په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نیکلسن
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نیکلسن

د ناټو قومندان وايې د دوی نوی رول افغانستان کې لوبه بدلوي

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نیکلسن وايي، د ولسمشر بارک اوباما دا پریکړه چې په افغانستان کې یې امریکايي ځواکونو ته د طالبانو خلاف د جدي اقداماتو واک ورکړ په دې هیواد کې د جګړې لوری بدلولی شي .

د محدودو مواردو پرته پر طالبانو د امریکايي ځواکونو له خوا د بریدونو د نه ترسره کیدو پریکړه په ۲۰۱۵ کال کې شوې وه . خو تیره میاشت ولسمشر بارک اوباما خپل دریځ بدل کړ او اوس امریکايي ځواکونه کولی شي چې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره د هوايي بریدونو په شمول پراخ اقدامات وکړي .

په کابل کې جنرال جان نیکلسن د اسوشیتید پریس خبري اژانس ته د یوې مرکې په ترڅ کې ویلي ، له دې سره افغان ځواکونه کولی شي چې اوس په تهاجمي وضیعت کې و اوسي او له دفاعي هغه راووځي . نوموړې ویلي :

” دا وړتیا چې د افغان ځواکونو سره په هغه وخت کې مرسته وکړو چې دوی په تهاجمي حالت کې وي هغه څه دي چې موږ یې غواړو ترسره کړو . ځکه کله چې ابتکار د دوی لاس کې وي ، دوی په یرغلیز وضیعت کې وي او کله چې د دوی د دښمن خلاف تهاجمي جګړه کوي ، نو دا هماغه څه دي چې دوی بریالي کولی شي . “

افغانستان کې ترکي سرتیري او کودتا

جنرال نیکلسن همدارنګه ویلي چې په ترکیه کې چې د امریکا نژدې متحد دی ، د کودتا هڅه په افغانستان کې د امریکا پر پوځي ماموریت کوم اغیز نه لري .

نوموړې په دې مرکه کې ویلي ، په هغو نړیوالو ځواکونو کې چې دا یې په افغانستان کې قومنده پر غاړه لري د ترکیې پنځه سوه سرتیري هم شامل دي . خو نوموړی وايي : په افغانستان کې د ترکیې د لوړ پوړو پوځي قومندانانو له هغه مسلکي چلن څخه ډیره خوشاله دی چې د کودتا د مشرانو په وړاندې یې د خپل حکومت ملاتړ کړی .

جنرال نیکلسن زیاته کړې ، فکرکوي چې د ترکیې حکومت به بیرته ثبات ته راوګرځي.

امریکايي سرتیري پاتې کیږي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۱۴ م کال کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو محاربوي ماموریت پای ته ورسوه . او هغه مهال یې پریکړه کړې وه چې د ۲۰۱۶ م کال تر پای پورې به یوه ډیره برخه پاتې امریکايي سرتیري هم له افغانستان څخه وباسي . خو په دې وروستیو کې یې دریځ بدل کړ او ویې ویل چې تر راتلونکې جنوري میاشتې پورې به چې د اوباما ولسمشرۍ دوره پای ته رسیږي په افغانستان کې ۸۴۰۰ امریکايي سرتیري وساتي . دا مهال په افغانستان کې ۹۸۰۰ امریکايي سرتیري دیره دي .

په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو امریکايي قومندان جنرال نیکلسن ویلي ، تمه لري چې په راتلونکو اونیو کې به د افغان ځواکونو د تهاجمي عملیاتو په ملاتړ کې د خپل نوې واک څخه پراخه ګټه واخلي . د هغه په وینا افغان ځواکونو هم په دې میاشت کې خپله پاملرنه په ختیځ کې د طالبانو پر ضد عملیاتو ته زیاته کړې .

دې امریکايي جنرال ویلي ، په دې کې به نه یوازې د امریکا د هوايي ځواک کارول وي بلکې د امریکا څارګرې او اکمالاتې الوتکې به هم د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره خپلې الوتنې زیاتې کړي .

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د نورو امریکايي چارواکو له خولې ویلي چې امریکايي پوځیان به په افغانستان کې د مځکې له لارې د هوايي کنټرول په زیاتولو هڅه وکړي چې له هوايي ځواک سره د طالبانو د اهدافو په نښه کولو کې مرسته وکړي .

د جنرال نیکلسن په وینا د امریکا دا هڅې به له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي چې خپلو تهاجمي عملیاتو کې هغه ځواک پیدا کړي چې پر بنسټ یې وکولی شي د طالبانو هغه باور مات کړي چې ګوندې دوی لاس برې دي . او دا وسلواله ډله به اړ شي چې د کابل حکومت سره د سولې خبرې وکړي .

جنرال نیکلسن ویلي ، له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې امریکايي قومندانان پر دې باوری دي چې که پر طالبانو د جګړې په ډګر کې کافي فشار راشي دوی د سولې خبرو ته غاړه ږدي ، خو تر اوسه دا فشار نه دی رامنځ ته شوی .
دې امریکايي قومندان اسوشیتید پریس خبري اژانس ته دا هم ویلي چې دوی غواړي د افغان امنیتي ځواکونو تلفات راکم کړي . د جنرال نیکلسن په وینا تیر کال افغان امنیتي ځواکونو په مجموعي توګه د شل زرو په شا او خوا کې مرګ ژوبله لرله خو سږ کال تر اوسه دا شمیره په سلو کې شل زیاته شوې ده .

خیالي سرتیري

امریکايي جنرالان په افغان امنیتي ځواکونو کې د خیالي سرتیرو ستونزه هم یادوي او وايي د هواري لپاره یې له افغان لورې سره کار کوي .

یو بل امریکايي جګړن میچل کلیمنټز چې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارت ته سلا مشورې ورکوې اسوشیتید پریس خبري اژانس ویلي ، افغان امنیتي ځواکونه چې باید 195,000 سرتیري ولري په حکومتي ادارو کې د 175,000 په شا او خوا کې ثبت شوي دي .

یو بل امریکايي قومندان جنرال ریچارد کیسر وايي :

” موږ شک لرو چې دا به دومره لوړه شمیره هم ونه اوسي . “
د نوموړې په وینا ځکه یو شمیر سرتیري خیالي دي او تنخواګانې یې په درغلیو کې ښکیل قومندانان اخلي .

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان بیا وايي، په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو د مورال د لوړیدو لپاره په دې وروستیو کې ډیر دلایل شته چې سړی باید ورته خوشبین و اوسي . له دې څخه یو دلیل هم په دې وروستیو کې په پاکستان کې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژل کیدل دي چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو .

جنرال نیکلسن وايي، دې مسلې تر هغې ډیر اغیز کړی چې ګومان یې کیده . ددې امریکايي جنرال په وینا دا یو داسې څه و چې امریکا تر دې مخکې نه و کړي او په پاکستان کې د یو طالب مشر نښه کولو افغان امنیتي ځواکونو ته زموږ تهعد او ننګه په ډاګه کړه .