CoHrEYUXYAAdY90

د شیطان څراغ ناورین

 

د رڼا د خواست په پلمه يې سلګونه خلک په تیارو کې ډوب کړل

په دې نازکو شرایطو کې چې هیڅوک او د هیچا سر امن نه دی، دا مظاهره د دښمن له‌پاره د انسانانو د ښکار کولو یوه ښه موقع وه او بالاخره سلګونه کورنۍ یې د وېر پر ټغر کښېنولې، انتحاري هم لاړ مړ شو، خو غم دا دی چې دا پېښه تر شا نورې ورانوونکې زلزلې لري، نیم خلک د مظاهرو په غرضي رهبري کوونکيو شک کوي چې د دې بېرونۍ توطیې برخه وو، لاریون کوونکي به بیا په دولت تور پورې کوي چې ګویا دوی زموږ غږ په ستوني کې راوچول غوښتل، په توکمیز لحاظ به دا غم شخصي وګڼل شي او هغه بهرنیان چې نه یې په موږ اوبه پیرزو دي، نه برق او نه د الیکېن رڼا، هغوی به وايي چې دا دی په خپل خواهش کې مو د خپل ارمان په قبر کې خښ کړل او دواړه حالتونه زموږ د هېواد د دښمن په ګټه دي.

پرون افغان ملت یو وارې بیا وینې وژړلې، د خپل مدني حرکت او خپل معقول حق غوښتنې له‌پاره یې سړکونه په خپلو وینو رنګ شول او د افغانستان دخلکو د بقا او ښېرازۍ دښمن دې تراژیدي ته پرون بیا په چینګو داړو وخندل.

دا یوازې پاکستان نه دی چې له طالبه استفاده کوي او د افغانستان بنسټونه، خلک او ارمانونه په بمونو الوځوي، زموږ داسې په څېره پاسته، په خېټه پاخه رقیبان هم شته چې د ډیپلوماسي په ګرم لاس کې یې تېره مېخونه دي او د ښه ملګري په توګه هر وخت پټ سکونډ راکوي.

له کله چې په افغانستان کې د اوبو د مهارولو او د برېښنا کیسه توده شوې، حکومت چې له کله د اوبو او برق سټراټېژي ته لاس وغځاوه، ورسره سم د افغانستان د بنسټیزو او حیاتي امېدونو دښمن په ډېره ماهرانه توګه هغه زاړه مېتود ته لاس وغځاوه.

ظاهراً دا چيغه د برحقه داعيې له‌پاره د معصومو او نیازمنو خلکو له خوا بدرګه کېږي، خو څوک چې له دې اعتبار او باورونو سره لوبه کوي، هغوی ته هره ورځ د ډالرو بکسونه راځي.

ظاهراً داسې ښوول کېږي چې دلته څه خلک د عوامو له غمه مړه دي، کله د بامیان د خلکو تیاره کورونه پلمه کړي، کله د کابل کندهار پر لاره حلال شوي جسدونه په اوږه کړي، خو د دې هر څه تر شا یو لوی استخباراتي تجارت روان دی او د دې تجارت موخه دا ده چې یو د بل په مرۍ وغرېږو او ګټه یې هغه ګاونډي ته ورسېږي چې یو باثباته او متفق افغانستان نه‌شي زغملای، حتا په خوب کې یې هم نه‌شي لیدلای.

د افغانستان اوبه چې مهار کېږي، د افغانستان جغرافیا چې د انتقالاتي صنعت او غازو نفت په مسیر بدلېږي او هغه د اور میدان چې د اقتصادي تبادلې په چارسو بدلېږي، هغه ځمکه چې منځنۍ اسیا له منځي ختیځ او نورې دنیا سره د تجارت او اړیکو په معیار تړي، دغسې هېواد د هغو هېوادونو له‌پاره هیڅ د زغم وړ نه دی چې ټول وخت یې له وران او په خپل ویر اخته افغانستان څخه خوند اخيستی دی.

په دې کې د دوی د شامپو له تولیده نیولې، تر پاپړو او واسلینو هر څه د مصنوعاتو په نامه خرڅېږي او مبدا هېواد له دې شډل مارکېټ څخه په تېرو دریو لسیزو کې ځان پړسولی او سیاسي اړخ یې دا چې له دې ځایه یې د پراختیا غوښتنې خوب په حقیقت بدل کړی دی.

