13667940_322537498078766_5498392418440191703_o

د لویو لارو د موټرو په تمځایونو کې طالب جاسوسان ناست وي

د موټرونو په تم ځایونو او اډو کې د طالبانو جاسوسان د عادي خلکو په جامو کې ګرځي او حتا زیات جاسوسان د ټرانسپورټي نماینده‌ګیو کارکوونکي دي.
د مسافر‌بري شرکتونو د کارکوونکيو له خوا طالب وسله‌والو ته مالومات ورکړل شوي او بیا طالبانو د هماغو مالوماتو پراساس اقدام کړی دی.

د میدان وردګو ولایت په جغتو او سیبکه کې د ټول مرکزي زون د طالبانو تر ټولو غټ پټن‌ځایونه، سمڅې او محکمې دي، دوی اکثره مسافر له کابل- کندهار لارې اختطاف کوي، حتا داسې بېلګې شته چې له کندهار او هلمند څخه طالبانو اختطاف کړي کسان دوی ته رااستولي دي.

 

طالبان بانډونه دي، یو سر یې د کابل په څېر په محفوظو ښارونو کې وي چې مالومات انتقالوي، بله ډله یې په لویو لارو کې درېږي او برمته ګرۍ کوي، بله ډله له یوه ځایه بل ته بندیان انتقالوي او څلورمه ډله د هغوی د محاکمې، ساتنې او معاملې چارې په غاړه لري.

طالبان اکثره د ترور پېښې د یوه منظم پلان له مخې تر سره کوي، دوی یوازې په سنګرونو کې په کمین کې ناست نه دي، بلکې دوی د خلکو د اختطاف او وژنو له‌پاره افغانستان شموله جال جوړ کړی دی.

اکثره مسافر ادعا کوي چې د موټرونو په تم ځایونو او اډو کې د طالبانو جاسوسان د عادي خلکو په جامو کې ګرځي او حتا زیات جاسوسان د ټرانسپورټي نماینده‌ګیو کارکوونکي دي.

شپه مهال دوه بجې له کابل څخه د کندهار، هلمند، فراه، نیمروز او هرات پرخوا درې سوه درې او درې سوه څلور مسافر‌بري موټرونه د کابل له کمپنۍ څخه حرکت کوي.

مسافر په توره شپه کې په ټکسي موټرونو کې هغو ځایونو ته ځان رسوي، دوی کوښښ کوي څوک یې و نه پېژني، له ځان سره مهم اسناد و نه‌لري، سوچه کلیوال لباس واغوندي، خولۍ پر سر کړي، خو د دې باوجود هم اکثره مسافر له کابله تعقیبېږي.

تر اوسه چې په لویو لارو کې د طالبانو په لاس د مسافرو د نیولو کومې پېښې شوې، ماهیت یې داسې دی چې طالبان موټر ته ورجګ شي، په سل او یا کم و زیاتو مسافرو کې مشخصو څوکیو او مشخصو خلکو ته ودرېږي او هغوی کښته کړي، ورځې وروسته یا د هغه مسافر مړی په کوم خوړ کې وموندل شي، یا د مسافر د کورنۍ او طالب ګروپونو ترمنځ معامله وشي.

تر اوسه څېړل شوې ټولې د اختطاف پېښې داسې دي چې د مسافر‌بري شرکتونو د کارکوونکيو له خوا طالب وسله‌والو ته مالومات ورکړل شوي او بیا طالبانو د هماغو مالوماتو پراساس اقدام کړی دی.

دا پېښې یوازې د کابل د موټرو د اډو په محدوده کې نه کېږي، د کندهار له ښار او له لښکرګاه څخه هم راوتلي مسافر یا له فراه، نیمروز او هرات څخه راتلونکي مسافر ادعا کوي چې د دوی ملګري چې د موټر په سیټ کې کښېني، مالومات یې له طالب سره شریک شوي دي.

طالبان د افغانستان له شماله تر جنوبه مسافر برمته کوي، دا ډول پېښې په اوس حال کې هم خورا پرېمانه کېږي، خو دا پېښې کمې رسوا کېږي.

