PAKISTAN-AFGHANISTAN-UNREST-DIPLOMACY

د پاکستان او افغانستان اړیکې کومې خوا ته درومي؟

سید احمد کمال – ولسمشر غني واک ته تر رسېدو وروسته پاکستان ته په خپل لومړي سفر کې پاکستاني چارواکيو ته د سیمې د امنیت، اقتصادي پرمختګ، سولې او ټروریزم سره د ګډې مبارزې مشخص وړاندیزونه وکړل، هلته یې ورته په ډاګه کړه چې پاکستان مجبور دی داسې تصمیم ونیسي چې له افغانستان سره د راتلونکيو شلو کالو له‌پاره د مثبتو او یا منفي اړیکو پرېکړه وکړي، یانې که تاسې اوس له افغانستان سره جوړ نه‌شئ او په افغانستان کې تخریبي او ویجاړونکيو لارو په ځای په مشروع توګه خپلې ګټې تعقیب نه کړئ او د افغانانو په ضد دا روانه نااعلان شوې جګړه و نه دروئ او همداسې دوام ورکړئ؛ نو افغانستان مجبور دی داسې لار ونیسي چې بیا به راتلونکي شل کاله موږ او تاسې په هماغه لار روان یوو.

ولسمشر غني هم پاکستان ته درې میاشتې مهلت ورکړی و چې د سيمه‌ییز ثبات سره د همکارۍ په اړه خپل رښتینوالی ثابت کړي، دغو ضرب الاجلونو څخه وروسته چې پاکستان د سولې کومې څلوراړخیزو ناستو کې طالبان سولې ته حاضر نشوای کړای او په خپلو ژمنو یې وفا ونه کړه او برعکس پاکستان د خپلو نیابتي جنګیالیو په وسیله افغانستان کې جنګ ته دوام ورکړ، نو له پاکستان سره د افغانستان د حکومت او خلکو چلند کې فوق العاده تغییر راغی. داسې تغییر چې تر راتلونکو شلو کالو ممکن د افغانستان او پاکستان اړیکې په همدغه لین روانې اوسې.

د غني امنیتي او اقتصادي سټراټېژي

ولسمشر غني پاکستان ته تر تګ مخکې د هغوی له خوا همکاري پیش‌بیني کړې وه، ځکه خو یې ټول تمرکز پر امنیتي او اقتصادي برخه وکړ او په دې دواړو برخو کې يې د فعال بهرني سیاست له لارې ملاتړ را جلب او په دغو دوو برخو یې جدي کار روان وساته.

افغانستان چې په وچه کې ایسار هېواد دی، له دغې انزوا د خلاصېدو له‌پاره یې د چابهار، اقینه، لارجوردو او ورېښمو لارو باندې په چټکي کار پیل کړ او په امنیتي ډګر کې يې په کور دننه چې ۱۳۰ زره بهرني پوځیانو اکثریت هېوادونو ته ستانه او دلته چې کوم پاتې شول، د هغوی جنګي ماموریت هم پای ته ورسېد؛ نو ټول بار پر افغان پوځونو ولوېد او په افغان پوځیانو کې هم د پخوانیو زورواکيو او جنګسالارانو د نفوذ له لاسه مطلوب نظم او انظباط موجود نه و، په دغه پوځ کې د نظم راوستو پوره پوره کوښښونه یې وکړل او د دې تر څنګ یې پوره واک ورکړ چې د دښمن په مقابل کې له دفاعي حالته تعرضي حالت ته ولاړ شي، د امنیتي ارګانونو د شهیدانو قدرداني یې وکړه او تکړه افسران او سرتېري یې وستایل او امنیتي ځواکونو ته یې روحیه ورکړه.

په لومړي ځل یې په تورخم کې پاکستان پوځیانو سره د افغان ځواکونو نښته وشوه او تر دې وروسته د ملي‌ګرايي احساس او د ملي ځواکونو د ملاتړ روحیه په ټولنه کې پياوړې شوه، نااعلان شوې جګړه په اعلان شوې جګړه بدله شوه او ټولې نړۍ ته یې وښووه چې پاکستان د ټروریزم له ملاتړه لاس نه اخلي.

ولسمشر غني چې واک ته ورسېد زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د نظم او انظباط نه نیولې تر تجهیز پورې له ډېرو کمیو سره مخ و، خو ولسمشر غني له تجهیزه نیولې تر نظم پورې په ټولو برخو کې تر سخت کار وروسته هوايي ځواک پياوړی کړ، په امنیتي ارګانونو کې يې د خیالي تشکیلاتو په اړه پلټنه پيل کړه او ډېر دغه ډول ځواکونه یې له لېسټه وایستل، له لوژسټیکه نیولې د دوی تر سوق او ادارې پورې يې په هره برخه کې دوامداره او منظم تغییرات راوستل او دا لړۍ لا هم روانه ده چې خپله یې وویل د بروکسل تر کنفرانس وروسته به یې هڅه دا وي چې ټول امنیتي ځواکونه غیرسیاسي او مسلکي خوا ته بوځي.

