135528295_14690561788171n

د نړۍ مشرتابه د ښځو لاس ته لویږي

که چیرې هیلري کلینټن د امریکا د نومبر د میاشتې د ولسمشر انتخابات وګټي ، نو له دې سره به د نړۍ د پنځو مخکښو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو واکمنې ښځې شي .

دا مهال د نړۍ د دوو ستر اقتصادونو او دوو ډیرو مهمو مالي ادارو مشرانې ښځې دي .

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بانکي مون څوکۍ ته هم په کاندیدانو کې ښځې مخکښې دي او ډیر احتمال شته چې ښايي یوه ښځه به دا ځل پر دې مهمه نړیواله څوکۍ وټاکل شي .

داسې اټکل دی چې په ۲۰۱۸ م کال کې به د ګڼو پیاوړو هیوادونو ولسمشرانۍ او د مهمو نړیوالو ادارو مشرانې ښځې و اوسي . او په دې توګه به د نړۍ مشرتابه تر ډیره د ښځو لاس ته وغورځیږي .

دا چې د ښځو په واکمنۍ کې به اوسنۍ کړکیچنه نړۍ نوره هم کړکیچنه شي او که نه کړکیچونه به په کې کم شي تر اوسه نه ده څرګنده .

راځئ د څو داسې ښځو په اړه به په لنډه توګه ولولو چې دا مهال د نړۍ پر لویو برخو واک چلوي .

انګیلا میرکل

 

انګیلا میرکل د جرمني صدراعظمه
انګیلا میرکل د جرمني صدراعظمه

 

انګیلا میرکل له ۲۰۰۵ کال څخه را په دېخوا د نړۍ د یو ستر اقتصادي ځواک (جرمني) صدراعظمه ده . میرکل په ۱۹۵۴ م کال کې په همبورګ کې زیږیدلې او د برلین په شمال کې په یو واړه ښارګوټي چې هغه مهال د شوروي اتحاد تر اغیز لاندې ختیځ جرمني یادیده را لویه شوې ده .

انګیلا په ۱۹۷۷ میلادي کال کې هغه مهال چې محصله وه له یوریښ میرکل سره واده کړی . دې دواړو د لیپ زیګ پوهنتون کې فزیک لوستی .

میرکل په ۱۹۸۹ م کال کې د برلین د دیوال د نړیدو وروسته سیاست ته داخله شوه او د ختیځ جرمني د نوي ډیموکراټ ګوند سره یې کار پیل کړ . نوموړې دغلته د نوې رامنځ ته شوي حکومت مرستیاله ویانده وه .

وروسته دا ګوند له مسیحي ډیموکراټ ګوند سره یوځای شو. میرکل په دې ګوند کې پر مهمو ګوندي او حکومتي څوکیو له کار کولو وروسته په ۲۰۰۵ م کال کې د لومړي ځل لپاره د جرمني صدراعظمه وټاکل شوه او دوه ځل یې بیا هم انتخابات وګټل چې تر اوسه د جرمني صدراعظمه ده .

تیریسا ماري مې

 

تیریسا مي ، د بریتانیا لومړی وزیره

 

تیریسا مې په دې وروستیو کې د بریتانیا لومړی وزیره ټاکل شوې . تر دې دمخه ددې هیواد د کورنیو چارو یوه بانفوذه او د اوږدې مودې وزیره وه .

دا د مارګریټ ټاچر له صدراعظمۍ را وروسته لومړنی ښځه ده چې په بریتانیا کې د صدراعظمۍ څوکۍ ته رسیږي . نوموړې همدارنګه په بریتانیا کې یوه ډیره ځواکمنه محافظه کاره سیاسي څیره هم ده .

نوموړې په ۱۹۵۶ م کال د اکټوبر په لومړی نیټه زیږدلې . پلار یې د انګلیستان د کلیسا مشر و .

تریسا مې له فیلیپ مې سره په ۱۹۸۰ م کال کې واده کړی او د تریسا د روغیتايي ستونزو له کبله دوی ماشومان نه لري .

