shora e ali harasaat 3

د طالبانو د جګړې سياسي سټېج؛ د حراست او ثبات شورا د بې‌ثباتي په جګړه کې

هغوی چې کلونه يې افغاني ملي ارزښتونه د جهالت د زمانې ناوړه دودونه ګڼل او د دغو ارزښتونو د بلډوز کولو جنډه يې پورته کړې وه.
هغوی چې د “اسلام سرحد ندارد” پر شعار يې تر افغانانو زيات د عربو ګټو او د شيخانو داعيې ته د اخلاص پر تظاهر ستړي وو.
هغوی چې د ملت پر ځای يې “امت” د خپلې ژمنتيا مرکز او محور ګرځولی و، نن د خپلو کانګو “استفراق” په څټلو اړ او د خپلې تبليغ کړې ناروا د روا ګرځولو فتوا ته وراوښتي دي.

ځکه خو يې په خپل نوي اجتهاد له پرونيو نارواوو په ګرځېدو پر ډېرو رواوو د ناروا ټاپې لګولې دي. دا ځکه چې دوی وار له مخه د روا، ناروا فتوا له خپلو شخصي ګټو او موخو سره تړلې، له همدې ځايه د پرون ټولې نارواوې نن د مور شيدې ورته ښکاري.
دوی د خپلو ګټو په شريعت او د خپل سياسي اسلام په لړليک کې تر ټولو لويه ناروا لويه جرګه راوستلې ده، تر دې چې دا يې خپل تنظيم او تنظيمي ادارو ته د ننوتو له‌پاره د تزکيې لومړنی شرط او حتمي پوښتنه ګرځولې وه.

که چا لويه جرګه د افغانانو ټول‌منلی ملي ارزښت او حقوقي اډانه پېژندله، يا يې له حل او عقد سره برابره ګڼله، د دوی له خوا د مغضوبينو تور ليسټ ته په ټېل وهل کېدو يې ټولې دروازې پر مخ تړل کېدې.
د دوی په خبره، لويه جرګه په ارذالو را ټوله وي، خو حل او عقد ته يوازې سوچه، رښتيني او پاک مسلمانان مخه موندلای شي.

دغه کړۍ چې لويه جرګه يې د ارذالو مجموعه بلله، نن د خپلو ګټو او موخو لپاره لويه جرګه يوازېنی هواری ګڼي او د يوې حربې او وسيلې په توګه يې لکه دين، شريعت، جهاد او مجاهد د خپلو موخو او ګټو پښو ته غورځوي.

د سرخط تر لاسه کړي مالومات ښيي چې د حراست او ثبات شورا د دولت او حکومت د بې‌ثباتي پر داسې پلان کار کوي چې پر مټ يې د ملکي نافرماني پر ليکه کورنی اغتشاش رامنځ ته او بيا په پغمان کې د دغه اغتشاش د مخنيوي په پلمه په يوه جعلي لويه جرګه کې موقت حکومت اعلان کړي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی او جهادي مشر عبدالرب رسول سياف چې تر ځمکه لاندې د دغې شورا قيادت پر غاړه وړي، د موقتې دورې د جمهور رييس او صدراعظم مقام ته په څار او څاو کې دی. ښاغلی سياف چې له تنظيمي جګړو يې صدراعظمي ته تور زېړی دی او حامد کرزي چې د واک د مميزو په خوند يې خوله روږدې ده، داوودزی يوازې د قربانۍ د ګډوري په توګه دغه قمار ته غورځولی دی چې له بې‌توپيري يې په ډېره اساني د ناکامي او رسوايي خټې پر څټ ورتپلای شي.

عمر داوودزي چې ځان د دې شورا د بهرنيو اړيکو مسوول او د رييسه هيت غړی معرفي کوي، په ډاګه کړې چې تر سنبله وروسته د حکومت مشروعيت له منځه ځي او نور دوی دغه حکومت په رسميت نه پېژني.

دا په حقيقت کې د دغې شورا له خوا د حکومت پر ضد د جګړې اعلان دی چې ښايي له داودزي پرته بل چا دغسې بې‌مسووليته څرګندونو ته زړه نه وای ښه کړی.
پوښتنه دا ده چې د حکومتونو د په رسميت پېژندلو حقوقي او قانوني اړخ، څه او څوک کېدای شي او داوودزی له کوم سټېج او حقوقي حيثيته ځان ته دا حق ورکوي چې حکومتونه د خپلې خوا پر رسميت پېژندلو تابع کړي؟

داوودزی چې اوس يې هم د خپل وزارت له مهاله نيمايي خوشال‌مېنه په ناقانونه پاټکونو کلابنده ده، له کوم عنوان او ټايټله تر سنبلې وروسته حکومت نامشروع ګڼلای شي؟
نوموړی چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر د رييس په توګه د ايران، امريکا، پاکستان او… له خوا د ډالرو د ډکو کڅوړو تحويلدار پېژندل کېده، په اسلام‌اباد کې د سفير او بيا د کورنيو چارو د وزير په توګه د بې‌کفايتي او کاواکي لړزوونکی تاريخ لري.

دا به ډېره سپين‌سترګي وي، وړاندې له دې چې تاريخ او خلکو ته د خپلې پړې او مسووليتونو ځواب ورکړې، له سره د ملت پر اوږو د سپرېدو خوب ته ورګرځې.
سرخط ته رسېدلي راپورونه څرګندوي چې د ثبات او حراست شورا همدا اوس د موازې يا د دوی په خبره، موقت حکومت پر پلان کار کوي، ځکه خو يې پغمان چې په اماني حکومت کې د لويو جرګو وياړ ورسره دی، د خپلې خوښې د لويې جرګې له‌پاره په خپله اجنډا کې په نښه کړی دی.

په دې توګه هغه استخباراتي جګړه چې طالبانو په ځانمرګيو بريدونو بریالۍ نه کړای شوه، په پغمان کې په نوې بڼه او کچه د غځېدا سياسي سټېج ورته درول شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.