601994_471186726268787_1729301617_n

د يوه ښه مدير ځانګړنې

ژباړه: سميع الله احمدزى
ښه مديران ددې باعث شوي دي چې خپل کارکوونکي ورسره مينه ولري او يا هغه درک کړي. همدارنګه (Joan Lloyd) ليکي چې: يو ښه مدير د ملا د تير حيثيت لري، چې کارکوونکي له ادارې سره نښلوي. که چېرې دغه تير يا بند صدمه وويني، نو کېدى شي زياتره کارکوونکي اداره پرې ږدي. که چېرې تاسو د ښه چانس کارکوونکي ياست نو ستاسو په کاروبار او دنده کې به مو مدير ښه څوک وي.

١- په شفافه توګه د موخو بيانول

يو ښه مدير په لومړيو کې له يوه نوي کارکوونکي سره په لومړيتوبونو غږېږي او هغه ته د ښه کار په اړه توضيحات ورکوي، چې ښه کار څه ډول کار ته ويل کېږي او څه ډول بايد ترسره شي. په لومړيو کې غونډې او بحثونه کوي، چې په خپلو ژمنو او وعدو سره موافقه وکړي. يو اغېزمن مدير خپلو کارکوونکو ته دا نه وايي چې کارونه څه ډول سرته ورسوئ، هغه مخکې تر مخکې د پايلو په لاسته راوړنو غږېږي، يانې خپلو کارکوونکو ته دا روښانوي چې زموږ موخې څه دي او څه ډول بايد لاسته راوړل شي. د کارکوونکو په کار کې لاسوهنه نه کوي او کارکوونکي د کار د سرته رسولو لپاره ازاد پرې ږدي.

يو ښه مدير کولى شي په مختلفو لارو چارو خپلې موخې مطرح کړي، لکه په غونډو کې او يا په غير رسمي خبرو اترو کې د يوې ځانګړې موخې مطرح کول.

٢-لارښوونه
يو ښه مدير بايد داسې فکر وکړي چې هم لارښوونکى دى او هم ښوونکى. داسې فکر ونه کړي، يوازې لوبغاړي روزي، بلکې لوبډلې ته هم لارښوونه او هدايت کوي. يو اغېزمن مدير بايد داسې فکر ونه کړي چې لوبغاړي پوهېږي چې څه وکړي او څنګه يې وکړي هغه بايد د يوه ښه لارښوونکي په توګه د لوبغالي له کونجه په خپلو لوبغاړو غږونه وکړي او داسې وخت هم بايد راشي چې کله کوم لوبغاړى يو تکتيک په ښه توګه اجرا نه کړي، نو زړه يې غواړي چې خپله لوبغالي ته داخل شي او خپله لوبه ترسره کړي. يو ښه مدير دې نتيجې ته رسېږي چې برياليتوب د لارښوونې په قدرت کې نغښتى دى. د يوه لارښوونکي موجوديت د مرستندويه سرچينو څخه دى، خو په دې اندازه نه چې د لوبغاړو کړنې تر اغېزې لاندې راولي.

٣- نيوکې او وړانديزونه په ګوته کول

ډېرى مديران تر هغه وخته رسمي غونډې ته سترګې په لار وي، چې تر هغه وروسته په خپلو کارکوونکو منفي نيوکې وکړي. کله چې دا موضوع پېښېږي نو کارکوونکي له ځانه پوښتنه کوي چې ولې مدير دا موضوع ده ته مخکې نه ده په ګوته کړې، ما به کوښښ کړى و چې تغير يې کړم او يا به مې له نورو لارو دغه کار ترسره کړى و. د کار د سرته رسولو په وخت کې د نيوکو او وړانديزونو په ګوته کول د کارکوونکو ترمنځ لکه د لارښوونکي او لوبغاړي اړيکي جوړوي. په دې حالت کې د خبرو اترو احساس، مشري او مرسته رامنځته کېږي.

٤- د کوښښونو ستاينه

کارکوونکي تل دا هيله لري چې د خپلې ادارې له خوا وستايل شي او د دوى هغه کوښښونه چې د ادارې د موخو د ترلاسه کولو لپاره يې کړي دي بې ځايه لاړ نه شي. څېړنې ښيي چې انسانان کوښښ کوي چې د ستاينې وړ وګرځي او هېڅکله له ده او يا دده له کاره څوک ناخوښ نه شي. يو اغېزمن مدير له دې موضوع څخه خبر دى، کوم کارونه يې چې خوښېږي هغه کارکوونکي ترسره کوي او کارکوونکو ته يادونه کوي چې دا د حيرانتيا ځاى نه دى چې له ما وروسته به دا عمل په کارکوونکو کې له ورايه معلومېږي. که چېرته يو کس يوه ورځ اسماني رنګه کميس واغوندي او په ټوليز ډول هغه وستايل شي، نو هغه کس به په بيا بيا هغه کميس واغوندي، نو په دې اساس ويلاى شو چې انساني چال چلند پېچلى نه دى.

٥- ځانګړتياوو ته نه قايل کېدنه

کارکوونکو لپاره اړين دي چې دا احساس وکړي چې موږ ټول د يوه ټيم غړي يو او ټول يو شان امتيازات لرو. يو اغېزمن مدير بايد داسې يو چاپېريال رامنځته کړي چې په هغې کې احترام، اعتماد او انسجام موجود وي. کارکوونکي بايد پنځونو او نوښتونو ته وهڅول شي، ځکه چې په داسې يو چاپېريال کې د کارکوونکو استعدادونه غوړېږي.