bluemner-form_and_light

د موډرنایزېشن وېره – څېړنوال عبدالغفور لېوال

لیکوال : څېړنوال عبدالغفور لېوال

موډرنایزېشن له نویو ټولنیزولاروچارو، تخنیکي وسایلو او امکاناتو څخه د یوې ټولنې د وګړیو د انساني ژوند شرایطو د لا ښه‌والي له‌پاره د کار اخیستلو شېوې او کړنچار ته وايي. شاتګ‌پال او د زړو افکارو خاوندان په دوو دلایلو له دې نوښتونو وېرېږي؛

لومړی په دې لامل چې نه یې پېژني.

دويم ځکه چې په شاتګ‌پالنه کې د دوی ځانګړې ګټې نغښتې دي او که ټولنه له موډرنیزم سره مل ځان نوی کړي؛ نو د دوی ګټې پر اوبو لاهو کېږي.

موډرنایزېشن هيڅکله د ارزښتونو، باورونو او د ژوند د معنوي ښېګڼو پر خلاف نه دی.

په یوه کور کې د موډرنایزېشن او ارزښتونو د ګډ حضور بېلګه وګورئ؛
یوه کورنۍ په یوه ښه کور کې ژوند کوي چې برېښنا، د انټرنیټ اسانتیا، د مرکزګرمي سیسټم، عصري تشنابونه، په تشنابونو کې روانې سړې او تودې اوبه، له روغتیايي اړتیاوو سره سمه ډوډۍ، د ماشومانو د زده‌کړې عصري وسایل او د لوبو ځای، شنه باغچه او… لري.

په همدې کور کې شونې ده چې یوه مسلمانه کورنۍ له خپل ټول افغاني دود دستور سره یو ځای ژوند وکړي. د کورنۍ غړي په تودو اوبو د اوداسه اسانتیا ولري او مېرمنې یې سترمنې او نارینه له ټولو دود اخلاقي ښېګڼو سره ژوند پکې وکړي.
په دې کور کې برېښنا، انټرنيټ، مرکزګرمي، عصري تشنابونه، د پرمختللي ژوند وسایل، ښه پخلنځای او پوره ډوډۍ د موډرن ژوندانه وسایل او امکانات دي، د دې ټولو تر څنګ افغاني ستر، دیني او دودیز اخلاقي ارزښتونه، عبادت او د مشر و کشر تر منځ درناوی او شفقت هغه ارزښتونه دي چې له موډرنو ژوندتوکیو سره کوم ټکر نه لري.

د ټکر له تصوره چې را تېر شو ان چې د موډرن ژوند شونتیاوې د ارزښتونو د سمو پاللو له‌پاره مرستندوی امکانات هم دي.

د داسې جوماتونو شتون چې په ژمي کې تودې اوبه ولري او په اوړي کې په ایرکنډېشن ساړه شي، تر تورو تیارو او ویجاړو جوماتونو ډېر خلک خپلو درشلونو ته ورکاږلای شي.

هېواد او ټولنه هم کټ مټ هماغه کور ته ورته ده چې کړای شي هم د ژوند له موډرنو امکاناتو څخه برخمن وي او هم خپل عقاید، دودونه او ارزښتونه وساتي.
افغانستان بشپړه سلنه مسلمان هېواد دی، دلته نو د برېښنا، ټيکنالوژي، رېل‌پټلۍ، پرېمانه تولیدي کارځایونو، اوبخور سیسټم، پراخه سمسورو کروندو، ځنګلونو، ښکلیو ښارونو، موډرن او ولسواک حکومتي نظام، پیاوړي اقتصاد او په ګېډه موړ ولس شتون به د دغه هېواد له کوم عقیدوي او دودیز ارزښت سره په ټکر کې وي؟ په تېره بیا چې موډرن او ولسواک حکومت د خلکو عقیدوي او دودیزو ارزښتونو ته درناوی او د هغوی پالنه په خپلو ملي لومړیتوبونو کې راولي او په ریښتینولي سره یې وپالي.

سوله‌یز او هوسا ژوند یوازې د نامسلمانو ولسونو حق نه دی، بلکې مسلمان او دودپاله ملتونه هم حق لري سوله‌یز او هوساژوند ولري. دا هغه وخت شونې ده چې د انساني ژوند د شرایطو د لا ښه کولو فکر او سیاسي اصل له عقایدو او دودونو سره په ټکر کې و نه ګڼل شي.

په نړۍ کې د تر ټولو ګڼ اسلامي نفوس خاوند هېواد «اندونیزیا» او تر څنګ یې بل هغه «مالیزیا» همداسې ټولنې دي، هم په چټکو پرمخ‌تلونکیو هېوادونو کې ګڼل کېږي، هم سوله‌خوښي او ولسواک نظامونه لري او هم یې د خپلو خلکو د عقایدو او دودونو پالنې ته پام اړولی دی.

ما په ګڼو نړیوالو غونډو کې د دغو هېوادونو مسلمان استازي لیدلي دي چې خپلې دودیزې جامې یې په تن وي، د لمانځه پر مهال خامخا ځي او لمونځ کوي، خو چې کله وینا ته پورته شي؛ نو د خورا موډرن او پرمختللي تفکر، تعقل او علمي ـ ساینسي پوهنو پر بنسټ نوې خبرې او تېزسونه وړاندې کوي.

