دا لیکنه ، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب  رسنیو ته استولې ده .
دا لیکنه ، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب رسنیو ته استولې ده .

د صلحي د دښمنانو شرارتونه څنگه شنډ كړو؟ ـ حقپال

حقپال

د چا چي په جگړو كي زامن وژل كېږي، نه ئې سر خوندي دئ، نه عزت او نه مال، عزت ته ئې سپكاوى كېږي، د پرديو په وسلو سمبال مزدور او شرير جنگيالي پرې مسلط شوي، له وضعيت ستړي دي، صلح غواړي، واقعي صلح چي هم امنيت تأمين كړي، هم عدالت، او هم د هېواد خپلواكي او د افغانانو ملي حاكميت تضمين كړي، دوى بايد متوجه وي چي صلح كورني او بهرني دښمنان لري، دواړہ د جگړو په دوام كي خپلي گټي لټوي، نه پرېږدي جگړہ پاى ته ورسي او صلح تأمين شي، د صلحي د هر بهير د شنډولو لپاره هم دسيسو ته پناه وړي او هم شرارتونو ته. صلح د دغو كړيو له ځپلو او د هغوى د شرارتونو او دسيسو له شنډولو پرته نشي ترلاسه كېدى.

افغانان بايد صلح خپل مسلم حق وگڼي او دښمنان ئې د خپل حق غاصبان، دا حق بايد له غاصبانو د خپلو مټو په زور ترلاسه كړي، هيڅوك به دوى ته د گلانو په ټوكرۍ كي صلح ډالۍ نه كړي، كه د خپل حق ترلاسه كولو لپاره ملا ونه تړي تل به ترې محروم وي.

صلح غوښتونكو! آيا په رښتيا صلحي ته ژمن يئ، د جگړو پاى ته رسول غواړئ، په دروغجنو شعارونو سره نه نور غولوئ او نه خپل ځان؟!! آيا په دې لار كي لږي قربانۍ ته چمتو يئ؟! كه داسي وي نو زه تاسو ته څو وړانديزونه لرم:

• په جگ غږ اعلان كړئ چي د صلحي دښمنان نه بخښو، نه يوازي ملاتړ ئې نه كوو بلكي مخه ئې په كلكه نيسو، تيار يو كږې خولي په سوك سمي كړو.

• نه پرېږدو هغه چي اشغالگرانو زموږ پر هېواد تپلي، غله، مفسدين، وطنپلورونكي، ملي خائنان، د پرديو د مټو په زور د اقتدار پر كرسيو كښېنول شوي، هغه چي د جنگ دوام د خپل اقتدار لپاره ضروري گڼي، نه پرېږدو تر دې زيات د افغانانو پر برخليك لوبي وكړي. كه له شرارتونو لاس وانه خلي رڼا ورځ به پرې توره شپه كړو، د اقتدار نشه به ئې ماته كړو، كرسۍ به ئې نسكوره كړو، د دوى قصرونه او د دوى د بادارانو او حامي هېوادو سفارتونه به محاصره كړو، ټولي لاري به پرې بندي كړو، او ټول هوائي ډگرونه به محاصره كړو، نه به د خپل كور له بنگلي تر قصرونو پوري د تگ اجازه وركړو او نه له هېواد د تېښتي اجازه.

• كه له ټول افغانستان او ټول كابل يوازي د هود خيل او تره خېل زمريان، د ارغندي، چهاردهي او پغمان توريالي، د قره باغ او كلكان باتوران، د چهار آسياب او موسئي ننگيالي او د څو نورو سيمو زړہ ور او مخلص صلح غوښتونكي ملاوتړي د دې كار لپاره كفايت كوي، فقط دې ته دي چمتو شي چي څو ورځي به سړكونو ته راوځي، پرته له وسلو، د سولي له بيرغونو او شعارونو سره، هغه به يا استعفاء ته اړ كوي يا له شرارتونو لاس اخيستو چي د صلحي په وړاندي خنډونه راولاړوي. ټول افغانان ئې پېژني، آدرسونه او قصرونه ئې ټولو ته معلوم دي.

