ولسمشر کرزی د ناټو له عمومي منشي راسموسن سره د خبرو پر مهال . تر څنګ یې زلمی رسول او  ښاغلی وردګ ولاړ دي
ولسمشر کرزی د ناټو له عمومي منشي راسموسن سره د خبرو پر مهال . تر څنګ یې زلمی رسول او ښاغلی وردګ ولاړ دي

د نامردو ملګرتیا -شهرت ننګیال

دا لیکنه لومړی سرخط ورځپاڼې خپره کړې ده

داسې ښکاري پخواني ولسمشر خبره له شف شف څخه شفتالو ته کړه. له نیویارک ټایمز سره د ده د مرکې په منځپانګه کې د شفتالو د شربتو او مربا دواړو خوند څکل کېدای شي.

خو پاخه او تازه شفتالو د یوه سراچه موټر د شا پر پلنه هينداره د ښاغلي کرزي لګېدلي تصویر او ورسره کښلي شعار کې راټول شوي وو.

پر سراچه ګاډي د حامد کرزي له لګېدلي لوی تصویر سره د حال او قال په دواړو ژبو د مات خو تپاند زړه یوه ګیله راغلې؛ من از مرګ نمیترسم، از رفیق نامردمیترسم. د ګاډو، بسونو، لاریو خپله شاعري او فقره‌بازي ده، که څه هم دا د عوامو شاعري ده، خو عامیانه او بازاري نه ده.

په پاکستان کې د دغې شاعري او فقرو درنې بېلګې موندل کېدای شي چې ډېری لکه د کاڼي کرښې په لومړي وار د لوستونکي پر زړه لیک شي.

له همدې ځایه یوه ښاغلي د لاریو، ګاډو او بسونو د دغه شاعري او فقرو یوه ټولګه چمتو او چاپ کړې وه چې په پاکستان کې د کال کتاب و ګرځېد.

په هر صورت، په دې کې شک نه‌شته چې ښاغلي کرزي یارباش او د پرې سړی دی، ځکه خو یې کرکټر له پنځلس کلنې واکمني سره بیا هم د ملک او قومي مخور له چوکاټه و نه‌شوای وتلای.

د زړونو او نیتونو مالک الله تعالی دی، خو کرزی هغسې نه و چې په ظاهره لیدل کېده، هغسې هم نه لکه ده چې ځان ښکاره کاوه، هغسې هم نه لکه نورو چې پرې ګومان کړی و.

نو کرزی څه؟
کرزی نه د خپلو سلاکارانو، چاپلوسانو او درباري غلام بچه‌ګانو له نظره پېژندل کېدای شي، نه یې د مخالفانو او دښمنانو په سترګو اصلي څېره او بڼه لیدل کېدای شي.

کله چې کرزی ولسمشر و، یوه وزیر یې د غوث او قطب په توګه معرفي کاوه، دا دهغه وزیر د خولې خبره ده چې دی یې تر میرویس نیکه او احمد شاه بابا لوی او عظیم ملي شخصیت باله. په مجلس کې د یوه مخور سړي له سترګو څپ څپ اوښکې توی شوې، له غریوه په ډک غږ یې کړه، دا د خوشالي اوښکې دي چې موږ تر میرویس نیکه او احمدشاه بابا لوی شخصیت موندلی.

خو موږ پوهېدو چې دغو اوښکو د معمر سړي شناوۍ ږیره څنګه خیشته کړه؟
خو همدغه وزیر چې له سره په ارګ کې د پلتۍ وهلو مخه ومونده، څه نه دي چې په کرزي پسې یې نه وایي؟

بیا ښاغلی کرزی څه ګرم دی چې له نامردو ملګريو یې خپل ډار او وېره ګاډو یا موټرو ته را وایستله؟

د ښاغلي کرزي د نامردو یارانو نوملړ خورا اوږد دی.

استاد الفت وایي؛

د مردانو په مردۍ کې مزه نه‌شته
خونده‌وره غوښه ګوره د خصي ده

د خصي له خوندورې غوښې څنګه څوک مخ اړولای شي؟

ولسمشر غني پر موږ غږ کړی و چې له چاپلوسانو یې وژغورو، خو ده پخپله په لوی لاس چاپلوسان پر ځان راټول او خپل ځان غوړه‌مالانو ته تسلیم کړ.

د واک د وختو ملګرتیا پر همدغو کرښو تر غځېدو وروسته بېرته هماغه ټکي ته ور ګرځي، دا د دایرې د ننه سفر دی چې ځې، ځې، ځې ابازو له به راځې.

دلته د خان د نوکري په نشه کې، د بانجان په کیسه کې څوک نه اوسي.

