D6B05F23-214B-483A-B7FE-904F33140171_w987_r1_s

د لوګر پر استېناف څارنوالۍ وسله واله حمله کې ۱۹تنه ټپیان شوي

نن له غرمې مخکې د لوګر ولايت په استېناف څارنوالۍ وسله والو بريدګرو حمله وکړه چې په پايله کې ۱۹ تنه ټپيان او پينځه نور ووژل شول.

د لوګر امنيتي چارواکي وايي، په پېښه کې د پينځو وژل شوېو په کتار کې د دې ولايت د استېناف څارنوالۍ لپاره نن نوی معرفي شوی څارنوال اکرم نجات هم شامل دی.

د لوګر ولايت د امنيت امر سمونوال نثار احمد عبدالرحيمزي رسنيو ته په خبرو کې وويل چې په پېښه کې پرته د څارنوال له مړينې نور کسان مخکې له بررسي کېدو نه شي په ډاګه کولی چې ملکي وګړي دي او که د ادارې کارکوونکي.

ښاغلي عبدالرحیمزي زیاته کړه:

“نن لس نيمې بجې به وې چې څو تنه وسله وال د استېناف څارنوالۍ ته ور داخل شوي وو او دلته يې زموږ ملکي وګړي او ځيني اداري کارمندان په نښه کړي وو چې ۱۹ تنه يې ټپيان کړي او پينځه نور شهيدان شوي دي چې په شهيدانو کې زموږ نوی معرفي شوی څارنوال صاحب د استیناف څارنوالۍ مشر هم شامل دی چې نن ورځ د ده د معرفي غونډه وه او ډېر خلک دې غونډې ته راغلي وو په دې پېښه کې زموږ څارنوالان، قاضيان او ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.”

نوموړي دا هم وويل چې اوس يې سيمه تر امنيتي کنټرول لاندې ده او په پېښه کې ټول ټپي شوي کسان يې روغتون ته رسولي او وضعيت يې ښه ګڼل شوی دی.

نوموړي دا هم وويل چې اوس يې سيمه تر امنيتي کنټرول لاندې ده
نوموړي دا هم وويل چې اوس يې سيمه تر امنيتي کنټرول لاندې ده

په سيمه کې د پېښې يو عيني شاهد چې په خپله په استیناف څارنوالۍ کې موجود وو د سترګو ليدلی حال داسې بيان کړ:

“زه د استیناف څارنوالۍ په داخل کې د خروار په ابتدايه څارنوالۍ کې ناست وم چې د باندې ډز او ډوز شروع شو، په داخل کې مو ځان سره وساته او دننه پاتې شو، دباندې بد حال جوړ وو، نو چې وضعيت ارام شو راووتو، موږ خاص څوک ونه ليدل چې له کومې لارې راغلل، خو په څارنوالۍ کې ډېر خلک وو او کېدی شي ډېر يې مړه او یا شهيدان شوي وي چې څارنوال خو يې په خپله موږ وليد چې شهيد شوي وو.”

د پېښې مسوليت وسله والو طالبانو منلی دی وايي چې د دوی وسله والو د لوګر په استناف څارنوالۍ کې ګڼ شمېر قاضيان او څارنوالان وژلي او ټپيان کړي دي او په خبره يې دغه کار يې د خپلو هغو په دار شوېو ملګرو د غچ په هدف کړی دی چې څه وخت وړاندې په پلچرخي زندان کې د افغان حکومت د پرېکړې پر اساس په دار شوي وو.

دا لومړی ځل نه دی چې د وسله والو طالبانو له لوري قضا او څارنوالۍ په نښه کيږي، له دې وړاندې هم يو شمېر ولايتونو کې په يادو ادارو بريدونه ترسره شوي دي.

راپور- ازادي راډيو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.