14700998_1312336445445403_4903316495377980876_o

د ننګرهار د نوي والي لومړیتوب – نعمان دوست

د شنبې ورځ ښاغلی ګلاب منګل د ننګرهار د والي په صفت د ولایت مقام ته را ننوت. دا تر ګل اغا شېرزي وروسته چې اوږد ولایت یې وکړ، درېیم والي دی.

ننګرهار ناامنه دی، خو د عاید غوره سرچینې هم لري. دلته کانونه دي، د تورخم بندر دی او د غصب له‌پاره پرېمانه بې‌صاحبه ځکمې دي، بې‌صاحبه ځکه ورته وایم چې له کلونو راهیسې په رڼا ورځ لوټل کېږي، ماڼۍ پکې جوړېږي، مارکېټونه پکې جوړېږي، په نورو خلکو پلورل کېږي، خو د پوښتنې یې څوک نه‌شته.

تېرو بېلابېلو والیانو له ننګرهار سره د خدای پاماني پر مهال یوه ګډه خبره درلوده او هغه دا وه چې څوک یې کار ته نه پرېږدي. ممکن دا خبره یې تر ډېره پر خپله ناغېړي او بې‌کفایتي یا د شخصي ګټو د پاللو په تورو داغونو د پردې غوړولو هڅه وه، خو له یوې مخې د «څوک» شتون هم نه‌شو ردولای.

دلته څوک شته او دا څوک دومره زورور دي چې په هره برخه کې مداخله کوي، خو بدبختانه چې دا مداخلې د ولس او ولایت د خیر په اساس نه دي، د دې فقیر او وږي ولس په منځ کې خپلې شخصي ګټي پالي او په دې پالنه کې یې دومره څه تر لاسه کړي چې ممکن د راتلونکیو نسلونو نسلونو هوسا ژوند ته کفایت وکړي.

دغه «څوک» به نوي والي ته هم د نورو تېرو په څېر چلنجونه خلق کړي او ممکن که کله دی هم استعفا کوي او یا عزل کېږي، شاید د تېرو والیانو په څېر همدا بې‌خونده خبره وکړي او د سټیج له سره ووايي؛ «چې دلته څوک وو چې زه یې کار ته پرې‌نه‌ښودم.» خو دا وینا به څه وګټه وکړي؟ د نورو والیانو دغې تکراري او بې‌خونده وینا کومه ګټه وکړه؟

دا وینا مضره ده. ولس ته مضره ده او ولایت ته مضره ده، ځکه دا وینا داسې مهال کېږي چې کاري فرصتونه له لاسه وتلي وي. وخت تېر شوی وي او دومره وخت تېر شوی وي چې که دې خبرې ته د انتظار په ځای پکې کار شوی وای او خدمت شوی وای شاید د دغه ولایت یا لږ تر لږه د دغه ولایت د مرکز کوچني جلال‌اباد ښار رنګ یې بدل کړی وای.

ښاغلي ګلاب منګل ولایتونه تجربه کړي او وزارت یې هم تجربه کړ. له ده څخه خلک د ډېر کار او ډېر جدیت توقع لري. دا یوازې والي نه دی، له نوم سره یې د ولسمشر د سلاکار مختاړی هم کنجوغه دی؛ نو چې یو څوک هم والي وي او هم د هېواد د لومړي شخص سلاکار او بیا یې هم «یو څوک» کار ته نه پرېږدي، دا «څوک» به د کوم اټومي ځواک څښتن وي؟ او که به والي ظاهرااً روغ او باطناً فلج وي؟

دولتي منصبونه امانت دي، که په ښه توګه و نه ساتل شي، خپل مسوولیتونه ادا نه‌شي؛ نو خیانت دی او خیانت کول هغه هم د یوه ولایت او د ګڼو ولسونو په مقابل کې، یو ستر جنایت دی.

والي صاحب ته به د خپلو تېرو ماموریتونو نیمګړتیاوې هم په زړه وي او ممکن له ځان سره یې ویلي وي چې که بیا فرصت پیدا کړم، جبران به یې کړم. دا دی فرصت یې پیدا کړ او که په دې فرصت کې یې جبران نه کړې، یو بل قیمتي فرصت به له لاسه ورکړي او ممکن بیا هیڅ د جبران چانس و نه مومي.

دلته له والیانو او نورو ټولو مسوولانو څوک د فوق العاده کارونو تمه نه کوي، دا قانع ولس دی؛ نو چې څوک یوازې خپل مسوولیتونه هم نه‌شي ادا کولای او یا یې نه ادا کوي، د شرم ځای دی.

والي باید تر هر څه مخکې هغه کړۍ ماته کړي او لاسونه یې لنډ کړي چې دی یې په اینده کې ممکن د نورو تېرو والیانو په څېر د خپل ضعف او ناکامي لامل وګڼي.

دغه «څوک» باید خلکو ته رسوا شي او خلک پوه کړای شي چې «څوک» یې په حق کې ظلم او زیاتی کوي او «څوک» یې هغه فرصتونه تروړي چې د دوی د بهبود له‌پاره ځانګړي وي.
دا لیکنه لومړی سرخط ورځپاڼې خپره کړې