134307_465497036837756_1360743017_o

د نړيوالې سوداګرۍ ډولونه

لیکوال :  محمد داود نيازی 

د نړيوالې سوداګرۍ د رامنځته کېدو اصلي عامل د انسانانو اړتياوې دي. که د انسانانو اړتياوې نه وى، نړيواله سوداګري هم نه رامنځته کېده. دا چې نړيواله سوداګري د انسانانو اړتياوې څنګه پوره کوي د يو شمېر وسايلو نه شتون په هيوادنو کې. د بېلګې په توګه افغانستان ډېره ښه وچه ميوه لري. هغه هيودوانه چې وچه ميوه نه لري له افغانسانه يې واردوي تر څو د خپلو خلکو اړتياوې پوره کړي.همدارنګه ځينې هېوادونه په ځانګړو توکو کې طبيعي انحصار لري، لکه د عربو هيوادونونه چې نفتي مواد لري د نړۍ نور هېوادونه مجبور دي تر څو له عربي هېوادونو نفت تر لاسه او خپلې اړتياوې په پوره کړي.

همدرانګه په نړۍ کې ځينې هېوادونه کرنيز وي، ځينې کانونه لري او ځينو نور بيا ډېر ښه موقعيتونه لري چې د نړۍ له هېوادونوسره اړيکې ونيسي او د خپلو خلکو اړتياوې پوره کړي.

له بلې خوا په نړۍ که داسې توکي هم شته چې يو هېواد کولای شي په ډېر مناسب قيمت يې توليد کړي. نسبت نورو هېوادونو ته هغه هېوادونو نه چې دغه توکي نسبت دې هيواد ته په لوړ قيمت توليدوي، خپله توليد نه کوي له بل هېواد څخه يې واردوي چې نړيواله سوداګري په همدې شکل رامنځته کيږي.

نړيواله سوداګري د هېوادو ترمنځ په دوه ډوله ترسره کيږي :

١- صادرات: له صادراتي سوداګرۍ څخه موخه هغه سوداګري ده چې يو هېواد خپل توليدات بل هېواد ته د پلور لپاره ليږدوي. صادراتي سوداګري په لاندې ډول تر سره کيږي.

صنعت کار: صنعت کار ځينې وختونه په خپله خپل توکي صادوري کله چې صنعت کار د مقابل هيواد د سوداګر له لوري د پيرودلو غوښتنليک تر لاسه کړي له هغې وروسته توکي نوموړي سوداګر ته استوي. اوسمهال په نړۍ کې لويې لويې صنعتي فابريکې صادراتي څانګې لري چې د خبرتياو، سفري استازو او نورو لارو په وسيله په بهرنيو هېوادونو کې مشتريان پيدا کوي.

صادراتي سوداګر: بهرنۍ سوداګرۍ په ډېرۍ وختونو کې د صادراتي سوداګرو په وسيله تر سره کيږي. صادراتي سوداګر په هېواد کې له صنعت کارانو توکي پيري او بيا يې په بهرنيوهېوادونو کې د استازو په وسيله پلوري.

د ليږد استازي: د ليږد استازي د بهرني سوداګر په لارښوونه کار کوي.د ليږد استازي د پېر او پلورکار سرته نه رسوي، بلکې د توکو د ليږد چوپړتياوې تر سره کوي چې په مقابل کې بدله اخلي.

د واردونکو دفتر:

ځينې وختونه وارداتي سوداګر په صادراتي هېواد کې خپل دفتر پرانيزي چې د دفتر کارکوونکي د خپل امر په لارښوونه توکي پيري او واردونکي سوداګر ته يې استوي.

٢- واردات: وارداتي سوداګري هغې سوداګرۍ ته ويل کيږي چې يو هېواد له نورو هېوادنو توکي پيري او په لاندې ډول تر سره کيږي:

ټول پلوری سوداګر:

ټول پلوری سوداګر توکي مستقيما له بهرني هېواد څخه واردولای شي چې دا طريقه د صادرونکي او واردونکي تر منځ د ليک په وسيله صورت نيسي.

د پيرودلو بهرنى دفتر: ډيرى وختونه واردونکي سوداګر په صادرونکي هېواد کې دفتر پرانيزي چې د هماغه دفتر له لارې توکي واردوي.