ددې په وړاندې ستر کار له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا ایستل دي .
هیلیري کلینټن

هیلري کلینټن ، د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو مخکښه ډیموکراټه کاندیده
هیلري کلینټن ، د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو مخکښه ډیموکراټه کاندیده

 

د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه د نیویارک ټایمز وړاندوینه وايي چې هیلري کلینټن په سلو کې دوه اویا د امریکا د نومبر د میاشتې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ګټلو چانس لري . که نوموړې د امریکا ولسمشره شي دا به نه یوازې د امریکا بلکې د نړۍ په تاریخ کې یوه تاریخي ټاکنه وي .

هغه اوس هم د امریکا په تاریخ کې لومړۍ ښځه ده چې د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره د خپل ګوند له خوا احتمالي کاندیده ده . نوموړې همدارنګه لومړنۍ ښځه ده چې له نیویارک څخه د امریکا کانګرس ته معرفې شوې .

خو تر دې کاندیدۍ پرته هم هیلري کلینټن د نړۍ په سیاستوالو کې یوه مهمه څیره وه ، نوموړې اوږده موده د امریکا د کانګرس غړې پاتې شوې ، د خپل خاوند کلینټن د ولسمشرۍ پر مهال دا امریکا یوه فعاله لومړی میرمنه وه او د ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ په لومړیو څو کلونو کې د امریکا تر ټولو لوړ پوړې ډیپلوماته یعنې د بهرنیو چارو وزیره وه .

ایلین جانسون سرلیف

 

سرلیف له ۲۰۰۶ م کال راهیسې د لایبریا ولسمشره ده .

 

سرلیف له ۲۰۰۶ م کال راهیسې د لایبریا ولسمشره ده . نوموړې په ۱۹۹۳ م کال کې زیږیدلي او په لایبریا کې د ۱۹۸۰ م کال د پوځې کودتا څخه د مخه د څه مودې لپاره ددې هیواد مالیې وزیره وه . نوموړې د نړۍ په مختلفو مالي ادارو کې په لوړو پوسټونو هم کار کړی دی .

نوموړې په ۲۰۱۱ م کال کې د دویم ځل د لایبریا ولسمشره وټاکل شوه او تر اوسه پورې پر دې دندې کار کوي . نوموړې همدارنګه د شرقي افریقايي هیوادونو د اقتصادي کمیټې لومړنۍ ښځینه مشره هم ده .

ایلین جانسون سرلیف په ۲۰۱۱ م کال کې د یمن توکل کارمان سره یو ځای د نوبل د سولې جایزه تر لاسه کړه . نوموړې په ۲۰۱۴ م کال کې د نړۍ له اویا ځواکمنو ښځو ګڼل شوې وه . دې واده کړی او څلور ماشومان لري .

 

ایرینا بوکاوه ، د یونیسکو مشره

 

Irina Bokova
ایرینا بوکاوه ، د یونیسکو مشره

 

ایرینا لومړنۍ ښځه ده چې د ملګرو ملتونو د نړیوالو فرهنګي میراسونو د ادارې مشره ده . نوموړې له ۲۰۰۹ م کال راهیسې پر دې پوسټ کار کوي . نوموړې په هغو اتو کاندیدانو کې هم شامله ده چې ټاکل شوې راتلونکې کال به له دوی څخه یو د ملګرو ملتونو د سرمنشي بانکي مون ځای ونیسي .

نوموړې په پنځو ژبو روانې خبرې کوي او د اروپا د یووالي، جنسي مساوات ، او تعلیم یوه مخکښه فعاله ده . ویل کیږي چې بوکاوه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځای ناستې لپاره ښه چانس لري .

نوموړې د بلغاریا په حکومت کې پر بیلابیلو ډیپلوماټیکو پوسټونو کار کړی او یو مهال ددې هیواد د پارلمان غړې وه .

ډالیا ګری باوسکایتي

 

ډالیا ګری باوسکایتي د لیتوانیا ولسمشره ده
ډالیا ګری باوسکایتي د لیتوانیا ولسمشره ده

 

د لیتوانیا ولسمشر ده او ددې د ځینو ښو او جدي اقداماتو له کبله ورته اوسپنیزه ښځه ویل کیږي . هغه د خپل ستر او پیاوړي ګاونډي روسیې یوه زوړوه منتقده ده او ویلادیمیر پوتین د ستالین او هیټلر سره مقایسه کوي .

