101155579_afghan_344251c

د ملي پوځ ډېری سرتېري خپلو قومندانانو برمته کړی

په ډېری هغو سيمو کې چې جګړه په‌کې روانه ده، د ملي پوځ سرتېرو ته هيڅ رخصتي نه ورکول کېږي،دوی د خپلو قومندانانو له لوري برمته شوي. بده لا دا ده چې سرتېرو ته يې قومندانان هغه امکاناتو هم نه ورکوي چې دفاع وزارت ورته ځانګړي کړي.

د هلمند د کجکي په تنګي سيمه کې دېره يو شمېر سرتېري له ۱۵ مياشتو راهيسې کورونو ته نه دي تللي. يوازې اېشول شوي کچالو يې ورځنی خوراک دی او يوه هګۍ په پنځوس افغانۍ اخلي.

د دوی په نوم ځانګړي شوي امکانات د اردو د زورورو قومندانانو له لوري په بډه وهل کېږي.

د هلمند ولايت د کجکي بند ته څېرمه د تنګي سيمې بازارګی اوس په ټپه ولاړ دی، دلته يو وخت تر ۱۰۰ زياتې کورنۍ دېره وې، خو د جګړو له امله ټولې له دې سيمې کوچېدلې دي، يوازې د محلي پوليسو او ځينو نورو ۱۵ کورنۍ اوس په دې ځای کې مېشتې دي.

دا ځای تر يوه بريده امن دی، خو له شاو خوا د طالب اورپکو له لوري کلابند شوی.

دلته هيڅوک ځمکني اکمالات نه شي کولای، يوازې په هغه صورت کې څه راوړلای شي چې د طالب ونډه په‌کې درې برابره تضمين کړي. په دغه سيمه کې د يوې هګۍ بيه ۵۰ افغانۍ ده.

تر دې لږ وړاندې د کجکي بند دی چې اوس يې د سبسټېشنونو د رغونې چارې روانې دي. دلته د ساختماني کمپنۍ مسوولين له طالبانو سره جوړ راغلي، هغوی ته پرېمانه پيسې او امتيازات ورکوي او دوی خپلې چارې پر مخ بيايي.
د شرکت يو کارکوونکی وايي؛

په دې پروژه کې پرېمانه پيسې د طالب جېب ته ورځي. د يوې بوجۍ سيمنټو بيه په بازار کې ۳۰۰ افغانۍ ده، خو بند ته وړل کېدونکي هغه په ۳۰۰۰ افغانۍ اخيستل کېږي او حسابېږي.

د روژې مياشتې په وروستيو کې د بند د سبسټېشنونو له‌پاره يو ټېلر سيمنټ په ۵۰۰۰ ډالره واخيستل شول، خو د همدې سيمنټو د انتقال له‌پاره يې ۵۰ زره ډالر طالبانو او ځايي زورورو ته ورکړل.

طالبان په هيڅ صورت هيچا ته اجازه نه ورکوي چې په سيمه کې دې د ملي پوځ سرتېرو ته څه ورولېږدوي، ان که لږ شکمن شي، نو بيا د ظلم له انتها کوي.

په سيمه کې د ملي پوځ سرتېري کلابند دي، دوی جګړه کوي، خو لارې يې طالبانو ورتړلې دي.

دوی ته بايد د هوا له لارې اکمالات وشي او ورځنۍ اړتياوې يې ورپوره شي چې په دې برخه کې هم ګڼ شکايتونه موجود دي.

د دوی د ادعا له مخې، په تنګي سيمه کې مېشتو سرتېرو ته يوازې په اوبو کې اېشول شوي کچالو ورکول کېږي، نور امتيازات او د سمې ډوډۍ پيسې يې قومندانان جېبونو ته اچوي.

د کجکي د تنګي سيمې د پوځ يو شمېر سرتېري ادعا کوي، په نه امکاناتو او سختيو سره خپل وطن ساتي، خو د قومندانانو له رحم او کرم څخه پوره بې‌برخې دي.

دلته يو سرتېری چې ايله ۲۰ کاله عمر ولري. دی د خپل نامه له اخيستلو ډډه کوي، خو وايي، له يوه کال او دريو مياشتو راهيسې خپل کور ته نه دی ستون شوی.

“د مور او پلار په غږ پسې لېونی يم.”

دی زياتوي، که دا ځل لاړ شم، بيا به د ملي پوځ ليکو ته شا کړم، ځکه چې قومندان يې ورسره سم چلند نه کوي او خورا زياتی ورسره کېږي.

په دې سيمه کې ټلېفون کار نه کوي، (پي‌ سي‌او) له خلکو د يوې دقيقې خبرو په سر ۳۰ افغانۍ اخلي. د دې سرتېري په څېر ډېر نور هم له مياشتو او کلونو دا درنه او له مسووليتونو ډکه دنده پر مخ وړي، خپلو کورونو ته نه شي ستنېدلای.

يو بل سرتېری له يوولسو مياشتو راهيسې دلته د برمته په شان خپله پوسته ساتي.

دی وايي، د قومندان دا ډول ناوړه چلند يې دې ته اړباسي چې د تل له‌پاره دا ليکې پرېږدي.

قومندان او ځينې واسطه لرونکي په مياشت کې يو ځل خپلو کورونو ته په رخصتۍ ځي، خو هغوی چې څوک نه لري، د رخصتۍ نوم هم نه شي اخيستلای.
“قومندان مو هر ځل وايي، دا ځل درته رخصت درکوم، ان کله خو راته وګواښېږي، که دې دا ځل رخصت وغوښت، وبه دې وژنم. دا ځل تمه لرم چې تر لوی اختر وروسته به رخصت راکړي.”

يوازې د هلمند د کجکي په تنګي سيمه کې د ملي پوځ د سرتېرو دا حال نه دی، بلکې په ټولو هغو ولايتونو کې چې له ډېره وخته په‌کې جګړه راوانه ده، د ملي پوځ د سرتېرو ژوند، د هغوی امتيازاتو او ورته ځانګړو شويو امکاناتو ته پام نه کېږي.

درې اوونۍ مخکې په کونړ کې يو ټپي سرتېری له دې امله د خپل قومندان له لوري مرګونی ووهل شو چې د رخصتۍ غوښتنه يې کړې وه.

د دفاع وزارت وياند وزيري وايي، په هغو سيمو کې چې جګړه ده، شايد ځينې ستونزې وي، خو په عمومي ډول داسې نه ده.

“يوه ډله رخصت کولای شي، يوه ډله په ښوونه او روزنه کې پاتې کېږي او بله ډله بيا د جګړې مسووليت اخلي چې له دې سره هر سرتېري ته په دريو څلورو مياشتو کې د ۱۵ او ۲۰ ورځو رخصت زمينه برابرېږي.”

دفاع وزارت د پوځ د سرتېرو د امتيازاتو په اړه وايي، قرارداديان خوراکي توکي او نور وررسوي، خو په هغو سيمو کې چې جګړه وي، الوتنې و نه شي، نو کېدای شي، کله ناکله ځينې خوراکي توکي په ټاکلي وخت و نه رسېږي، خو دا د دې مانا نه ورکوي چې د اردو د سرتېرو ژوند ته پام نه کېږي.

د دفاع وزارت د مالوماتو له مخې، په کونړ کې د خپل قومندان له لوري د وهل شي سرتېري په تړاو هم کشفي او استخباراتي برخې کار کوي، که ثابته شي، نو څارنوالۍ ته به معرفي کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.