زموږ ستونزه

په افغانستان کې د نومهالي تاریخ یوه ترخه تجربه دا وه چې هر موډرنیسټ او پرمختګ‌پال نهضت د دودیزو شاتګ‌پالو له لوري د تکفیر په ډبره ویشتل شوي دي او د دې تجربې د بیا بیا تکرار لاملونه دوه دي؛

لومړی پخپله موډرنیسټو خوځښتونو هم لازم احتیاط او پام نه دی کړی، دوی د خلکو د باورونو او دودونو درناوی له خپلو افکارو سره په ټکر کې لیده، حال دا چې دا باور ناسم و. تر یوه بریده ویلای شو چې موډرنیسټو خوځښتونو پخپله هم خپلې موخې او کړنلارې سمې نه پېژندلې او د دې لپاره یې پر ټولنپوهنیزو بنسټونو ولاړ دوکترین نه وو را منځ ته کړي چې څنګه خپل پیغام خلکو ته ورسولای شي؟

د افغانستان د پرمختګ دښمنو هېوادونو او څارګرو کړیو چې نه غوښتل افغانستان په خپلو پښو ودرېږي، تر هر څه ډېر د افغانستان له روښان‌فکرو موډرنیسټو خوځښتونو څخه وېرېدل، له همدې کبله یې د دوی د تکفیر او غندلو له‌پاره له هرې وسیلې، کړنې او شواهدو ګټه پورته کوله.

د افغانانو د ټولیز او ټولنیز شعوري کچ له ودې او پرمختګ سره سره، لا هم د موډرنیسټو بې‌احتیاطي او د دودیزو شاتګ‌پالو زنګ وهلی او وروسته پاتې ذهنیت چې په کلکه د پردیو دښمنانو له خوا پالل او هڅول کېږي، دغه بې‌ځایه ټکر ژوندی ساتلی دی، تر دې چې په یویشتمه پېړۍ کې هم افغان روښان‌فکر خوځښتونه د نولسمې او اتلسمې پېړۍ له سوړو څخه چیچل کېږي.

حل‌لاره

د یوې ټولنې د انساني ژوند د شرایطو د ښه‌والي له‌پاره هڅه داسې یو سیاسي اصل دی چې هيڅ سیاسي، عقیدوي، دودیز او فرهنګي تفکر یې مخالفت نه‌شي کولای.
که افغان روښان‌فکره او پرمختګ‌پال سیاسي خوځښتونه په دې اړه خپل مرام او موخې په اغېزناکه ژبه او لحن خلکو ته ور وپېژني، د پردیو له لوري د لمسېدونکیو شاتګپالو له تکفیري ـ تخریبي ګوزارونو څخه خوندي پاتېدای شي.

که د یوه خوځښت سیاسي مرام پر علمي ـ عملي طرحو ولاړ وي او خلک باوري کړای شي چې دوی د یوه پرمختللي، تولیدوونکي، هوسا او په خپلو پښو ولاړ افغانستان له‌پاره کار کوي او د هیچا له عقیدوي، تاریخي، دودیزو ارزښتونو سره په ټکر کې نه دي؛ نو د خلکو له هراړخيز ملاتړه به برخمن شي.

د ټولنې هغه پوړونه چې سل کاله پخوا یې عکس اخیستل کفر ګاڼه او تذکره یې غربي ښکارنده «پدیده» ګڼله، هماغه اوس برېښنا غواړي، په ټلوېزیونونو کې مرکې کوي او د زړو تذکرو پر نوي کولو ټینګار کوي. دا په دې مانا چې عامه شعور پرمختګ کړی او د موډرن او هوسا ژوند وسایل د ټولو خوښ دي.

د خلکو باورونو، ارزښتونو، دودنو او عقیدوي بنسټونو ته رښتينی او صادقانه درناوی هيڅکله د ارتجاعیت او وروسته پاتې ذهنیت په مانا نه دی، هماغسې چې د یوه پرمختللي اقتصادي سیسټم، ښې حکومتوالي او د ژوند د پرمختللیو امکاناتو درلودل د خلکو د عقیدوي ارزښتونو د پالنې پر ضد هڅې نه‌شي ګڼل کېدای.

د دې دواړو فکري اړخونو تر منځ د پوهاوي ډایالوګ ته اړتیا شته چې زموږ د زمانې روښان‌فکر پوړ یې ښايي را منځ ته کړي.

هندوستان له زرګونو عقیدو او دودونو سره سره د سیمې او نړۍ یو پرمختللی زبرځواک ګڼل کېږي، هلته دودونو او ګروهو ته درناوی او موډرنایزېشن یو له بل سره موازي پرمختګ کوي، ان چې په ځینو برخو کې دا دواړه خوځښتونه یو د بل مرستندوی او ممد دي.

افغانستان چې له نېکه‌مرغه له عقیدوي وېش او اختلاف څخه هغومره نه ځورېږي، په پوره اساني سره دغه دوه بهیرونه یو د بل د مرستې په پار کارولای شي.

یوازې باید په علمي او شعوري اراده، دغه هڅه له یوه ځایه را پیل شي.