په کوټ کې د داعش ډلې محکمه
په کوټ کې د داعش ډلې محکمه

د ننګرهار چارواکي : پنځو ورځو کې پنځه سوه داعش وسلوال وژل شوي

په ننګرهار کې چارواکي وايي، د کوټ او اچین په ولسوالیو کې د ځانګړو افغان ځواکونو په وروستیو عملیاتو کې ۵۰۰ د داعش وسلوال وژل شوي دي .

دا عملیاتو له تیرو پنځو وروځو راهیسې په کوټ کې پیل شوي .

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاني وویل، دا کسان په کوټ ، اچین او ځینو نورو هغو سیمو کې د وروستیو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي چې د داعش ډله په کې حضور لري .

نوموړې همدارنګه ویلي چې داعش ته په ورستۍ اوښتې مرګ ژوبله کې ددې ډلې مهم مشران، د محاکمو قاضیانو او نورو شامل دي .

خوګیاڼي وویل ، په دې عملیاتو کې څو افغان سرتیري ټپیان شوي دي .

د کوټ په سرای بازار کې د اسلامي دولت د وسلوالې ډلې محکمه چې پر خلکو یې په کې حکمونه صادرول
د کوټ په سرای بازار کې د اسلامي دولت د وسلوالې ډلې محکمه چې پر خلکو یې په کې حکمونه صادرول

د ننګرهار د والي په وینا د کوټ ولسوالي دا مهال په بشپړه توګه د داعش د وسلوالو له واکه وتلې او یوازې یو کلی د داعش په واک کې پاتې چې د نیولو او تصفیې لپاره یې دا مهال عملیات روان دي .

نوموړې وویل ډیر زر به کوټ له داعش څخه پاکه ولسوالي اعلان شي .

د ننګرهار چارواکي وايي، په اچین کې د داعش د وسلوالو پر ضد عملیات دوام لري .

د ملي اردو یو لوړ پوړي چارواکي یاران ته ویلي ، په اچین کې داعش وسلوالو په غرنیو سیمو کې مورچلې نیولې او ښايي نیول یې وخت او زغم وغواړي . خو دې چارواکي چې دا ځل به په ننګرهار کې دا عملیات تر هغې دوام وکړي چې د داعش تر ولکې لاندې ټولې سیمې ددې وسلوالې ډلې پاکې شي .

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ویلي ، امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د جګړې له سیمې څخه د داعش د تېښتې لارې وتړي .

د ښاغلي خوګیاڼي په وینا ، افغان حکومت تر وسلوالو عملیاتو وروسته په هغو سیمو کې دثبات د ټینګښت په نوم ملکي پروګرامونه عملي کوي چې د داعش له وسلوالو نیول کیږي څو دا سیمې بیا د وسلوالو ډلو لاس ته ونه غورځي .

په ننګرهار کې د داعش پر ضد پوځي عملیات وروسته له هغې زور اخلي چې دې ډلې په دې وروستیو کې په کابل د خونړیو بریدونو مسولیت پر غاړه واخیست او تر دې مخکې یې دغلته په کوټ کې د ولسي خلکو پر کورونو یرغل وروړ او یو شمیر کسان یې ووژل او کورونه یې وسوزول .

 

««««««

دلاندې تڼۍ په کلیک کولو دا راپور له نورو سره شریک کړئ