richest-people-759

د میلیونرانو له خبرو مې دا ۹ شیان زده کړل – جارډن فرایډ

لیکوال: جارډن فرایډ
ژباړن: زمریالی اباسین

کله چې ما د خپلې نوې غږیزې ټولګې (The Inbox Inspiration) لپاره د سوداګرۍ د ډګر له مخکښو څېرو سره مرکې پیل کړې، فکر مې نه کاوه چې اغېز به یې پر ما هم پرېوزي. له لسګونو بریالیو او الهام بښونکو کسانو سره مرکې کول یو فوق العاده فرصت و چې ما ترلاسه کړ.

له دوی سره د خبرو په ترڅ کې وتوانېدم چې د دوی د بریالیتوبونو رازونه کشف او د هغه څه په اړه د دوی سلا مشورې ترلاسه کړم چې هڅولي یې دي، مرسته یې ورسره کړې او پر مټ یې دوی نن دغو ځایونو ته رسېدلي دي.

دلته د دغو کسانو د بریالیتوب نهه درسونه دي (البته چې تراوسه کشف شوي دي) او زه، تاسو او بل هر څوک ترې ګټه پورته کولی شي:

۱. تاسو د هغو پنځو کسانو مجموعي حاصل یاست چې خپل ډېر وخت ورسره تېروئ. زما مور به تل ویل:« راته ووايه چې ملګري دې څوک دي، زه به درته ووایم چې ته څوک یې.» او د هغې خبره ډېره پر ځای هم وه؛ دغه ډول میلیونران هم له نورو میلیونرانو سره ناسته ولاړه کوي.

که موږ په رښتیا هم د هغو کسانو مجموعي حاصل یو چې ډېره ناسته ولاړه ورسره کوو، نو مهمه ده چې له سمو او وړ کسانو سره ناسته ولاړه وکړو. بریالي کسان په سترو پرېکړو، کنفرانسونو او نورو غونډو کې له یو بل سره جوړه وي.

۲. یوازې پیسې تاسو ته خوشالي نشی درکولی. خو پیسې هغه ازادي درکولی شی چې تاسو خوشالولی شي. خوشالي ستاسو د لېوالتیا وړ هغو معنوي کارونو په کولو د وخت تېرول دي چې د زړه له تله ترې خوند اخلئ.

ما یو شمېر شتمن خلک دمره خفه لیدلي چې باور به مو ونشي خو په ورته وخت کې مې د درېیمې نړۍ داسې بېوزله کسان هم لیدلي، چې تر اوسه مې هومره خوشاله خلک نه دي لیدلي. اصلي خبره دا ده چې په حاضر وخت کې که ۲۰ ډالر ولرئ یا ۲۰ میلیونه ډالر، ناشوني ده چې خوشاله واوسئ. د خپلو شتو شکر پر ځای کړئ، خپل ژوند نعمت وګڼې او خوشبینه اوسئ.

۳. موخه یوازې هدف ټاکل نه دي. اصلي موخه له ځانه داسې یو کس جوړول دي چې خپلو موخو ته ځان رسوي. دا د ستر ټوني رابنز وینا ده. هغه ښه پوهیږي چې څه وايي.

زیاتره میلیونران به تاسو ته ووايي چې خبره په ټوله کې په پیسو پورې نه ده تړلې؛ په حقیقت کې د یو شخص په توګه وده کول، خپلې سوادګرۍ ته پراختیا ورکول او د هغو لارو چارو مشخص کول دي چې په وسیله یې پیسې پیدا کوئ. دا مزل تر منزل ډېر ارزښت لري.

او کله چې ورسیېږئ، په ذهن کې به مو دا پوښتنه رامنځته شي چې اوس نو څه وکړم؟ همدا لامل دی چې باید د خپل پرمختګ، اوږد مزل لنډولو او لاسته راوړنو له امله شکر وباسئ.

۴. یو لارښود او ښوونکی پیدا کړئ ترڅو د ودې په حال کې واوسئ. که تاسو یې وپوښتئ، نو ښايي ټول بریالي وګړي تاسو ته ووايي چې یو نه یو وخت موخې ته د رسېدو لپاره دوی یو ښوونکی درلود.

داسې یو څوک پيدا کړئ چې په فوق العاده ډول ستاسو د خوښې وړ وي او تاسو ترې متاثر یاست. داسې یو څوک چې تاسو غواړئ د هغه په څېر شئ. له هغوی مرسته وغواړئ؛ ورته ووایاست چې تاسو څوک یاست او چېرې رسېدل غواړئ. د دوی په لارښوونو او مشورو سره به تاسو تر ټولو غوره تمرین زده کړئ، تاسو به وننګول شئ او د بریالي کېدو لپاره به لا ښه تیار شئ.

۵. زده کړو ته لېواله اوسئ. له هر مخکښ او بریالي کس سره چې ما خبرې کړې، په ټول ژوند کې د زده کولو په لټه کې و. دوی په دوامداره توګه د ودې کولو او پرمختګ په ارزښت ښه پوهېږي.