لیتوانیا د پخوانۍ شوروي له جمهوریتونو څخه دی . ډالیا ددې هیواد لومړی ښځینه ولسمشره ده . او لومړنۍ ولسمشره ده چې دوه دورې ددې هیواد د مشرتابه په څوکۍ ټاکل کیږ ي.

نوموړې په ۲۰۱۵ م کال کې د نړۍ د ځواکمنو ښځو په لیست کې ۷۲ یم ځای خپل کړی و.

 

شیخ حسینه واجد

 

hasina-l
شیخ حسینه واجدد ۱۶۲ میلونه وګړو ولسمشره ده

 

شیخ حسینه واجد د نړۍ پر اتم ګڼ نفوسه هیواد بنګله دیش واکمني کوي . یعنې د ۱۶۲ میلونه وګړو ولسمشره ده . نوموړې له اوږدې مودې راهیسې د بنګله دیش یوه مخکښه سیاسي څیره ده خو د ۲۰۰۹ م کال راهیسې ددې هیواد د ولسمشرې په توګه واک سنبالوي .

حسینه واجد د شیخ مجیب الرحمن لور ده چې له پاکستان څخه د خپلواکۍ د تر لاسه کولو وروسته د بنګله دیش لومړی ولسمشر و، او په ۱۹۷۵ م کال کې ووژل شو . لور یې حسینه له ۱۹۸۱ م کال راهیسې د واکمن عوامي لیګ ګوند مشره ده .

ددې په واکمنۍ یو د پام وړ ټکی دا دی چې نوموړې وتوانیده یو شمیر هغه کسان اعدام کړي چې د پاکستان د اشغال پر مهال له بنګله دیش سره په خیانت او د پاکستان پر ملاتړ تورن وو .

خپله پر حسینې واجدا هم له واک څخه د ناوړې استفادې په شمول ګڼ نور تورونه شته دی .
اونګ سان سوچي

 

440458-aung-san-suu-kyi-getty-images
اونګ سان سوچي ۱۵ کاله کور نظربنده وه

 

اونګ سان سوچي برما یا میانمار کې ۱۵ کلونو په کور کې نظر بند وه . پوځ ترې غوښتي و چې یا دې کور کې نظر بنده وي او یا دې دا هیواد د تل لپاره پریږدي . خو نوموړې په کور کې نظربندۍ ته ترجیح ورکړه .

هغې د همدې نظر بندۍ پر مهال د نوبل د سولې جایزه تر لاسه کړه او په د ۲۰۱۵ م کال کې یې ګوند په میانمار کې انتخابات وګټل . هغه دا مهال د دولت د اجرایه ریسې په توګه دنده لري چې واکونه یې د صدراعظم سره برابر دي .

د نوموړې پلار په میانمار کې مخکې له دې چې په ۱۹۴۷ م کال کې ووژل شي صدراعظم و.

پر اون سان سوچي پراخ انتقادونه له دې پلوه دي چې ، په میانمار کې د سخت دریځو بودایانو د هغه زورزیاتي په اړه چوپه خوله ده چې دغلته یې د اقلیت روهینګیه مسلمانانو پر ضد ترسره کوي .

 

پارک ګوین های

 

park-geun-hye-20131012-epa-640
د نړۍ د څوارلسم ستر اقتصاد جنوبي کوریا ولسمشره ده

 

د نړۍ د څوارلسم ستر اقتصاد جنوبي کوریا ولسمشره ده . د داسې یو هیواد ولسمشره چې مرکز سویل یې د کیم جانګ یونګ د شمالي کوریا له دیکتاتور یوازې ۱۲۰ میله لرې دی .
کریسټینا لاګارډ

 

620x434 (1)
کریسټینا لاګارډ د پیسو د نړیوال صندوق ریسه ده

 

کریسټینا لاګارډ د پیسو د نړیوال صندوق چې د نړۍ په کچه یو مهم مالي سازمان دی ریسه ده . نوموړې سږ کال د دویمې پنځه کلنې دورې لپاره ددې سازمان مشره وټاکل شوه .

هغه له ۲۰۰۵ م کال څخه تر ۲۰۰۷ م کال پورې د فرانسې د سوداګرۍ وزیره وه .

 

فیډریکا موګیرني

 

15096259903_18b0f2d735_z
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره ده .

