ګارډین د یو طالب چارواکي له خولې وايي، نوی طالب مشر غواړې چې له امریکا او کابل سره خبرې مخکې ولاړې شي
ګارډین د یو طالب چارواکي له خولې وايي، نوی طالب مشر غواړې چې له امریکا او کابل سره خبرې مخکې ولاړې شي

د طالبانو د قطر د دفتر درې غړي اسلام اباد ته غوښتل شوي

په قطر کې د طالبانو د سیاسي نمایندګۍ درې تنه لوړ پوړي چارواکي پاکستان ته تللي څو ددې هیواد له امنیتي چارواکو سره د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ پر ممکنو خبرو اترو بحث وکړي او هغوی ته په دې برخه دې وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي .

دا خبره د ګارډین بریتانوي ورځپاڼې په یو راپور کې کړې ده . ددې راپور یوه لیکوال سمیع یوسفزی دی چې د طالبانو سره تړلي مسلې له نژدې څاري .

پاکستان ته د قطر له دفتر څخه د طالب چارواکو ددې سفر راپورونه وروسته له هغې خپریږي چې تیره اونۍ په قطر کې د طالب استازو ، د افغانستان د ملي امنیت ریس او یو لوړ پوړي امریکايي ډیپلوماټ ترمنځ د پټو خبرو اترو راپورونه خپاره شول .

په راپورونو کې ویل شوي چې په سیپټمبر او اکټوبر کې دې درې واړو لورو په دوحه کې دوه ځلې خپلو کې خبرې کړي دي .

همدارنګه وړمه ورځ داسې راپورونه هم خپاره شول چې راتلونکې اونۍ په سعودي عربستان کې د طالبانو او افغان حکومت د استازو ترمنځ د سولې خبرې اترې کیږي .

د ګارډین ورځپاڼه وايي، د طالبانو دوو سرچینو ورته ویلي چې درې طالب ډیپلوماټان د چارشنبې په ورځ د قطر له مرکز دوحې څخه د پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره پاکستان ته روان شوي دي .

یو لوړ پوړي چارواکي چې نوم یې نه دی یاد شوی ګارډین ورځپاڼې ته ویلي ، پاکستان ته تللي طالب چارواکي به له پاکستاني مقاماتو سره د سولې د خبرو په ګډون پر بیلابیلو مسلو خبرې وکړې او له دوی سره به نوې معلومات شریک کړي .

پاکستان ته له قطر څخه په تللو طالب چارواکو کې ، پاکستان کې د طالبانو پخوانی سفیر مولوي شهاب الدین دلاور ، د طالبانو د رژیم پر مهال د بهرنیو چارو د وزارت چارواکي مولوي جان محمد مدني او د پوهنې پخوانی مرستیال وزیر مولوی عبدالسلام شامل دي .

یو طالب چارواکي ګارډین ته ویلي ، د افغان او امریکايي چارواکو سره له بریالیو تماسونو وروسته په پاکستان کې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کیږي .

ګارډین ددې طالب چارواکي نوم نه دی یاد کړی خو له قوله یې وايي :

” طالبان او امریکایان په قطر کې څو ځله خبرو اترو ته ناست دي ، دا خبرې اترې ستونزمنې وي خو یو څه پرمختګ په کې شوی . انشاء الله موږ هیله لرو چې نورو خبرو کې به زیات پرمختګ وشي . “

د ۲۰۱۵ م کال په جولای میاشت کې پاکستان یو ځل توانیدلی و چې طالبان، د افغان حکومت استازي د چینايي او امریکايي ډیپلوماټاڼو په شمول اسلام اباد ته نژدې په مري کې خبرو اترو ته کینوي .

خو ددې خبرو اترو دویم تایید شوی او ټاکل شوی پړاو ځکه ترسره نه شو چې افغان حکومت د ملامحمد عمر د مرګ خبر اعلان کړ او ویې ویل د طالبانو مشر کلونه مخکې وفات شوی او ملا اخترمحمد منصور د نوموړي په نوم د تحریک چارې پر مخ وړي .

د مشرتابه لپاره له ترخې جګړې وروسته منصور په رسمي توګه د طالبانو نوی مشر وټاکل شو خو نوموړي د پاکستان په منځګړیتوب د سولې له خبرو سره لیوالتیا ونه ښوده .

منصور د مې په میاشت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. د ګارډین ورځپاڼې په وینا د نوموړې وژنې د سولې د خبرو چانس نور هم زیانمن کړ .

ګارډین ورځپاڼه په خپله لیکنه کې وړاندې وايي، سره له دې چې پاکستان هم د طالبانو په واک ته رسیدو او هم د ناټو په وړاندې ددې ډلې د مقاومت په بیا تنظیمولو کې د طالبانو مهم متحد و خو د طالبانو په تحریک کې د ننه یو شمیر طالبان د دوی په چارو کې د پاکستان له لاس وهنې ناخوښه وو.QATAR-AFGHANISTAN-TALIBAN-UNREST-OPEN

هغه طالب چارواکي چې ګارډین ورځپاڼې سره یې خبرې کړي ویلي ، د طالبانو نوی مشر ملا هبت الله اخونزاده هڅه کوي له امریکا او کابل حکومت سره د خبرو لاره پرانیزي .

دې طالب چارواکي ګارډین ته ویلي:

” پاکستان او نور ګاونډي هیوادونه به ورو ورو په دې خبرو کې راشامل کړی شي . پاکستان مهم ګاونډي دی او دې کې شک نه شته چې غواړي خبرو اترو کې دخیل و اوسي . “

خو ګارډین د یو لویدیځ چارواکي له خولې چې پاکستان ته لږ تر لږه له قطر څخه د دوو طالب استازو له سفر خبر دي وايي، ډیر ګومان نه کوي چې پاکستاني چارواکو سره دې ددوی غونډې د دوحې په وروستیو خبرو اترو راوڅرخي. دې چارواکو ویلي ، دا د اسلام اباد هغه هڅه ده چې غواړي کنټرول ته دور ورکړي او د امریکا له فشار او نړیوالې انزوا ځان وباسي .

دې غربي چارواکي ګارډین ته ویلي : ” دقطر طالبان او د کوټې یوې ډله له پاکستان سره د پاکستان په مشرۍ د سولې د خبرو اترو په پروسه غږیږي. دا یو جلا نوښت دی چې غواړې د چین او امریکا له فشار څخه وتښتي .“

دې چارواکي ویلي په طالبانو کې یو شمیر کسانو پر دې انتقاد کړی چې د قطر د دفتر غړي یې اسلام اباد ته احضاریږي .

طالبان دا مهال خپلو کې په سیالو ډلو ویشل شوي . د دوی تر منځ دا ویش دننه په افغانستان کې د جګړې په ډګر کې او همدارنګه د هغو په منځ کې محسوس دی چې پاکستان کې میشت دي . ګارډین ورځپاڼه وايي، دا چې د سولې خبرې وشي کنه او همدارنکه پر پیسو او سرچینو د طالب ډلو ترمنځ ترخه اختلافات موجود دي .

په دې اونۍ کې د اسوشیتید پریس خبري اژانس د طالبانو د یو چارواکي له خولې ویلي و چې په دوحه کې د طالبانو د دفتر مشر له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې برخه نه لرله .

ګارډین وايي، دا ددې څرګندوی ده چې د طالبانو د بیلابیلو ډلو ترمنځ اوس هم په دې اړه چې څوک دې د قطر د دفتر مشري وکړي ژور اختلاف موجود دی .