894DE3C2-CCCA-4EA0-A05F-167FF6B3B9C2_w987_r1_s (1)

د فرانسې په پلازمینه پاریس کې ژوند ورو ورو عادي کیږي

د فرانسې په پلازمینه پاریس کې ژوند ورو ورو بیرته عادي کیږي او د سین سیند اوبه په ښکته کېدو دي.

د فرانسې د چاپیریال ساتنې وزارت وویل، د دغه سیند اوبه چې یوه ورځ مخکې شپږ متره او لس سانتي مترو ته لوړې شوې وې نن پنځه مترو او ۷۷ سانتي مترو ته راښکته شوي دي.

د پاریس لوی پالیس نندارتون نن پرانیستل شوی خو لوري او اورسي موزیمونه او نور ځایونه د سیلابونو له امله چې په دیرشو کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی، تراوسه تړلي دي.

د پاریس او لویرویلي څخه له شل زرو زیات کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

دغو سیلابونو به له شپږسوه میلیون ډالرو زیات تاوان اړولی وي.

په جرمني، فرانسه، بلجیم او رومانیا کې په وروستیو ورځو کې له سیلابونو سره په تړاو پیښو کې ټول ۱۸ کسان مړه شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.