 

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ ځوانه مشره ده . نوموړې همدرانګه د اروپايي کمیسون مرستیاله هم ده او د ۲۰۱۴ م کال د نومبر د میاشتې راهیسې پر دې څوکۍ کار کوي .

موګیرني د کمې مودې لپاره مخکې له دې چې اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره شي د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیره وه . هغه د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ یوه مخکښه څیره ګڼل کیږي .

 

میشل بشلیت ( Michelle Bachelet)

 

میشل د چیلي ولسمشره ده

میشل د چیلي ولسمشره ده چې په دې هیواد کې یې د اصلاحاتو لپاره پراخ کار کړی دی . نوموړې په ۲۰۱۴ م کال کې د خپلې ولسمشرۍ په پیل کې ژمنه کړې وه چې واک ته له رسیدو وروسته به په لومړنیو سلو ورځو کې په پنځوسو مواردو کې اصلاحات راولي چې د ډیرو لپاره عملي نه ښکاریدل . خو دا وتوانیده چې د اصلاحات په همدې موده کې په سلو کې دوه نوي عملي کړي .

سږ کال نوموړې ددې د زوی خلاف مالي رسوایۍ یو څه وځپله . ویل کیږي چې زوی یې د خپل مور د اغیز په کارولو له بانک څخه پور اخیستي او همدارنګه له مالیې څخه په تېښته تورن دي .

نوموړې په ۲۰۱۶ م کال کې د نړۍ د ځواکمونو ښځو په لیست کې اتلسم ځای خپل کړی و .

 

بیدیا دیوي بهاندري (Bidya Devi Bhandari )

82257229-2016-06-09
بیدیا په ۲۰۱۵ م کال د نیپال لومړنۍ ښځینه ولسمشر وټاکل شوه .

 

بیدیا په ۲۰۱۵ م کال د نیپال لومړنۍ ښځینه ولسمشر وټاکل شوه . که څه هم دا څوکۍ تر ډیره تشریفاتي ګڼل کیږي خو نوموړې چې د اوږدې مودې سیاستواله ده ددې هیواد د صدراعظم ملاتړ له ځان سره لري او ددې هیواد په پریکړو کې مهم رول لري .
کلینډا ګرابر- کیاتورویڅ (Kalinda Grabar-Kitarović )

 

Daliajpg
کلینډا د کروشیا په تاریخ کې تر ټولو ځوانه ده.

 

کلینډا په ۲۰۰۵ م کال کې د کروشیا په تاریخ تر ټولو ځوانه ولسمشره انتخاب شوه. نوموړې تر دې مخه د کروشیا په حکومت کې په هیواد کې دننه او بهر پر مهمو څوکیو کار کړی و. هغه لومړی د کروشیا د پارلمان غړې او وروسته د بهرنیو چارو وزیره شوه .

نوموړې په عامه ډیپلوماسۍ کې د ناټو د عمومي منشي مرسیتاله هم پاتې شوې ده .
مارګریت چن ( Margaret Chan)

 

130520_WHA_afternoon_029
مارګریټ چن د ملګرو ملتونو د نړیوال رو غتیايي سازمان ریسه ده

 

مارګریټ چن د ملګرو ملتونو د نړیوال رو غتیايي سازمان ریسه ده . نوموړې تیرکال د دویمې دورې لپاره د ملګرو ملتونو د روغتیا د نړیوال سازمان مشره وټاکل شوه .
ایرنا سولبرګ

 

ایرنا سولبرګ د ناروي صدراعظمه ده
ایرنا سولبرګ د ناروي صدراعظمه ده

 

نوموړې د ۲۰۱۳ م کال راهیسې د ناروي صدراعظمه او د ۲۰۰۴ م کال راهیسې ددې هیواد د محافظه کاره ګوند مشره ده . نوموړې تر دې مخکې ددې هیواد د پارلمان د غړې او د سیمه ایز حکومت د وزیرې په توګه دندې ترسره کړي دي .

نوموړې د ناروي په تاریخ کې دویم ښځه ده چې د صدراعظمۍ څوکۍ ته رسیږي .

پر یادو هغو سربیره ګڼې نورې ښځې هم شته چې د نړۍ د سترو دولتونو او نړیوالو لویو ادارو مهمې چارې سنبالوي .