د شخصي زده کړې او کتابونو د مطالعې، غږیزو مطالبو، انلاین یا برېښنايي کورسونو، سیمینارونو او نورو په وسیله انسان کولی شي وده وکړي، نوي مهارتونه زده کړي او له متراکم او ځای پر ځای ولاړ حالته ځان وژغوري. بریالي کسان هېڅکله نه دريږي او بسنه نه کوي.

۶. د عاید لپاره دوه (یا درې او څلور) سرچینې له یوې غوره دي. میلیونران هغه سرچینې پېژني چې ورته کار کوي او پوهېږي چې څنګه پیسې وګټي. کابو هر میلیونر د عاید حداقل یوه یا ډېرې سرچینې لري؛ دوی په مالي خوندیتوب، سوداګریزو توکو او مالونو یا شراکت پانګونه کوي.

له بېلابېلو سرچنو د عاید لاسته راوړل له دوی سره د ثروت په ډېرولو کې مرسته کوي. دوی لومړی په یوې عایداتي سرچینې پوره تمرکز کوي او بیا کرار کرار د منابعو په زیاتولو سره د ثبات تر کچې ځان رسوي.

۷. سپورټ کول ګټه لري؟ ښه به وي چې له سپورټ سره فاصله له منځه یوسئ. له هره هغه میلیونر سره چې ما مرکه کړې، په دایمي ډول له بېلابېلو سپورټي څانګو لکه وزن پورته کول، د غړو ښکلا، ځغاسته او نور سپورټ کوي. دوی هم په سوداګرۍ او هم په سپورټ کې مخکښ دي. په سپورټ او سوداګرۍ یو مشترک ټکی د مانعو او خنډونو لرې کول دي. په دواړو کې د ډاډ او قوت، ډسپلین یا نظم او ژمنتیا ټکي حتمي دي. کمزروی کس حتا خپل ځان نشي ساتلی. سپورټ او تجرک ډار له منځه وړي؛ نو له همدې امله اړینه ده چې سپورټ وکړئ او خپله روغتیا سالمه وساتئ. هرومرو به مو اورېدلي وي چې: ”سلیم عقل په سالم بدن کې وي.“

۸. مطالع ډېره کړئ. ما تراوسه داسې میلیونر ندی لیدلی چې ډېره مطالعه نه کوي. زه د هاري پاټر او او نورو فکشن او خیالي کتابونو په اړه نه غږېږم. زما موخه د هغو کتابونو مطالعه ده چې واقعي او د عملي کېدو وړ لارې چارې پکې ښودل شوي دي. دا هغه کتابونه دي چې په دوامداره توګه د شخصي او مسلکي ودې، ظرفیت لوړولو او سوداګریزې پراختیا لپاره ګټور دي.

کتابونه تر ټولو غوره لاره ده چې سړی د سترو شخصیتونو له کړو وړو او خبرو یو څه زده کړي. دا کټ مټ زموږ د نسل د یوه ستر لارښود په څېر هغه سوداګریزې سټې دي چې منزل ته د رسېدو لارې راښيي. هر څومره چې ډېر وخت مطالعې او د ګټورو کتابونو لوستو ته وقف کړئ، په هماغه اندازه به درته ګټه وکړي.

۹. خپلې تجربې ولیکئ. مجبور نه یاست چې د میلیونر کېدو لپاره یو وبلاګ یا انټرنټي پاڼه جوړه کړئ. خو که دغه کار وکړئ، زیان به یې ونه وینئ. زیاتره بریالي خلک د خپل بریالیتوب پيل له بلاګونو کوي.

لیکل او د لیکنو ثبتول یوه پياوړې وسیله ده، ځکه چې د خپلو تجربو په ثبتولو سره تاسو لا ډېر الهام اخیستلی او خپل مزل خوندور کولی شئ. دا کار مو هم شخصي کشفیات ډېروي او هم مو هم سوداګریز فکر ته وده ورکوي. که تاسو هر څه په یوه عمومي بلاګ کې له خلکو سره نشئ شریکولی، هڅه وکړئ چې د یاددښتونو په توګه په خپله کتابچه کې هر څه ولیکئ. د خپلو تجربو او شخصي ارزونو لیکل، تاسو ته ستا ماضي او راتلونکی مسیر درپه یادوي او لاره مو روښانه کوي. ترټولو مهم د اهدافو لیکل دي او دا کار مو د هغو په عملي کېدو ډاډمنوي.

مشهور لیکوال جیم رون وايي:« د خپل ژوند، راتلونکې او منزل شاګر کېدل له چیلنجونو ډک کار دی. په خپله حافظه ډېر باور مه کوئ. کله چې تاسو کوم ارزښتاک شي ته غوږ نیسئ، ویې لیکئ. کله چې یو مهم کار تجربه کوئ، ویې لیکئ. د خپلو خاطرو او خوږو او ترخو تجربو لیکلو ته وخت ځانګړی کړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.