یو لامل دا دی چې اکثره ټرانسپورټي شرکتونه یا د مسافر وړونکيو موټرو چلوونکي دا مسلې پټې کړي، ځکه چې په دې تړاو بیا له دوی پوښتنې ګروېږنې کېږي، په محکمو ګرځول کېږي، پولیس او جنایي کور ته ورځي، نو هم نور مسافر او هم ډرېور ځان ناګاره کړي او تر سره شوې پېښې تر هغه پټه پاتې شي چې د تښتول شوي سړي جسد پیدا شي یا احتمالاً کله ژوندی راخوشې شي.

بل لامل چې د دا ډول پېښو د پټو پاتې کېدو لامل کېږي، د اختطاف شويو مسافرو او طالبانو تر منځ پټ جوړ جاړی دی.

تر اختطاف وروسته که طالب ثابته کړي چې نیول شوی سړی، یا په کومه موسسه کې کار کوي، یا شتمن دی، یا دولتي کارکوونکی دی او یا بله غیرطالبي ریښه لري، نو هغه له ځان سره وساتي، له کورنۍ سره یې رابطه جوړه کړي او پراختطاف شوي کس قلنګ وټاکي، کورنۍ ته یې اخطار ورکړي چې موضوع له حکومته پټه وساتي.

د متضرر کورنۍ له دې وېرې چې امنیتي ځواکونه عملیات و نه‌کړي او اختطاف شوي ته زیان و نه رسېږي، یا له دې کبله چې طالب هغه و نه وژني، نو له طالب سره د څه پیسو پر سر جوړ راشي، په غیرمستقیمو لارو پیسې طالبانو ته واستوي او د یو یا دوو کسانو د پټ وساطت په ترڅ کې خپل د کورنۍ غړی راخلاص کړي، لا طالب یا ډاکو دا شرط هم پرې کښېږدي چې راز له ځان سره سمبال کړي او که دا راز رسوا کړي، دوی به هغې کورنۍ ته په بل ډول زیان ورسوي.

د میدان وردګو ولایت په جغتو او سیبکه کې د ټول مرکزي زون د طالبانو تر ټولو غټ پټن‌ځایونه، سمڅې او محکمې دي، دوی اکثره مسافر له کابل- کندهار لارې اختطاف کوي، حتا داسې بېلګې شته چې له کندهار او هلمند څخه طالبانو اختطاف کړي کسان دوی ته رااستولي دي.

 

دلته تر ډېره په سمڅو کې ساتل کېږي، بیا محاکمه شي، که کورنۍ یې څه سازش ورسره وکړي، خو مسافر راخوشې کړي او که په دې پټه معامله کې جوړ را نه‌شي، نو د سیبکې په ډاګ کې یې په ونو کې راځوړند کړي، په وهلو، ټکولو یې ووژني یا یې غلبیل کړي.

په اکثرو سیمو کې د مسافرو تښتول او برمته کول د طالبانو له‌پاره په یو کاروبار بدل شوی، له دې درکه طالبان اوس ډېرې زیاتې پیسې تر لاسه کوي.

دغه طالبان بانډونه دي، یو سر یې د کابل په څېر په محفوظو ښارونو کې وي چې مالومات انتقالوي، بله ډله یې په لویو لارو کې درېږي او برمته ګرۍ کوي، بله ډله له یوه ځایه بل ته بندیان انتقالوي او څلورمه ډله د هغوی د محاکمې، ساتنې او معاملې چارې په غاړه لري.

د مرکزي زون طالبان له همدې درکه په مالي لحاظ تمویلېږي او د هغوی له‌پاره اوس جګړه اهمیت نه‌لري، بلکې د طالب په نامه په صحنه کې موجودیت یې د یوه پراخ مافیایي او ډاکواني کاروبار سیسټم دی.

د دوی سرمایې اوس له کابله تر دوبۍ، پېښوره، کراچۍ او حتا تر ځینو عربي ملکونو په دوران کې دي او طالبان لوی سرمایه‌داران دي چې که جنګ نه وي، د طالب هویت نه وي، طالباني ډار او ترهه خوره نه وي، نو بیا دوی په‌کې دا تور کاروبار نه‌شي کولای.