bill-gates

د نړۍ دويم شتمن کس د ورځې ١٤ ساعته کار کوي

 

د نړۍ دويم نمبر بډاى د سافټ ويير مشر او بنسټ اېښوودنکى بېلګټس دى. ګېټس د ۱۹۵۵ کال زېږديز کال د اکتوبر په ۲۸ نیټه زیږدلی دی.

نومړى له ۲۰۰۸ کال پرته د ۱۹۹۵ او ۲۰۰۹ کلونو تر منځ د نړی تر ټولو شتمن کس و.

په ۲۰۱۱ کال کې په امریکا کې لومړی او په نړۍ کی دويم بډای کس وو.

کېټس په ١٩ کلنۍ د سافټ وييرو د شرکت د جوړولو لپاره پوهنتون پرېښود.

د نړۍ د ميلياردرو د هغه لېست له مخې چې د فوربس په وېپاڼه کې خپور شوى، د بېلګتس ثبت شوې پانګه ٦١ ميليارډه ډالره ښوودل شوې ده.

دغه اندازه پيسې د نومړي ټوله پانګه نه ده، ځکه شمېرې ښيي چې د هغه پانګه په هر شېبه کې توپير کوي.

خو له دومره پانګې سره سره بېلګټس لا هم په عادي ورځو له ١٢ تر ١٤ ساعته کار کوي.

ګېټس وايي د روخصتۍ په ورځو کې هم ٨ ساعته کار کوي.

دګېټس په باور ٢١ پېړۍ د فکر د تېزوالي پېړۍ ده. دى وايي په دې پېړۍ کې هغه کسان د برياليتوب چانس لري چې د تېز فکر او هوښ څښتنان دي.

بېل ګېټس چې په نړيواله کچه ښه مدير ګڼل کېږي، د بنسټونو لپاره د مديرانو د ادلون بدلون مخالف دى. د ده په باور د مديرانو بدلون دکمپنيو لپاره له ګواښ ډک وي.

خو دى د خپلې کمپنۍ مايکروفاسټ په اړه وايي هڅه يې کړې داسې يو سيستم رامنځته کړي چې فرد محوري نه وي، څو د کسانو بدلون يې د کمپنۍ چارې اغېزمنې نه کړي.

کېټس وايي د کار وخت يې په دريو برخو ويشلى او لويه برخ يې د توليد له ډلو سره تېروي.

سره له دې چې دى د مايکروسافټ کمپنۍ مشر دى، خو د خپل کاري وخت له دريو دوې برخې د توليد له ډلو او يوه برخه له مشتريانو او قرارداديانو سره د راکړې ورکړې په خبرو تېروي.

ويل کېږي ګېټس د برياليتوب د شعار د زمزمې مخالف دى. دى وايي هېڅ وخت خپل کارکوونکو ته د برياليتوب په اړه څه نه وايي، بلکې تل پر هغو ستونزو ورسره خبرې کوي چې دوى ورسره مخ دي. د ده په باور د کمپنيو د بريا راز په مناسب وخت د سمو بدلونونو را وستل دي.

د ګېټس او مايکروسافټ لويه هيله داده چې د نړۍ په هر ګوټ کې د هر مېز پر سر يو ښکلى کمپيوټر اېښى وى. دى وايي پوهېږي چې دا ستونزمن کړى دى، خو ورته خشبين دى.