160723123500_kabul_blast__640x360_arman_nocredit

د ننني لاريون د څلورو سرلارو د نيولو امر وشو

 

سرخط ورځپاڼه وایي يوې باورې سرچينې ورته ويلي دي چې ولسمشر د ننني لاريون د څلورو سرلارو د ژر تر ژره نیولو امر کړی دی.

دغه څلور تنه احمد بهزاد، داوود ناجي، ريحانه ازاد او عبدالرحمان رحماني دي.

په دې سربېره، امر شوی دی چې که د شپې تر دوولسو بجو پورې مظاهره‌چيانو دهمزنګ خالي نه کړ، په زور دې وشړل شي.

 حکومت له مخه خبرداری ورکړی چې که په داسې مظاهرو کې ناوړه پېښې رامنځ ته شي مسول به یې د احمد بهزاد په شمول څو تنه وي .

حکومت له مخه خبرداری ورکړی چې که په داسې مظاهرو کې ناوړه پېښې رامنځ ته شي مسول به یې د احمد بهزاد په شمول څو تنه وي .

سرخط ورځپاڼه زیاتوي ولسمشر د لسو ورځو له‌پاره په ټول هېواد کې پر لاريون کولو بنديز لګولی او امر يې کړی دی، که څوک په لاريون راووتل، زندان ته دې واچول شي.

ویل کیږي چې داود ناجي او احمد بهزاد ننی لاریون پر هغه سربیره را غوښتي و چې تیره شپه حکومت د روښنایي د غورځنګ یوه طرحه تر ډیره تایید کړې وه او دواړه لوري سره یو جوړجاړي ته رسیدلي وو.