item_item7

د نړۍ تر ټولو ستر انلاین کتابتون امازون څنګه رامنځ ته شو

د فوربس د تازه شمېرو له مخې چې تېره اونۍ خپرې شوې بزوس ده ۶۴ ملیاردو ډالرو په لرلو د نړۍ پنځم او د امریکا دریم لوی شتمن دي .

نوموړى د امازون آنلاين کتاب پلورنځى لري چې اوس يې ډېره وده کړې ده او د نړۍ ټولو برخو ته کتابونه استوي.

امازون د نړۍ په تر ټولو سترو کتاب پلورنځيو کې راځي.

جف بزوس د ١٩٦٤کال د جون په ١٢ د امريکا د نيو مکزيکو په ايالت کې زيږيدلى، پلار او مور يې تر يوه کال ډېره سره ونه اوسېدل.

جف چې پنځه کلن شو، مور يې له دې وېرې چې بې کوره پاتې نه شي له يوه کوريايي ځوان سره چې امريکا ته د زده کړو لپاره تللى و واده وکړ.

جف له وړوکيتوبه کنجکاو هلک و. له علمي موضوعاتو سره يې مينه درلوده او په دې برخه کې يې هڅه کوله ځان ډېر پوه کړي. هغه ډېر کوچنى و، چې د کور د ګاراژ په يوه څنډه کې يې د تجربو يوه ووړ لابراتوار جوړ کړ. هماغه وخت و چې د جف په ذهن کې د ستر سړي د جوړېدو هيلې څپې ووهلې.

وروسته د جف کور ميامي ايالت ته ولاړ. جف هلته په پوهنتون کې د فزيک په زده کړو پيل وکړ، خو ژر د خپلې خوښۍ څانګې کمپيوټري علومو او د بريښنا انجنيرۍ څانګې ته داخل شو او وروسته يې ترې لسانس واخيست.

جف تر فراغت وروسته په څو کمپنيو کې کار کړى، لومړى د فيتل کمپنى ته ولاړ، وروسته يې د Shawکمپيوټري کمپنۍ کې کار پيل کړ، خو دې کارونو جف ته خوند نه ورکاوه ځکه هغه له کوچنيوالي ځان سره لوى فکر درلود او له کمپنيو سره په کار کول يې زړه اوبه نه څښلې.

همدا لوى فکر يې د دې لامل شو چې د هغه پام د انټرنيټ مخ پر ودې شبکې ته واوړي، هغه په حيرانتيا وليدل چې انټرنيټ په ١٩٩٤کې د مخکې کال په پرتله ٢٣ ځله وده کړې، همدا وو چې هغه د انټرنيټي پلور د يوه پلورنځي رسمي جواز واخيست، لومړۍ يې د ټولو هغو کمپنيو په اړه څيړنه ترسره کړه چې د پوست او نورو وسايلو له لارې مالونه نور ځايونو ته ليږدوي. جف په دې ډول په دې برخه کې د شلو نوموتو کمپنيو لست تيار کړ، خو جف وليد چې کوم مالونه هغه غواړي خرڅ کړي دا شرکتونو يې تيار تجارت پيل کړى، نو په دې فکر شو چې کوم بل داسې برخه پيدا کړي چې د نورو پام ورته نه شته؟

هغه معلومه کړه چې يوازې کتابونه دي چې د پوست او نورو لارو لرې پرتو سيمو ته نه ليږل کيږي، هغه ژر د ټولو کتابونو د نومونو لسېت جوړ کړ او دا لېست يې بېلابېلو ځايونو ته وليږه. د چا به چې کوم کتاب په کار وو، سپارښت به يې ورته وکړ او ترې را وبه يې غوښت.

اوس د جف تجربې ته غوږ شئ چې څه وايي: دا کار لومړى ځل و چې ما ترسره کاوه، ډېر غټ زړه يې غوښت، ځکه هېچا تر دې دمه داسې کار نه وو شروع کړى، د خلکو په ذهن کې هم نه ګرځېدل چې آنلاين به کتابونه خرڅ شي او له دې مخکې انټرنېټ خلکو د تفريحي څيزونو په توګه کاراوه، هېچا داسې فکر نه کاوه چې آنلاين پلورنځى دې هم شتون و لري.

لومړى خپل ريس ته ولاړم و مې ويل کار پريږدم او غواړم داسې آنلاين پلورنځى جوړ کړم هغه منع کړم او ويې ويل ګوره بيا به پښيمانه شې، ما ورته ورته وويل: ((دا چې ټول عمر له دې امله افسوس وکړم چې ولې مې شروع نه کړ ښه داده چې شکست پکې و خورم))

بالاخره مې يو ستر خطر په ځان و مانه، خو تل په ځان له دې امله وياړېدم چې دومره لوى خطر ته مې غاړه ايښې چې هېڅ امريکايى ور ته حاضر نه دى.

همدا وچې د ١٩٩٥ د جولاى په ١٦ نېټه مو امازون رسما تآسيس کړ، کرار کرار يې مشتريان زيات شول، په ټولې نړۍ خصوصا په ټوله امريکا کې يې محبوبيت پيدا کړ تر دې چې زه يې ميلياردرۍ ته ورسولم.