په بشپړ يقين سره ويلي شو چي په دوه دريو اونيو كي به هم د جگړي او جگړمارو ټغر ټولېږي او هم به د افغان ولس د خوښي صلح او نظام رامنځته كېږي.
حزب اسلامي په بشپړ اخلاص او له قيد او شرط پرته او په داسي حال كي چي د ځان لپاره ئې هيڅ څه نه دي غوښتي؛ نه وزارتونه او نه نور امتازات؛ د صلحي لپاره راوړاندي شو، د بين الافغاني مذاكراتو له ابتكار او وړانديز سره، او دا د دې لپاره چي د بهرنيو شريرو كړيو د ناروا لاسوهنو مخنيوى وكړي، افغانان خپلي ستونزي په خپله او د پرديو له وساطت او وصايت پرته حل كړي، يوازي هغه څه ئې وغوښتل چي ملت ئې غواړي، هغه څه چي د جگړي د پاى ته رسولو او ډاډمني صلحي لپاره ئې غوښتل او منل ضروري وو، د صلحي كورنيو او بهرنيو دښمنانو په ټول طاقت هڅه وكړہ چي دا بهير شنډ او د دولت او حزب اسلامي تر منځ د توافق مخه ونيسي، خو د حزب اسلامي د پلاوي او مشرتابه انعطاف، زغم، تدبر او صبر په نتيجه كي خبره د يوه تفاهمليك تر لاسليك پوره ورسېده، ځينو دا غوښتنه درلوده چي د ملي وحدت حكومت او په دې ائتلافي حكومت كي د جان كيري له لوري د اقتدار د ويښ پرېكړہ به له تغيير پرته منل كېږي، د بهرنيو ځواكونو د وتلو غوښتنه به نه كېږي، د امريكا- افغانستان تر منځ امنيتي تړون به منل كېږي، د انتخاباتو د اړوند كميسيونونو په تركيب كي به هم د جان كېري د پرېكړي او وېش درناوى كېږي، حزب اسلامي به د اړوند كميسيونونو د اصلاح مطالبه نه كوي، او دې ته ورته نوري نامعقولي او حساسيت پاروونكې غوښتني، حزب اسلامي په سړہ سينه ځواب وركړى، ورته ويلي ئې دي:

د دې معنى خو يوازي دا ده چي روان حالت به دوام كوي، د جگړي عوامل به په خپل حال پاته وي، جگړہ دوه ستر عوامل لري: اشغال او د اشغالگر ځوكونو شتون او هغه حكومت او تركيب ئې چي د دې اشغال زېږنده دئ. كه په دې سره صلح راتلى شوى نو په تېرو شپاړسو كلونو كي به راغلې وه او كه جگړہ په بشپړہ توگه له منځه نه وه تللې نو راكمه شوې خو به وه. له دې ټولو خنډونو او شرارتونو سره سره د تفاهمليك يوه مسوده د لاسليك لپاره چمتو او د دواړو لوريو مشرانو ته د ملاحظې او تأييد لپاره ولېږل شوه، د حزب اسلامي مشر خپل ملاحظات وليكل، مبهم ټكي ئې په گوته كړل، د دې لپاره چي په مبهمو او لانجمنو ټكو بحث ځنډمن نشي او د معاهدې لاسليك ونه ځنډېږي؛ داسي متمم سند ئې وړاندي كړ چي د دغو مبهمو موادو د حل و فصل واك د دواړو لورو مشرانو ته محول شي؛ چي په گډہ او اتفاق سره به په دې اړہ پرېكړہ كوي. خو متأسفانه مقابل لورى يو نه بلكي دوه مشران لري، د مساوي او برابر واك سره؛ په داسي حال كي چي يو بل نه مني، يو ئې دې ته چمتو نه وو چي د دولت په استازيتوب جمهور رئيس ته دا واك وسپارل شي. نو ځكه ئې له دې متمم سند سره كلك مخالفت پيل كړ؛ دومره چي نه يوازي توافق وځنډېږي بلكي د صلحي ټولي هڅي له شنډېډو سره مخامخ كړي.

ما ته چي د متمم سند كومه نسخه په لاس راغلې مهم ټكي ئې دا دي:

• د تفاهمليك په مسوده كي ځيني ابهامات تر سترگو كېږي چي مزيد وضاحت ته ضرورت لري، د دې لپاره چي ابهامات ئې رفع او په دې توگه د راتلونكو لانجو مخنيوى وشي، دا متمم سند د دواړو لوريو په توافق ليكل شوى:

• د تفاهمليك د 4، 8 او 13 مادو د ابهام رفع كولو په اړہ به جمهور رئيس محمد اشرف غني او د حزب اسلامي افغانستان امير حكمتيار په گډہ او توافق سره وروستۍ پرېكړہ كوي، دا مادې بالترتيب په دغو قضاياوو پوري تړاو لري: د بهرنيو ځواكونو د حضور پاى ته رسېدو څرنگوالى، د انتخاباتو بڼه، د انتخاباتو د كميسيون په تركيب او جوړښت كي د حزب اسلامي ونډہ، او په حكومت كي د مشاركت څرنگوالى.

• توافقليك او متمم سند به هممهال لاسليك كېږي، د سندونو په پاى كي به دواړہ مشران لاسليك كوي.

وطنپال سوله غوښتونكي او عقلمن افغانان به حتماً دا قضاوت كوي چي په دې متمم سند كي حزب اسلامي هيڅ امتياز نه دئ غوښتى، د لانجو د حل لپاره ئې معقول وړانديز كړى، له دې سند سره به يوازي هغه څوك د مخالفت لار غوره كوي چي له صلحي سره نه پخلا كېدونكې دښمني لري، په جنگ كي ستر شوي، له جنگ تغذيه كېږي، د جنگ دوام ئې مأموريت دئ او په هيڅ توگه نه غواړي د پرديو نيابتي او استخباراتي جگړہ پاى ته ورسېږي. تر څو چي دوى د اقتدار له كرسيو راكوز نه كړى شي صلح نشي راتلى.
حقپال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.