13716261_315638425435340_2152461648898032666_n

د منصبونو او اعزازونو لیلام؛ ولسمشر د مصلحتونو په دايره کې

د مارشال فهیم زوی دملي امنیت معاون دی، متین بېګ د ملي امنیت معاون دی، د ضیا مسعود او انوري زامن د امنیت شورا د کاري اعزاز مالکان شول. د نادري زوی چې په کمپاین کې یې ولسمشر ته پیسې ورکولې، د ښار جوړونې وزیر شو، د حاجي دین محمد زوی د پکتیا والي دی.

خلک د ولسمشر دا ناانصافه قدمونه شمېري، خلک د ده د کمپاین هغه د ډک ستوني وچې چيغې او ژمنې له اوسني کردار سره مقایسه کوي، دوی ولسمشر ته ګوري چې یو ارماني بهیر ایا همداسې په ناانصافۍ ولاړ وي.

د یو نیمه‌مقتدر هزاره سید حسین انوري له مړينې وروسته اوس د هغه زوی د امنیت شورا سلاکار ټاکل شوی او د برید جنرالۍ رتبه هم ورکړل شوې ده.
انوري د هندوستان په یو روغتون کې د سرطان د ناروغي په وجه مړ شو، ولسمشر غني د هغه زوی ارګ ته راوست او د پدرانه غرور یا پر حکومت د اعزاز په نامه یې یو نامشروع پور ورادا کړ.

نوي حکومت ته دا تمه وه چې اصلاحات به د معیار، مسلک، وړتیا، او قانوني پروسیجر پر بنیاد پیل کړي او زړه طریقه چې ولسمشر کرزي په یو کلتور بدله کړې وه او حکومت یې څو کورنیو ته په ولکه کې ورکړی و، له منځه یوسي.
اوس موږ په ارګ کې د ولسمشر غني د جالبې تګلارې نندارې ته ناست یوو. د ملي امنیت شورا کې اکثره هغه کسان مقررېږي چې ولسمشر غواړي، هغوی ته یو اعزازي کریډیټ ورکړي.

اکثره د جنګسالارانو زامن د ځانګړو فرمانونو په وسیله له مهمو صلاحیتونو سره په امنیت شورا کې مقررېږي. دا خو به د امنیت شورا ته مالومېږي چې یو ډېر مهم نهاد د غیرمجربو او غیرمسلکي زلمیانو په وجود کې د کار له لحاظه څومره تاوان کوي، څومره یې کاري بهیر پڅېږي او په ټپه درېږي، خو تر ټولو مهمه دا ده چې امنیت شورا په نوره نړۍ کې د سپین سرو امنیتي محققانو، پالیسي جوړوونکيو، کنګمېکرانو او ډیپلوماټانو څخه جوړه وي. اوس که د دې ادارې په سر کې هر څومره مهم او کارپوه سړی مقرر وي، خو له دې طفلانه ټیم سره کار کول واقعاً د زړه وینې خوري او له بلې خوا یو مهذب او منظم دروند تصویر نه‌شي لرلای.

له ولسمشر کرزي د خلکو شکایت دا و چې حکومت یې په میراثي ډول جنګسالارانو او زورواکو یا میراثي حاکمانو ته وسپاره، دوی تر دېرشو کورنیو زیات نه دي، خو د دوی متعلقین بیا له همدې مېتود څخه استفاده کوي او په ولایتونو کې اکثره والیانو به هغه کسان مقررول او یا به یې د اخېري فیصلې او خبرې صلاحیت ورکاوه چې زواکي دي.
په دې توګه جنګسالاران او قومندانان چې د ژوند په اخېرو کې و، یا په شکره، یا په سرطان، یا د وینې په لوړ فشار یا په پروسټاټ مبتلا وو، په دې فکر کې شول چې خپل زامن دولتي دایرې ته په بنیادي ډول داخل کړي.
د هغې دورې بېلګې خورا ډېرې دي، خو د مارشال فهیم زوی او د متین بېګ یې ښه مثالونه دي.

ولسمشر غني په اوایلو کې ډېرې ټینګې پښې ایښودې، داسې یې ښووله چې غواړي له دې فاسد سیسټم څخه د افغانستان اداره یو سالم رقابتي سیسټم ته داخله کړي، حکومت ملي کړي، د څو کسانو او زورواکو له انحصاره یې بېرون کړي، خو سوکه سوکه چې له ولسي سلسلې سره یې اړیکې تر یو کال واوښتې، نو د ولسمشر کرزي زاړه مېتود ته یې لاس وغځاوه، یا ښايي له هغه عوام فریبه طریقې یې نوي تاکتیک ته لاس کړ چې شاید له ده سره د جنګسالارانو په یو کولو کې مرسته کولای شي.

نن ورځ د مارشال فهیم زوی دملي امنیت معاون دی، متین بېګ د ملي امنیت معاون دی، د ضیا مسعود او انوري زامن د امنیت شورا د کاري اعزاز مالکان شول. د نادري زوی چې په کمپاین کې یې ولسمشر ته پیسې ورکولې، د ښار جوړونې وزیر شو، د حاجي دین محمد زوی د پکتیا والي دی او په لسګونو نورې داسې بېلګې چې د ځوان نسل د تقرر په نامه یوازې د جنګسالارانو او مقتدرو شتمنو زامن د حکومت دایرې او مهمو منصبونو ته لاره پیدا کوي او ولسمشر یې په دې توجیه کوي چې ګویا دا له زاړه یا متقاعد نسل څخه مسلکي، مجرب، متهد نسل ته د واک تدریجي انتقال دی.

سوال دا دی چې په دې وطن کې کادرونه کم دي؟ ایا دا په زرګونو ډالر چې دا د مجبورو خلکو زامن په تحصیل مصرفوي او کلونه کلونه د مسافرۍ خوارۍ ګالي، د همدې جواري لایق دي، چې د جنګسالارانو له نالوستو او انپړو زامنو د ګارډانو او نفرخدمتو په توګه کار وکړي؟ ایا دا ماسټرۍ او دکتوراوې د همدې ورځې له‌پاره وې چې له ځان سره یې خلک په تاخونو کې سمبال کړي؟

خلک د ولسمشر دا ناانصافه قدمونه شمېري، خلک د ده د کمپاین هغه د ډک ستوني وچې چيغې او ژمنې له اوسني کردار سره مقایسه کوي، دوی ولسمشر ته ګوري چې یو ارماني بهیر ایا همداسې په ناانصافۍ ولاړ وي.

پرون یو پي‌اچي‌ډي زلمي لیکلي وو، زه خپل تحصیلي اسناد سوځم او تاسې یې نندارې ته رابولم او ورسره یې داهم اضافه کړې وه چې زه به هم خپل پلار ملامت کړم چې د واک د شوکې له‌پاره باید په خپل وخت کې لږ تر لږه ته باید دومره جدي او سپین سترګی وای چې نن دې د دولتي منصبونو د چور او لیلام په دې میدان کې حداقل ماته د یو مناسب کار میراثي سهم ګټلی وای.