_90498185_034197175

د هغه هییت د غړو نومونه اعلان شول چې د کابل د شنبې د ورځې بریدونه څیړي

ولسمشر غني نن د کابل د شنبې د ورځې په لاریون کې د چاودنو په اړه یو څیړونکی هییت ټاکلی دی .

د ارګ څخه یوه خپره شوې خبر پاڼه وايي چې ددې څیړونکي هییت مشري د افغانستان لوی څارنوال محمد فرید حمیدي کوي .
د غړیو لیست د ارګ په خبر پاڼه کې په دې توګه ښودل شوی دی :

• ډاکتر عباس بصیر ، په طبیعي سرچینو او چاپیریال ساتنه کې د ولسمشر لوړپوړی سلاکار
• نصرالله ستانکزی ، د جمهوري ریاست د عدلي او حقوقي چارو د بورډ ریس
• شاګل رضايي د ولسي جرګې غړی
• سترپاسوال عبدالرحمان رحمان د کورنیو چارو وزات امنیتي مرستیال
• ډګر جنرال هلال الدین هلال ، د دفاع وزات د کشف او استخباراتو مرستیال
• سترجنرال مراد علي مراد د دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال
• د اجراییه ریاست د وزیرانو د شورا دارالانشا ریس نصرالله ارسلايي
• عبدالمتین بیګ د ملي امنیت د عمومي ریاست ولایتي مرستیال
• محمد ناطقي ، د اجرایه ریاست استازی
• تورن جنرال جانان بارکزی د چارو د ادارې د دفاع او امنیت ریس
• محمد موسی محمودي ، د بشري حقونو د خپلواک کمیسون استازی
• عباس نویان ، د ولسي جرګې پخوانی غړی

ارګ وايي ، ټاکل شوی هییت به د کابل د شنبې د ورځې د بریدونو پر څرنګوالي هر اړخیزې څیړنې کوي او هر څومره زر چې ممکنه وي ، ولسمشر ته به د څیړنو راپور سپاري .

د شنبې په ورځ په کابل کې د روښنايي د غورځنګ په لاریون کې بریدونو تر اویاوو زیات کسان ووژل او تر ۲۳۰ زیات یې ټپیان کړل .

عام افغانان نه یوازې دا چې د کابل د امنیتي ادارو چارواکي د لاریون کونکو په امنیت ساتنه کې پر پاتې راتلو ملامتوي بلکې له حکومت څخه غواړي چې د لاریون د تنظمونکو سره دې هم حساب کتاب وشي چې د دوی د غوښتنو د منل کیدو او د ملي امنیت د خبرداریو سربیره یې ځوانان د دهمزنګ څلور لارې ته را ایستلي وو .

دا به وروسته څرګنده شي چې څیړونکي هییت په دې برخه کې پړ او نا پړ څنګه معلوموي ، خو تر دې مخکې چې د داسې پېښو په اړه څومره څیړونکي هییتونه ټاکل شوي ، د څیړنو پر نتایجویې کوم اقدام نه دی شوی .