پاکستان سره راتلونکي شل کاله

کله چې پاکستان له ټروریزم سره په مبارزه کې رښتینولي و نه ښووه او د خپلو شومو موخو له‌پاره یې په افغانستان کې دننه کورنی جنګ تشدید کړ، هند، ایران او منځنۍ اسیا سره یې روابط غښتلي کړل چې که پاکستان سره دا کشاله اوږدېږي، د راتلونکو شلو کالو له‌پاره افغانستان وکولای شي پر پاکستان له اتکا پرته بهر ته خپل توکي صادر کړای شي او همدارنګه بهرني توکي وارد کړي.

پاکستان چې هر وخت له افغان کډوالو څخه د یوې حربې په توګه د افغانستان په ضد استفاده کړې ده، کله چې پاکستان پر کډوالو فشار راووړ، ولسمشر غني د دې په ځای چې پاکستان ته زارۍ وکړي چې له دوی سره زیاتی او ظلم مه کوئ، هغوی یې هېواد ته په راستېندو تشویق کړل او د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې سره په تفاهم یې هر راستنېدونکي تر پخوا زیات امتیازات ومنل چې دغه تشویقونه د دې سبب شول چې کډوال په داوطلبانه توګه هېواد ته را ستانه شي، اوس چې پاکستان د خپل دغه سياست پر ناکامي پوه شو، پر کډوالو يې فشار راووړ چې پاتې شي، خو په کډوالو کې وطن ته د ستنېدو بهیر لا تېز شو.

ولسمشر غني د خپلو بهرنیو او کورنیو سیاستونو او اصلاحي پروګرامونو د پلي کولوله‌پاره په وارسا کې له خپلو متحدانو پوځي مرستې او په بروکسل کې پرمختیايي مرستې تر لاسه کړي، دا هغه څه و چې پاکستان هیڅ فکر نه کاوه چې د افغانستان په شان یو بې‌ثباته هېواد رهبران به وکولای شي دغه ډول کامیاب سیاست له لارې نړۍ قانع کړي چې مرسته ورسره وکړي.

اوس تر بل هر وخت پاکستان له نړيوالې انزوا سره مخ دی او په کور دننه له بلوچ جدايي طلبانو سره په جګړه کې ښکېل دی او همدارنګه هغه ټروریزم چې دوی یې ملاتړ کاوه ځینې ډلې یې اوس عملاً د پاکستان پر ضد درېدلي دي، اقتصاد او صنعت یې سخت تاوان لیدلی دی او په کور دننه ملکي او پوځي اداره یې په کشمکش کې اخته ده او عملاً پاکستان د نړۍ د ناامنو هېوادونو په کتار کې ولاړ دی چې دوی هر څومره د افغانستان په دننه کې د طالب یا کومې بلې ډلې په وسیله جګړې ته دوام ورکوي، هغومره دوی هم له اقتصادي پلوه کمزوري کېږي او دغه انزوا یې ورځ تر بلې زیاتېږي.

په اخېر کې په دوه ټکيو کې خپله خبره خلاصه کوم هغه دا چې افغانان دا مهال د خپلې روښانه راتلونکي او پرمختللي افغانستان له‌پاره جنګ کوي او قرباني ورکوي، د پاکستان پرمختګ هېر شوی دی او یوازې یوازې د خپلې بقا له‌پاره جنګېږي چې هسې نه دا شته ملک یې څو ټوټې نه‌شي.

دغه ټکيو ته په کتو ویلای شو چې د افغانستان شل کاله راتلونکې روښانه ده او پاکستان به راتلونکي شل کاله تر دې بدې ورځو سره مخ شي. هغه ځکه چې د ملکي او پوځي بنسټونو تر منځ یې کشمکش ورځ تر بلې زیاتېږي او ولس یې د فقر، د بشري حقونو د تر پښو لاندې کېدو، په ملي سطحه د غیر متوازن انکشاف او قومي او مذهبي نارضایتیو اخته دی، د بهرنیو هېوادونو مرستې پرې ورځ تر بلې کمېږي او د نړيوال بانک او نورو بین المللي موسساتو او هېوادونو زیات پوروړی دی چې هر ورځ یې سود زیاتېږي او دا هېود دې تر دې د بدو ورځو انتظار ولري.

خو برعکس افغانستان په هره برخه کې نړيوالو سره تفاهم او ګډې ژبه پيدا کوي، په کور دننه د اصلاحاتو بهیر که څه هم ورو روان دی، خو درېږي نه روان دی او ځوان نسل او خلک دا اصلاحات غواړي او دا بهیر پيل شوی دی، سترو پروژو او زیربنايي چارو باندې کار روان دی چې دا ټولې نښې نښانې موږ ته زېری راکوي چې افغانستان راتلونکي روښانه شل کاله په مخ کې لري.

لنډه دا که چېرته همدا لار چې پاکستان ټاکلې همداسې په مخ لاړ شي، په دې کې شک نه‌شته چې د نړيوالې انزوا تر څنګ به له افغانستان سره که بېرته عادي روابطو ته راګرځي، دا به ډېر وخت وغواړي، که چېرته دغه روابط عادي هم کړي، بیا به هم پر افغانستان باندې هغه اثر او رسوخ و نه لري، د پخوا غوندې چې د کراچۍ له بندره په استفاده به یې پر افغانستان باندې وارداوه، یا به یې له کډوالو د افغانانو پر ضد استفاده کوله، یا نورو ډلو دا ځل به افغانستان هم همدومره د فشار ابزار لري او د یو مهم سیال په توګه به له پاکستان سره په هره برخه کې د برابر چلند وړتیا ولري.