د میامي پر هوايي ډګر یو الوتونکي څیز خلک حیران کړل

د هوايي ډګر کارکونکې هغه مهال حیران شول چې د هوايي ډګر پر اسمان یې ناپیژاندې الوتکونکي څیز چې شین دود یې شاته پرېښی و ولیده .

باور دی چې دا تصویرونه به د میامي په هوايي ډګر کې اخیستل شوي وي . په تصویرونو کې د هوايي دګر د پاسه ناپیژندې الوتونکی څیز ( UFO) لیدل کیږي چې د هوايي دګر کارکونکي یې حیران کړي دي .

په ویډیو کې یو کس غږ اوریدل کیږي ناري وهي ( وګورئ دا څه دي ؟ ښايي څوک الوتکه وولي .“

یو بل کارکونکي هم پرې د توغندي ګومان کړی .

 

3686FA9100000578-3704560-image-a-33_1469269215658

کله چې دا ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې نو د ناپیژاندو الوتکو څیزونو په اړه یې شته بحثونه او اوازې بیا تودې کړي .

په لویدیځ کې ګڼ خلک په اسمان کې وخت ناوخت د ناپیژاندو الوتونکو څیزونو په اړه راپورونه ورکوي خو رسمي ادارو تر اوسه داسې څه نه دي تایید کړي .

یو شمیر عام خلک پر دې باور دی چې ښايي دا ناپیژاندې الوتکونکي څیزونه به د نورو سیارو د موجوداتو له خو مځکې ته د احوال معلومولو لپاره استول کیږي .

خو دا چې د میامي په هوايي ډګر کې په دې تصویرونو کې الوتونکي څیز څه شی دی ، تر اوسه یې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویل شوي او یوازې د ټولنیزو رسنیو د کارونکو په حدث او ګومان پورې اړه لري .

یو کارونکي دې ویډیو ته لیکلي چې د فضايي مخلوقاتو یرغل دی . بل ویلي ښايی په فضا کې د ګازو چاودنه وي . یو بل بیا له فلوریډا څخه توغول شوی توغندي بللی دی .