د واک د وختونو یاري تر واکه وي، که بیا هم چېرې څه دمه پکې وه، د ډبل رول پر مټ به د ژوندیو برخه نغاړې.

د ښاغلي کرزي نامرد یاران دا نه دي چې د واک نوي دسترخوان ته یې ګونډې وهلې، که نه و دې وایي، زلمی رسول چېرې دی؟ هغه د بهرنیو چارو وزارت او ولسمشري وړتیا او اهلیت درلود؟

مرحوم سلطان محمود غازي زما په مخ کې ولسمل ته وویل؛ …ای پدرلانت ګپای حضور اعلیحضرته به کرزی و از کرزی به حضور اعلیحضرت میبره …

زلمی رسول یوازې د یوه شخص نوم نه دی، یو کرکټر دی، په دغه رول کې ګڼې څېرې د وړلو ـ راوړلو په دغه چاره لګیا دي.

په رښتیا هم چې ښاغلی کرزی پر ینه تریخی نه لري، که نه له نیویارک ټایمز سره به یې پر دغه کچه خپل راز نه وای شریک کړی.

د نیویارک ټایمز له لاسه به دی که نن وي که سبا په جنجال اوښتی وي.

له یادې ورځپاڼې سره په مرکه کې ښاغلي کرزي د لویې جرګې د راغوښتو ټینګار کړی دی چې پر مټ یې له حکومته د خپل کار د دوام له‌پاره د خلکو رضایت تر لاسه کړی.

خو د داسې لویې جرګې «لکه د امنیتي تړون» څه ګټه چې جرګه را وغواړي، لګښتونه وکړي، څو ورځې لارې واټونه وتړي، خو په پرېکړو یې چلیپا تېره کړي؟
ښاغلي کرزي په راولپنډۍ کې جي.ايچ.کیو ته د ولسمشر غني تګ د افغانستان په شان کې ګستاخي بللې، دا داسې خبره ده لکه غلبېل چې ولاړ شي، کوزې ته د دوو سوریو د پېغور ګوته لکه کړي.

کرزی صاحب وایي د ملي وحدت حکومت د کار د دوام پلوی دی، خو د ده په خبره حکومتولي باید پر اساسي قانون بنا وي.
خبره په همدغه، خو او باید کې ده. پوښتنه دا ده چې د ملي یووالي حکومت پر قانون بنا دی که نه؟

که وي خبره خلاصه ده، که نه وي بیا ده څنګه یوه ناقانونه حکومت ته واک وسپاره، ناقانونه حکومت لویه جرګه راغوښتلای شي؟

حامد کرزي امریکا ته هم د اساسي قانون له پامه غورځولو ګوتڅنډنه کړې چې دی به یې پر وړاندې ودرېږي.

اساسي قانون د خپلو خلکو او حکومتونو اړیکې سنبالوي، حقونه یې ټاکي او خوندي کوي. دا به څومره شونې او پر ځای وي چې څوک دې نور هېوادونه د بل هېواد، د اساسي قانون رعایت ته اړ کړای شي؟

په داسې حال کې چې دغه قانون څومره خپلو چارواکیو تر پښو لاندې کړی نورو دومره سپک نه دی تللی.

دی وایي که امریکایان په افغانستان کې پاتېږي، پاتې دې شي، خو بمباري دې نه کوي، چې بمباري و نه کړي امریکایان په افغانستان کې څه بلا غواړي، چکر ته خو نه دي راغلي؟

د حامد کرزي شفتالو د ده په پرتله ښاغلي خرم ښه ځلولی چې افغانستان یې د امریکا نوې مستعمره اعلان کړی دی.

دا هغ کشف یا اختراع ده چې له واک او ارګه په وتلو د سړي په برخه ګرځي، دلته سترګې دومره وغړېږي چې ټول حقیقتونه یې پر وړاندې لیکې جوړې کړي.
دغه حقیقت ببرک کارمل ته هم د حیرتان په تبجن کانټینر کې لګېدلی و، ډاکټر نجیب الله او کرزي هم ځانونه دغه حقیقت ته په نوک نیولو اړ وبلل، ښایي ولسمشر غني هم له ارګه په وتلو دغه غږ بدرګه کړي.

که افغانستان د امریکا مستعمره وي، دغه هېواد چا، کله، څنګه او په کومه بیه د استعمار خولې ته وغورځاوه؟

که د ملي وحدت حکومت لکه ښاغلی خرم چې وایي د امریکا کارنامه وي، له بون څخه د حامد کرزي پر سر د واک د باز ناسته د چا معجزه ده؟