481613_490601580993968_416525072_n

د وطني غالیو بازار ولې سوړ دی؟

دوکاندار سر په سر لس پنځلس غالۍ را وغورځولې او پنځه شپږ یې له ګودام نه راوړې، خو لا هم ستومانه نه و. کوښښ مې کاوه، ځان ترې وباسم، خو دومره چالاک و، چې د یوې پرځای یې څلور غالۍ راته هوارولې. زه هم مجبور شوم، چې لږترلږه یوه غالۍ ترې وپېرم.

دا د غالیو او رخت پلورنځیو د دوکاندارانو هنر دی. ځان په عذابوي، لس او ۱۵ تنه رخت او غالۍ درته را غورځوي، خو دې ته دې نه پریږدي، چې له دوکان نه ووځې. که چېرې زموږ له ټولو دوکاندارانو سره دغه هنر او حوصله دواړه موجود وي، کله به یې هم مشتریان بل ځای لاړ نه شي.

په دې ۱۵ غالیو کې، چې څه شي زه خواشینی کړم، هغه د کورنیو وطني غالیو نشتوالی و. په دوکان کې ټولې ترکۍ او ایرانۍ غالۍ دي او افغاني هغه د بیې د لوړوالي له امله څوک نه پېري.

د غالیو صنعتګر وايي، چې د افغانستان د سرې طلا(غالیو) سوداګري له رکود سره مخ شوې، ځکه چارواکي او مسوولې ادارې لازمه توجه ورته نه کوي او څه، چې تولیدیږي، د پاکستان په نامه نورې نړۍ ته صادریږي.

که څه هم دولت په یو شمېر سیمو کې د غالیو صنعتي پارکونه جوړ کړي، خو د عملي کار او اغیز څرکونه یې نه ترسترګو کیږي. صنعتګر د غالیو د ودې لپاره د غالیو د یوه صنعتي بانک او یوې هنري ادارې او مرکز جوړول مهم ګڼي، چې د صنعتي پارکونو په پراختیا سره یې چارې علمي او ملاتړې اقتصادي بڼه ونیسي.
ولې خلک ماشیني غالیو ته لومړیتوب ورکوي؟

د ماشیني غالیو زیات پېر او پلور په دوو څیزونو پورې اړه لري. یو د ماشیني غالیو ارزانه بیه ده او دویم پر وخت له موډ سره سم عمل دی. که چېرې تاسې یوه وطني غالۍ په پنځوس زره افغانۍ پېرﺉ، کال وروسته یې نه شى بدلولای، خو که ۵۰٪ او ګازي هغه اخلى، تاسې ته په شاوخوا اته زره افغانیو تمامیږي او کال وروسته یې بدلولای هم شى.

خو څوک، چې په غالیو پوهیږي او وس یې رسیږي، وطني غالۍ پیري. دا ډول غالۍ له لرې او نږدې دواړو زاویو ښې ښکاري، خو ماشیني غالۍ له لرې رنګ وباسي اما له نږدې راښکونکې نه دي. څومره، چې پر وطني غالیو ډېر وخت تیریږي، یا څومره، چې زړیږي، ښکلې کیږي، خو ماشیني غالۍ ورځ تر بلې خپل رنګ بایلي. لاسي غالۍ په ژمي کې تودې او په اوړي کې سړې وي، خو ماشيني هغه، چې پلاستیکي توکي پکې کاریږي، دغه ځانګړنې نه لري. د لاسي غالیو یوه ښېګړه داده، چې د انسان روغتیا ته زیان نه رسوي، خو د ماشیني او ګازي غالیو زرې د تګ راتګ پرمهال برېښنايي حالت غوره کوي او په هوا کې یې ځوړنده وضع د تنفس پرمهال انسان ته حساسیتونه پیدا کوي.

تاسې که یوه ماشیني غالۍ وپیرﺉ، کال وروسته یې څوک په نیمه بیه هم نه پېري، خو وطني غالۍ کال وروسته تر اصلي بیې په لوړ قیمت پلورل کیږي.

ما شاوخوا څو میاشتې د وطني غالیو په یوه فابریکه کې کار کړی دی. زه په دې ښه پوهیږم، چې د غالیو په هنري ارزښت او بیه کې د غالۍ نقشه، د رنګونو د استعمال څرنګتیا او د رنګونو ترمنځ همغږي، د سپڼسي یا تار جنس او اوبدن مهم ګڼل کیږي او دا ټول په وطني غالیو کې موندل کیږي. په ماشیني غالیو کې یوازې پنځه رنګه کاریږي، خو په وطني دغو کې له دې ډېر.

افغانستان د یوه داسې هېواد په توګه، چې ماشینري په کې لا خپل ځای نه دی نیولی او له سیمه ییز او نړیوال بازار سره په ماشیني غالیو کې د سیالۍ جوګه نه دی، د وطني یا په لاس اوبدل شویو غالیو د صنعت ودې او تقویې ته اړتیا لري. په کور دننه زموږ د غالیو شاوخوا اتیا په سلو کې مصرف ماشیني غالۍ دي، خو صادرات مو ټول وطني غالۍ دي، چې په نړیوال بازار کې خورا ښه نوم لري.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې، د سوداګرۍ وزارت او د صنعتګرو ټولنه باید په کوردننه او بهر دواړو بازارونو کې د وطني غالیو د تولید، خرڅلاو او صادراتو لپاره تبلیغ او منډې ترړې وکړي.