japanese_car_accident

د موټرو د ټکرونو او ترافیکي پېښو په اړه لس ټکي

د روغتیا نړیوال سازمان په نړۍ کې د سړکونو د خوندیتوب او ترافیکي پېښو په اړه لس حقیقتونه داسې په ګوته کړي .

۱- هر کال یو عشاریه دوه میلون وګړي په نړۍ کې په ترافیکي پېښو کې مري .

۲- هرکال په نړۍ کې تر پنځوس میلونو زیات وګړي په ترافیکي پېښو کې ټپیان او معیوبیږي .
۳- د ترافیکي پېښو نیمايي قربانیان د سړک زیان منونکې کارونکي ، لکه پلي خلک ، باسیکل چلوونکې او یا هم موټر سایکل سپاره دي .

 

۴- پر سړکونو ترافیکې پېښې د ګڼو هیوادونو د ملي عاید په سلو کې څلور برخې بودیجه په یو ډول نه یو ډول خوري .

centura-de-siguranta
۵- د خپل سیټ د کمربند تړل د  ترافیکي پېښو او ټکرونو پر مهال د مړنیې خطر په سلو کې ۶۱ راکموي .

 

۶- د ماشومانو لپاره د ځانګړو سیټونو کارول د ترافیکي پېښو پر مهال د کوچنیانو د مرګ خطر په سلو کې ۳۵ راټیټوې .

volvo-baby-car-seat
۷- د بایسکل چلوونکو او موټر سایکل سپرو له خوا د هیلمیټ یا ځانګړو خولیو کارول، پر سر مرګونې او سخت ټپونه د ترافیکې پېښو پر مهال په سلو کې پنځه څلوېښت راکموي .

sahnhelmets

۸- په نړۍ کې د نشې په حال کې د موټر د نه چلولو قانون که په سمه توګه عملي شي په سلو کې شل ترافیکې پېښې او ټکرونه کمیږي .
۹- که چیرې له عادي سرعت څخه په ساعت کې یو کیلومتر سرعت (1km/h ) راکم شي په نړۍ کې د ترافیکې پېښو په شمیر کې په سلو کې دوه کمې راځي .

۱۰- ساده او د کمې بیې اینجنري او تخنیکي تدابیر هر کال د ترافیکې پېښو پر مهال د لسګونو زرو کسانو ژوند ژغوري .

drunk-driving