د افغانستان هر شکایت له دوو بدو ګاونډیانو ایران او پاکستانه دی. دا د زمانې او دغو شرایطو یو حقیقت دی، خو ایا حقیقت کولای شي مطلق حل لاره وګڼل شي؟ نه!

نو، په کار ده چې موږ په هغو عواملو پسې وګرځو چې د بل د مداخلې او تخریبي اجنډا د تعمیل زمینه برابروي او یا دا پردي پلانونه په خپله خاوره تطبیقوي او له کرداره یې خوند اخلي.

وړمه ورځ د مدني نهادونو او مخورو یو لوی پاړکی د روشنایي له جریان څخه جلا شو، دغه معترضینو وویل، دوی د یوه ارمان له‌پاره راپاڅېدلي چې د بامیاني کور رڼا کړي، خو داسې اېسي چې د دې پروګرام په سر کې داسې خلکو ځای نیولی چې یو زر نور کورونه تیاره کړي.

دوی وویل چې د روشنايي جریان په سر کې داسې خلک دي چې له حکومت سره خپل مشکلات لري، بېرونۍ اجنډاوې لري، انتخاباتي برنامې لري، له نورو خواوو ورسره لاس وړل کېږي او دا هرڅه د یو متحد ملت په منځ کې د قومونو او قبیلو د وېش له‌پاره، د سمتونو د تضاد له‌پاره، د نظام د تضعیف له‌پاره او په ټوله کې د شخصي ګټو او بېرونیو برنامو له‌پاره کېږي، نو هغه څراغ چې یو کور رڼا کړي سل نور تیاره کړي، تر لګولو یې نه لګول بهتر دي.

د دې خلکو اشارو ډېرې مسلې روښانه کړې، اما د دې ترڅنګ د دې جریان په سر کې ډېرې خطرناکې څېرې دي، واضح تعریف یې دا دی چې افغانستان نه مني، افغان نه مني، له نظام سره مشکل لري، حکومت خو یو عادي اپروج دی، دوی د افغانستان له اوسني جوړښت او ملیتي مېکانیزم سره شخړه لري، دوی سهار په کابل، ماښام په تهران کې وي، نو دوی خپلې عقدې د خلکو او مجبورو انسانانو په پاکو ارزوګانو کې پېچي او بیا له دې ساده او سپېڅلو باورونو د بېرونیو مزدرویو او استخباراتي خدماتو له‌پاره استفاده کوي.

څه چې خلکو یې وېره درلوده هغسې وشول، تر شپېتو زیات بې‌ګناه مدني خواه او معتدل د برېښنا ارمانجن شهیدان شول، تر دوه نیم سوه زیات په روغتونونو کې په وینو لژند دي. په دې نازکو شرایطو کې چې هیڅوک او د هیچا سر امن نه دی، دا مظاهره د دښمن له‌پاره د انسانانو د ښکار کولو یوه ښه موقع وه او بالاخره سلګونه کورنۍ یې د وېر پر ټغر کښېنولې، انتحاري هم لاړ مړ شو، خو غم دا دی چې دا پېښه تر شا نورې ورانوونکې زلزلې لري، نیم خلک د مظاهرو په غرضي رهبري کوونکيو شک کوي چې د دې بېرونۍ توطیې برخه وو، لاریون کوونکي به بیا په دولت تور پورې کوي چې ګویا دوی زموږ غږ په ستوني کې راوچول غوښتل، په توکمیز لحاظ به دا غم شخصي وګڼل شي او هغه بهرنیان چې نه یې په موږ اوبه پیرزو دي، نه برق او نه د الیکېن رڼا، هغوی به وايي چې دا دی په خپل خواهش کې مو د خپل ارمان په قبر کې خښ کړل او دواړه حالتونه زموږ د هېواد د دښمن په ګټه دي.

اوس دولت ته په کار ده چې هم د دې مظاهرو د امنیت د نه خونديتوب په بې‌غورۍ او توطیه متهم کسان د زندان تمبو ته واچوي او هم هغه خلک او استخباراتي تړاوونه یې مالوم کړي او په سزا یې ورسوي چې له ګواښونو خبر وو، خو بیا یې هم د خوشباورو زلمیانو وینې د خپل غرض له‌پاره داو کړې.