او د ښار په څنډو کې افغان امنیتي ځواکونو سره نښتې وکړي .

ویل کیږي چې د ترینکوټ ښار ته د نژدې کیدو پر مهال طالبان د امنیتي پوستو له هیڅ ډول مقاومت سره مخ نه شول او ګڼو سرتیرو له ښار څخه وتلې پوستې پرته له مقاومت خوشې کړې .

که څه هم وروسته وسلوال طالبان له ترینکوټ څخه په شا کړی شول خو دوی اوس هم د ښار شا او خوا مورچلې لري او هره ګړۍ ترینکوټ ګواښولی شي . همدارنګه د امنیتې ادارو هغه ستونزې هم نه دې لري شوي چې ترینکوټ ته د طالبانو د نژدې کیدوې سبب شوې .

د ارزګان له شپږو ولسوالیو څخه یوه یې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده او په نورو پنځو ولسوالیو کې د دواړو لورو تر منځ تودې جګړې روانې دي .

فراه

د اکټوبر د میاشتې په پیل کې طالبانو د فراه ښار ته تللې لاره وتړله او د شمال له خوا یې پر دې ښار برید وکړ . افغان امنیتي ځواکونو د ښار د سقوط د مخنیوي لپاره د هوايي ځواک مرسته وغوښته چې هوايي بمبارۍ وکولی شول طالبان بیرته د فراه د ښار څنډو ته په شا کړي . خو د ښار څنډو کې لا هم جګړه روانه ده . ددې ولایت د ولایتي شورا ریس رسنیو ته وویل، د ښار نه بهر سقوط شویو پوستو کې سرتیرو حتی یوه مرمۍ هم د وسلوالو طالبانو په خوا نه ده ویشتې .

د طالبانو د وروستیو پرمختګونو لاملونه 

د طالبانو د وروستیو پرمختګونو علتونه زیات دي .

څارونکي وايي د افغانستان او هندوستان ترمنځ د اړیکو نژدې کیدو د طالبانو بهرني ملاتړي غوسه کړي او له دې وسلوالې ډلې غواړي چې په لا زیات ځواک عمل وکړي .

پاکستان همدارنګه له طالبانو غواړي چې دننه په افغانستان کې ځان ته ځای پیدا کړي او له دې هیواد ووځي څو دا هیواد له نړیوالې او سیمه ایزۍ ملامتۍ خلاص شي .

په افغانستان کې دننه د ملي یو والي د حکومت د مشرانو تر منځ د امنیتي ادارو د وړو او لویو چارواکو د ټاکلو پر سر ناندرې هم ددې سبب شوي چې د امنیتي ادارو د قومندې او مدیریت په مرکزونو کې وړ کسان ونه ټاکل شي او یوازې د روابطو په بنسټ ټاکل شوي چارواکي د حالاتو د مهار کولو وړتیا نه لري .

د کندز ، ارزګان په شمول په ټولو هغو ولایتونو کې چې طالبانو پر مختګ کړی په ملکي او امنیتي ادارو کې فساد کوکارې وهي او دغلته د حکومت د بیلابیلو ډلو ترمنځ اختلافات او ځان غوښتنې موجودې دي .

په ځینو ولایتي مرکزونو د طالبانو یرغلونه دومره ناڅاپي وو لکه د افغانستان امنیتي او دفاعي ادارې چې هیڅ دول استخباراتي معلومات نه لري او یوازې هغه مهال د طالبانو له یرغل خبریږي کله چې د طالبان د ښارونو مرکزونو ته ورسیږي او د حکومتي چارواکو دارام خونو مخو ته د ډزو غږونه واوریدل شي .

د ګڼو ولایتي مرکزونو په لومړنیو کرښو کې د امنیتي او دفاعي ادارو د ځايي قومندانانو ناغیړې او یا هم خیانت ددې سبب شوي چې د پوستو سرتیرو پرته له یو ډز څخه پوستې خوشې کړي دي .

طالبانو همدارنګه د افغانستان بیلابیلو سیمو کې د افغان ځواکونو د خورولو تکتیک هم په بریالۍ توګه وکاروه او دا مهال افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه اړ دي چې په یو وخت کې د هیواد په څو څنډو کې په تودو جګړو کې ښکیل واوسي . دې کار ددوی موثریت او ځواک کم کړی دی چې حکومت باید ډیر د مخه ددې تکتیک د مخنیوي لپاره اقدامات کړی وی . اوس هم افغان امنیتي او دفاعي ادارې باید هڅه وکړي څو مخالف وسلوال د جګړې یوې تودې کرښې ته راټول کړي څو له خواره واره وضیعت راووځي .

څارونکي وايي که چیرې کابل میشتې چارواکي ددې پنځو ولایتونو د ساتنې لپاره په دفاعي ، عملیاتي او ادارې برخو کې نوې ، کره ، ريښیتا اصلاح شوي او پاخه اقدامات ونه کړي ، نه یوازې دا چې دا پنځه مرکزونه سقوط کولی شي د کابل په شمول د افغانستان ډیرو نورو ګڼ میشتو سیمو ته هم ګواښونه پيښیدلی شي .