14666086_358116494520866_1484515800919814360_n

د قومندان شمشیر هزاره په نوم يوه بل زورور ولس محاصره کړی

دوه ويشت ورځې کېږي چې د شمشېر هزاره په نامه يوه ناقانونه وسله‌وال په جلرېز کې د ميدان ورګو او باميانو لار تړلې او ګواښ کوي چې تر هغه وخته به يې خوشې نه کړي چې يوولس تښتول شوي هزاره مسافر ورخوشې نه شي.

د شمشېر قوماندان لنډه‌غرو د بهسودو له ولسواليو د دولتي او نادولتي ادارو کارکوونکي شړلي او د هغوی د کار مخه یې نيولې ده.

سرخط ته په لاس ورغلي مالومات ښيي چې قوماندان شمشير ته له کابله مرستې ور روانې دي، د کابل زورور يې ملاتړ کوي، په دې توګه په سيمه کې قومي بدۍ راپورته کوي او د همدې زورورو له ډاره حکومت هم نه شي کولای، د شمشېر مټ ونيسي.

په ميدان وردګو کې د کوچيانو او هزاره‌ګانو تر منځ لانجې او شخړې له کلونو راهيسې روانې دي او ان د ځينو له‌پاره خو په لويو عايداتي سرچينو بدلې شوې دي.

په روان کال کې د کوچيانو او هزارګانو د ځمکو لانجې خورا جدي شوې او اوس ځايي خلک وايي، خلک د همدې ستونزې قرباني شوي دي.

مياشت مخکې د ميدان وردګو او باميانو په لويه لاره کې وسله‌والو پنځه مسافر له موټرو کښته کړل، خو د ځايي مشرانو، والي او نورو په زور او زاريو راخوشې شول.
تر يوې اوونۍ هڅو او منډو ترړو وروسته دغه کسان خوشې شول، خو د همدې ورځې په سبا د مسافرو يوه بله يوولس کسيزه ډله له موټرو کښته کړای شوه او نامالوم لوري ته يوړل شوه.

د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړې حاجر وايي، تر اختر مخکې طالبانو د يادو کسانو د ولايتي شورا، والي، امنيه قوماندان او امنيت د مشر په ملاتړ خلاص شول.
“دې پېښې خلک حساس کړل، له يوې مياشتې راهيسې يې د بهسودو په حصه اول کې لاره تړلې ده. دا ځايي خلک دي، له والي او نورو چارواکيو سره يې هم ليده کاته وکړل چې دا ډول ستونزو ته د حل لاره پيدا کړي، خو تر اوسه پورې هيڅ اقدام نه دی شوی. دې خلکو د بهسودو له ولسوالۍ کارکوونکي هم ايستلي دي.”

لارنيوونکي په ښکاره وايي چې د دوی امنيت بايد تامين شي، که نه، دوی به لاره همداسې تړلې وساتي، خو د پردې تر شا نورې کيسې روانې دي.

هغه کسان چې لاره يې تړلې، له محلي ادارې د خپل سر او مال د خوندي‌توب تضمين غواړي، د بنديانو د خوشې کولو غوښتنه يې کړې ده او د هغه په صورت کې به لارې پرانېزي.

د سيمې خلک وايي، له ۲۲ورځو راهيسې لار په مطلق ډول تړل شوې او تر ټولو زيات زيان يې ځايي خلکو ته اړولی دی، ان خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

د دې لارې له تړلو نه طالب او نه هم حکومت ته زيان رسېږي، شمشېر يوازې يې په خپل ځان او خلکو پسې دروازې بندې کړې دي.

د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړي وايي، د لارې د ساتلو له‌پاره کورنيو چارو وزارت د ۲۰۰ امنيتي ساتونکيو د منظورۍ خبره هم کړې، خو تر اوسه پورې امنيتي ساتونکي نه دي استول شوي.

خلک وايي، د ميدان وردګو له لارې د بهسودو لومړۍ، دويمې حصې، دای کنډي، باميانو او غور ولايتونو ته تګ راتګ کوي، دا د مسافرت لنډه لار ده چې تړل يې پر وسله‌والو او حکومت د فشار هيڅ ډول لامل نه شي کېدلای، يوازې د خلکو له‌پاره يې ستونزې زېږېږولې دي.