news-1458545834-2595_large

د پاکستاني مفتي رسوا کونکې قندیل بلوچ ووژل شوه

قندیل بلوچ پاکستاني موډله وه چې په دې وروستیو کې یې په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستان د یو وتلي ملا د رسوايي ډکه یوه ویډیو خپره کړه . دې ویډیو او پر ټولنیزو رسنیو ددې نورو ویډیو ګانو هغې ته ډیر شهرت ورکړی وی .

پولیس وايي نوموړې په ملتان کې وژل شوې ده .

د پنجاب د پولیسو ویاندې نبیلې غضنفر بي بي سي اردو ته ویلي ، قندیل بلوچ یې د خپل ورور له خوا وژل شوې ده .

نوموړې ویلي چې د پولیسو څیړونکې ډلې د قتل سیمې ته ورغلي او د پېښې په اړه لا هم تحقیقات روان دی .

د روژې په میاشت کې هغې د پاکستان د یو وتلي ملا مفتي عبدالقوي سره ځیني سلفي تصویرونه خپاره کړې وو چې پر دې ملا یې د خلکو ډیر انتقادونه راپوروته کړل او د میاشتې د لیدو له ملي کمیټې څخه  د مفتي عبدالقوي د ایستلو سبب شول .

د پنجاپ د پولیسو چارواکو ویلي چې قنیدل بلوچ زندۍ شوې او وژل شوې ده . د قندیل ورور وسیم چې پولیسو پر دې قتل تورن کړی په ډیره غازي خان کې د موبایلونو دکان درلود . نوموړې تیره شپه د خپل پلار مور د لیدنې لپاره ملتان ته ورغلی و .

تر اوسه پورې ددې قتل انګیزه روښانه نه ده خو پولیس وايي، د مفتي عبدالقوي سره د قندیل بلوچ د تصویرونو له خپریدو وروسته ددې ورور ته خلکو پیغورونه ورکړي وو او ښايي همدا ددې سبب شوي وي چې نوموړې قندیل بلوچ ووژله .

هغوی وايي قاتل له پېښې وروسته تښتیدلی او لټون یې روان دی .

قندیل بلوچ څو ورځې مخکې د پاکستان د مرکزي او صوبايي حکومت څخه غوښتي و چې ددې ژوند ته خطر دی او ددې لپاره دې امنیتي اقدامات وشي . د نوموړې پر دې غوښتنه تر اوسه هیڅ ډول اقدام نه و شوی .

قندیل بلوڅ د باکستان پر ټولنیزو رسنیو تر ټولو مشهوره څیره او په پاکستان کې پر ګوګل د هغې نوم تر ټولو ډیر پلټل شوي څه وو.

د روژې په میاشت کې هغې د پاکستان د یو وتلي ملا مفتي عبدالقوي سره ځیني سلفي تصویرونه خپاره کړې وو چې پر دې ملا یې د خلکو ډیر انتقادونه راپوروته کړل او د میاشتې د لیدو له ملي کمیټې څخه د مفتي عبدالقوي د ایستلو سبب شول .

یو شمیر پاکستاني ملایانو پر فیسبوک د قندیل بلوچ د پوسټونو لایک کول ګناه کبیره بللې وه .

پاکستاني رسنیو هم په دې وروستیو کې  ویل د قندیل بلوچ خلاف بیلابیل ا تورونه پورې کول . ځینو رسنیو هغه د هندوستان لپاره په جاسوسۍ تورنوله
پاکستاني رسنیو هم په دې وروستیو کې ویل د قندیل بلوچ خلاف بیلابیل ا تورونه پورې کول . ځینو رسنیو هغه د هندوستان لپاره په جاسوسۍ تورنوله

څه وخت مخکې قندیل بلوچ بي بي سي اردو ته ویلي و چې دې د فلمي صنعت نړۍ ته د تلو هڅه کوله خو هلته له نجونو د ناوړه ګټې اخیستنې له کبله نهیلې شوه او له همدې امله یې ټولنیزو رسنیو ته مخه کړه .

د پاکستان په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو خلکو د پنجاب د پولیسو دا ادعا چې قندیل بلوچ دې خپله ورور وژلي وي تر پوښتنې لاندې راوستي او داسې ویل کیږي چې ښايي د پاکستان امنیتي او څارګرو ادارو چې د مذهبي عناصرو په ولکه دي د هغوی په اشاره او غوښتنه وژلي وي .

څو ورځې مخکې پاکستاني رسنیو دا هم ویلي و چې قندیل بلوچ له هندوستان څخه د تابیعت غوښتنه کړې
څو ورځې مخکې پاکستاني رسنیو دا هم ویلي و چې قندیل بلوچ له هندوستان څخه د تابیعت غوښتنه کړې