Afghan_students_learn_English

د هیواد پوهنیز نظام دې انتخابي شي

لیکوال: حاجي عابد نورز ی د ایکول پوهنتون ریس او  افغان تاجر
لیکوال: حاجي عابد نورز ی د ایکول پوهنتون ریس او افغان تاجر

لکه څنګه چې ټول پوهېږو چي د افغانستان اقتصاد، تعلیم او امنیت درې سره چې مهم مادي او معنوي ارښتونه دي او د افغانانو په ژوند کې حیاتي رول لري له هر پلوه کمزورې دي .

زه غواړم چي نن د یاران ویب پاڼې له لارې له سیاسته لرې په علم کې خبرې وکړم.

د هر څه وړاندې لومړی د هیواد جنوب غرب حوزې ته ځم؛ ګورم چي په کندهار کي ښوونځۍ سته، خو کله چي ښوونځۍ ته د تفتیش د پاره خلک د زده کونکو په لباس کې لېږم ماته معلومات راځي چي ښوونځۍ د پوره اختلاف سره مخ دي.

د کندهار معارف ته چې خلک د یو بې وزله په جامه کې لېږم ، نو وايي، چي رییس او مامورین د پیسو غوښتنې کوي او د فساد ډک ماموریت روان دی.

د کندهار د ښونځیو ډیرو زده کونکو راته ویلي : چې د دوی ستونزه یوازې دا نه ده چې د پوهني په سیستم کې یو سم او کاري مدیریت او مشرتابه نه شته . بلکې دوی وايي :

موږ د خپل ټولګي ۱۹ مضمونونه تعقیبوو . دا مضامین له یوې خوا موږ ته سم نه تدریس کیږي . له بلې خوا مو ښوونکي هم امتحانونو کې په مادي ارزښتونو ګواښي نو دا ټول ددې سبب شي چې زموږ د نومرو اوسط کمزوري راځي .

د پوهنۍ په برخه کې نړیوال منل شوي اصول سپارښتنه کوي چې هماسې چې یو ښونکی له یو یا دوو څخه ډیر مظامین نه شي تدریسولی ، پر زده کونکو که هم مضامین ګڼ شي له ستونزو سره مخ کیږي او نه یې شي زده کولی .

زموږ زده کوونکي دلته نه سي کولی خپل د ژوندانه موخه په خپله وټاکي؟

له بل اړخه په افغانستان کې د کانکور ازموینې هم شفافې نه وي ، ګڼ زده کونکې د خپلې خوښې پوهنځي ته نه شي تلی ډیر کله دا کانکور د تنظیمونکو خوښه ده چې کوم زده کونکی کوم پوهنځي ته استوي .

احمد بریال د کندهار یو زده کووونکی چی زه یې پېژنم، د نومرو د ۹۹ فیصدۍ سره د کندهار افغان ترک عالي لیسې څخه فارغه سوی خو د پوهنتون او د لوړو زده کړو د وزارت د نه پاملرنې له کبله د خپلې خوښې پوهنځۍ یعني طب ته نه سو کامیابه او د کمپیوټر ساینس څانګي ته یې واستوه.

اوس نو دلته تاسو د یو زده کونکې د خوښې او د لوړو زده کړو د وزارت د خوښې ترمنځ توپیر ته وګورئ . کمپویټر ساینس او طب خپلو کې سره دوه کاملا جلا څانګې دي .

ما په وار وار غوښتنه کړې چې لطفا د هیواد پوهنیز نظام انتخابي کړئ ، نصاب تبدیل کړئ مګر هغه کیسه ده!