13501848_304645836534599_7313235006675616599_n

د پروان والي په يوه فرمان کې د اتيا کورنيو تابعيت سلب کړ

په خپل هېواد کې د مېشتېدنې له‌پاره د پاسپورټ او وېزې اړتيا؟

له څه مودې د پروان په باګرام کې اتيا کورنۍ چې له نيمې پېړۍ د ځمکو، جايدادونو په رانيولو هورې مېشتې دي، د تابعيت تذکرې له حقه بې‌برخې شوې دي.

د پروان والي انجنير عاصم چې دغو کورنيو ته يې د تذکرو نه‌ ورکولو فرمان ورکړی، د حکمتيار له حزب اسلامي سره پېيلی و، دی دومره اورنی حزبي و چې جمعيت اسلامي يې “په اصطلاح جمعيت اسلامي” باله.
د سيمې عام وګړي ټول د دې ګواه دي چې دغو کورنيو نيمه پېړۍ له مخه دلته ځمکې را نيولې، مېنې او کورونه يې اباد کړي او پر همدغو مېنو مېشت دي.

پنځوس کاله وړاندې افغانستان د ټولو ګډ کور و، په دغه جغرافيه کې مېشت وګړي ټول افغانان وو. هر ځای يې چې غوښتي وای، له وېرې او اندېښنې پرته تلای شوای، هر چېرې چې يې زړه وای، مېنې يې ابادولای او مېشتېدلای شوای.

د هېواد هيڅ سيمه او برخه داسې نه وه چې د چا پر مخ دې هغې سيمې ته د ننوتو او اوسېدو بنديز راپورته شوی وي.

د افغانستان قوانين هر تبعه ته دا حق ورکوي چې له قانوني لارو د هېواد په هره سيمه کې چې وغواړي منقول او نامنقول جايداد را نيسي او خپل کاروبار وغوړوي.

د افغانانو پام‌وړ برخه کوچيان دي چې تر ډېره خپل ژوند د هېواد بېلابېلو سيمو ته په لېږد رالېږد کې تېروي، اوړی په ايلبندونو کې اړوي او ژمی تودو سيمو ته لوېږي.

په دغه لېږد رالېږد کې له دوی، ځينو په سيمو کې د ځمکو په رانيولو د مېشتېدنې يا ځايي‌کېدو فرصتونه ترلاسه کړي او له مودو په هغو سيمو کې مېشت شوي دي.

په ننګرهار، وردګ، هلمند، غزني، زابل، خوست او ډېری نورو سيمو کې د کوچيانو زرګونه کورنۍ په همدغه بڼه او کچه مېشت يا ځايي شوي دي.

له څه مودې د پروان په باګرام کې اتيا کورنۍ چې له نيمې پېړۍ د ځمکو، جايدادونو په رانيولو هورې مېشتې دي، د تابعيت تذکرې له حقه بې‌برخې شوې دي.

د پروان والي انجنير عاصم چې دغو کورنيو ته يې د تذکرو نه‌ ورکولو فرمان ورکړی، د حکمتيار له حزب اسلامي سره پېيلی و، دی دومره اورنی حزبي و چې جمعيت اسلامي يې “په اصطلاح جمعيت اسلامي” باله.

له حزب سره د ګټو پر سر اختلاف دی د قاضي امين وقاد د اتحاد له داعيې سره وپېيه، خو څنګه چې د قاضي وقاد د داعيې لمن له مالي امکاناتو تشه شوه، عاصم لومړی د استاد سياف او بيا نظار شورا په ليکو ورننوت.

عاصم چې د ډاکټر عبدالله له ونډې يې د پروان ولايت په پچه رسېدلی، د پروان اداره پر قومي، سمتي او ژبنيو کرښو کې ښکېل کړې، توکم او ژبه يې د چارو او کړنو معيار ګرځولی، له همدې ځايه يې له اتيا کورنيو څخه د تابعيت د سلب فرمان صادر کړی دی.

د سيمې عام وګړي ټول د دې ګواه دي چې دغو کورنيو نيمه پېړۍ له مخه دلته ځمکې را نيولې، مېنې او کورونه يې اباد کړي او پر همدغو مېنو مېشت دي.

دوی د دغو ځمکو او مېنو مېشت دي. دوی د دغو ځمکو او مېنو شرعي قوالې او اسناد لري، د ټاکنو کارټونه يې په لاس کې دي، له همدغو ټاکنيزو حوزو يې په ولسمشري او پارلماني ټاکنو کې خپله رايه کارولې ده.

دوی دغه ځمکې په زور او جګړه نه دي غصب کړې، په مشروع قيمت يې رانيولې، د خولو په تويېدو يې ابادې کړې او تر نيمه پېړۍ زيات پرې پراته دي.
قانون او شريعت دوی ته د دغې بيې او شرا حق ورکړی، د دوی دغه حق يې خوندي کړی دی، که داسې نه وای، محاکمو به يې اسناد نه وای تېر کړي.

يوازېنی لاسوند چې عاصم او د پروان قومي مافيا پرې تکيه کوي، دا دی چې دغه کورنۍ د نفوس د ثبت له دفتره کونده نه‌شي وړاندې کولای.

خو دا د دې دليل کېدای شي چې يو څوک د تابعيت له حقه محروم شي؟

په افغانستان له پخوا د ځينو سيمو خلکو تذکرې نه اخيستې، ځکه خو يې د نفوسو د ثبت په دفترونو کې د پلرونو او نيکونو کونده نه‌شته، خو د تابعيت حق يې خوندي دی، اوس يې چې اولادونو د تذکرو اړتيا ليدلې، په دې له تابعيته نه دي بې‌برخې شوي چې پلرونو يې د ثبت کونده نه‌لرله.

د سرچينو په خبره، مافيايي کړۍ د دغو کورنيو ځمکو او مېنو ته غله دي، غواړي د ستونزو او ګواښونو په پيدا کولو يې د ځمکو او مېنو پلور ته اړ او دوی په اساني او وړيا هغه لاندې کړي.

دا ښايي په تاريخ کې د ښاغلي عاصم د حکومتولي بېلګه ثبت شي چې محلي حکومت د هېواد اتباع د تابعيت له حقه محروم کړي وي.

د ښاغلي عاصم دغه اقدام په ملي جغرافيه کې راټولې سيمې د بېلابېلو هېوادونو په څېر په پولو او بريدونو کې نغاړي چې د هېواد اتباع په خپل هېواد کې په پاسپورټ او ويزه اړ کړي.

د افغانستان قوانين، د ملګريو ملتونو منشور او نور نړيوال قوانين او نورمونه د اتباعو د حقونو خونديتوب د حکومتونو مکلفيت بللی.

که حکومت د دغسې خپلسريو او ناقانونيو مخه نه‌شي نيولای، دغه کورنۍ به اړې وي چې په کابل کې د ملګريو ملتونو د دفتر په مخ کې د خپل دغه مدني حق د تر لاسه کولو غوښتنه راپورته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.