3f27124b-d6d6-4012-ad60-5e67789fc80b_w987_r1_s

د ملت پوروړي، د ملت برخلیک ټاکي !؟

احمد دریځ 

ددې وطن سرنوشت ټاکونکي هم د برښنا د بیلونو پوروړوي دي، اورېدلي به مو وي چې تېره ورځ د برښنا شرکت یو اخلاقي جرات وکړ او د هغو کسانو څېرې یې رابربنډې کړې چې ددې هیواد په سرنوشت خبرې کوي، ځان ددې هیواد لوی وارثین او علمبرداران بولي.

ملت له دې خلکو ډېر شکایت وکړ، په فساد او وژنو کې یې ښکیل وبلل، خو د ملت غږ چا وانه ورېد، نړیوالو هم د خپلو سیاسي لوبو په خاطر دا کسان، څوک یې په غونډيو کېنول او څوک یې د ډالرو په بوجیو.

دا دی، عیان ته څه بیان، ثبوت یې غوښته، هغومره خلک چې ووژل شول هغه ثبوت نه و، چې وطن یې چور کړ هغه ثبوت نه و، ادعا ګڼل کېده خو اوس دا دې یوې وړې ادارې د دوی له خیانتونو پرده پورته کړه، علمي بېلګه یې وړاندې شوه؛ نو زموږ مفکر ایډياله ! تا چې د خلکو په خولو کې ځای نیولای و، لامل یې دا و چې ته به له جنایتکارانو او خاینونو څخه لیرې ګرځې، که نوره وسه دې نه و، نو مخ خو به ترې اړوې، خو اوس همدا خلک د هیواد سرنوشت په باب لویو مجسلونو ته رابلل کیږي.

ددې پرځای چې له ولس سره اړیکه ونیول شي، د هغوی دردونه وپوښتل شي، پاک او سپېڅلي خلک د ملت د سرنوشت په ټاکلو کې راګډ شي، چې هر وخت ګورې د سطرنج د دانو په څېر کله یو، یو ځای او کله بل بل ځای ته لېږل کیږي.

د ملت سرنوشت اوس همدغه کسان ټاکي، چې په هر دور کې یې د فساد بېلګې ښکاره دي، اوس نه پوهیږو چې زموږ ولسمشر به ملت ته څه وایي، هغه اوس ددوی د عمل پټولو لپاره د منطق پيدا کولو په فکر کې سر په زنګانه ایښی دی چې دا سر به له زنګونه څه وخت راپورته کیږي.