leading-firm-bans-trump-products-in-arab-countries-90634-thumbs_b_c_4cd2ba5eaaf8f60eea913fcaf88535be

د نړۍ د هیوادونو په اړه د ټرمپ څو جنجال پارونکي دریځونه

دا مهال چې په نړۍ کې څومره کړکیچونه ، شخړې او ناندرې روانې دي ، په یو لوري کې یې امریکا د نړۍ د یو ځواکمن هیواد په توګه ښکیل ده . ګڼ خلک په منځني ختیځ او د نړۍ په نورو برخو کې د امریکا پالیسۍ د کړکیچونو د زیاتیدو او یا کمیدو سبب بولي .

له همدې کبله د افغانستان په شمول د نړۍ د ګڼو هیوادونو لپاره د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتایج مهم ګڼل کیږي .

ددې اټکل ګران دی چې په امریکا کې ولسمشرۍ ته د ډونالډ ټرمپ په څیر د یو جنجال پارونکي کس رسیدل به د افغانستان په شمول هغو هیوادونه ته له ځان سره څه ولري چېرې چې شخړې دي او امریکا په کې ښکیل ده . خو یو شی روښانه دی او هغه دا چې د نړۍ سره د امریکا د اړیکو په اړه ډونالډ ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال حیرانونکي او جنجال پارونکي څرګندونې کړي دي . دلته یې د ځینو هیوادونو په اړه ځینې څرګندونې چې د ډونالډ ټرمپ دریځ ګڼل کیږي را اخلو .

افغانستان

د امریکا د ولسمشرۍ په دې انتخاباتو کې د افغانستان په اړه بحثونه کم او یا هیڅ نه و . ډونالډ ټرمپ هم د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال د افغانستان په اړه خپله پالیسي ډیره نه ده روښانه کړې خو څو ځل یې ویلي چې په افغانستان کې به سرتیري ځکه وساتي چې افغانستان د پاکستان ګاونډي دی او پاکستان اتومي وسله لري چې خطرناکه ده . نوموړې همدارنګه د افغانستان د ستونزې اصلي سبب هم پاکستان بللی دی .

پاکستان

ټرمپ وخت په وخت پاکستان د ترهګرو د پټنځای په توګه یاد کړی او ددې هیواد د اټومي وسلو په اړه یې هم خپله اندېښنه نه ده پټه کړې . نوموړې څه موده مخې په یوه مرکه کې وویل ، د پاکستان د اتومي وسلې د خطر د مخنیوي لپاره باید هندوستان ښکیل شي . د ټرمپ په وینا هندوستان خپله اتومي وسلې لري ، پیاوړي پوځ لري او کولی شي پاکستان وڅاري .

ټرمپ په دې مرکه چې له یو امریکايي تلویزون سره وه وویل ، که زه ولسمشر شم په دې اړه به ډیر زر کارشروع کړم . نوموړې په تینګار وویل: ” پاکستان جدي ستونزه ده . دوی اتومي وسلې لري چې کار کوي . او زه فکر کوم چې موږ باید په دې اړه له هند سره جوړجاړې وکړو چې پاکستان وڅاري .“

ټرمپ همدارنګه ویلي و چې که ولسمشر شي ، شکیل افریدي به د پاکستاني چارواکو له قیده ډیر زر راخوشې کړي ځکه دده په وینا نوموړې د امریکا سره د اسامه بن لادن په موندلو کې مرسته کړې .

د ټرمپ په دې څرګندونو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نثار چوهدري عکس العمل ښودلی و او ویلې وو پاکستان د امریکا مستعمره نه ده .

هندوستان

ټرمپ په دې وروستیو کې په امریکا کې د میشتو یو شمیر هندوستانیانو په غونډه کې وویل ، زه د هندوستان ډیر ډیر مینوال یم . که زه انتخاب شم هندوستانیان به په سپینه ماڼۍ کې یو ریښتیني دوست ولري او زه ددې تضمین کوم .

هغه ټینګار وکړ چې دده تر مشرۍ لاندې د امریکا حکومت به د هند سره ډیره ښه دوستي وپالي . ټرمپ وویل له هندوستان سره به اوږه په اوږه په هغه مبارزه کې ودیریږي چې د سخت دریځو اسلامپالو پر ضد یې کوي او استخباراتي معلومات به ورسره شریک کړي .
ایران

ډونالډ ټرمپ ایران یو خطرناک هیواد ګڼي . نوموړې ژمنه کړې وه چې که ولسمشر شي له ایران سره ددې هیواد د اټومي پروګرام په اړه شوی نړیوال تړون به لغوه کړي او پر دې هیواد به بیرته بندیزونه ولګوي ، په ځواب کې یې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي ویلي، که ټرمپ دا موافقتنامه لغوه کړي دا به ډیر په خوښۍ اور ور واچوي .

ایران تیرکال د نړۍ د شپږو پیاوړ هیوادونو سره د خپل اتومي پروګرام د محدودولو موافقه وکړه چې په بدل کې یې له دې هیواد څخه نړیوال بندیزونه لرې شول .

اسلامي هیوادونه

ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین پر مهال ویلي و چې که ولسمشر شي امریکا ته به د یو څه وخت لپاره د مسلمانانو پر ورتلو بشپړ بندیز ولګوي . وروسته یې بیا دا خبره یو څه رانرمه کړه او ویې ویل له هغو هیوادونو څخه به د مسلمانانو په ورتلو محدودیتونه وضعه کړي چېرې چې تروریستي بریدونه او فعالیتونه کیږي .

د خلیج عربي هیوادونه

ټرمپ ویلي د خلیج عربي هیوادونه باید د هغه خوندیتوب او دفاع په بدل کې امریکا ته پیسې ورکړي چې امریکا ورته برابر کړی . نوموړې همدارنګه څو ځل د سعودي عربستان او نوروعربي هیوادونو پر مشرانو توندې نیوکې کړي . هغه په دې وروستیو کې وویل، د خلیج د عربي هیوادونه مشران یوازې د تیلو پیسې لري نور هیڅ نه لري او موږ ورته په اسانۍ رسیدی شو .

اسرایل او فلسطین

ټرمپ بیت المقدس د اسرایلو پایتخت بولي او ژمنه یې کړې چې د ولسمشرۍ پر مهال به یې اسرایلو کې د امریکا سفارت له تل ابیب څخه بیت المقدس ته انتقال شي . دا په بیت المقدس او لویدیځه غاړه کې د فلسطینانو د اشغال شویو سیمو د بیرته خوشې کولو څخه انکار ګڼل کیږي .

مکسیکو

د امریکا د ګاونډي هیواد مکسیکو په اړه ډونالډ ټرمپ تر ټولو توندې خبرې کړي. هغه مکسیکويي کډوال جنایتکار او پر ښځو تیري کونکي بللي دي او ویلي یې دي که ولسمشر شي له مکسیکو سره پر پوله به یو دنګ دیوال جوړوي چې لګښت به یې هم مکسیکو ورکوي .

مکسیکويي څیړونکي الي جاندرو هاپ اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي ، د ټرمپ انتخابیدل د مکسیکو لپاره بیړني وضیعت دي چې دا هیواد ورسره په څو لسیزو کې مخ شوی .

اروپايي ټولنه او ناټو

د ناټو د تړون په اړه ټرمپ ویلي چې دا تړون کار نه کوي او په کې غړي هیوادونه خپل ونډه سمه نه پرې کوي . نوموړې ویلي اروپايي هیوادونه باید د خپلې دفاع لپاره خپله لګښت وکړي او امریکا له روسیې څخه د دوی د ساتلو مفت مسولیت نه لري .

په اروپا کې د ناټو متحدان اوس په دې انتظار دي چې وګورې ایا ټرمپ هغه څه عملي کوي چې ویل یې امریکا به د اروپايي هیوادونو د دفاع په برخه کې پر دې غور وکړي چې ایا دا هیوادونه ددې دفاع لپاره په ناټو کې پوره ونډه پرې کوي کنه .
د جرمني د دفاع وزیرې اورسلا وندیر لیین د ټرمپ انتخاب یو لوی ټکان بللی چې ددې په وینا خپله د واشینګټن د ادارې پر ضد رای ورکول و .

a4b91d53580f496eaeda874930feaf53_18

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.