تر چاودنو مخکې
تر چاودنو مخکې

د شهیدانو د څلور لارې نومول او د کابل پر بریدونو نړیوال غبرګون

 

په داسې حال کې چې افغانستان نن د شنبې د ورځې د روښنايي د غورځنګ په لاریون کې د شویو چاودنو د قربانیانو په ویر ملي ماتم نیولې ، ولسمشر غني په یوه اعلامیه کې د دهمزنګ څلورلارې ” د شهیدانو د څلور لارې “ په نوم نومولې ده .

د ولسمشر غني له مطبوعاتي دفتره په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې ویل شوي دا کار یې ددې لپاره کړی څو راتلونکې نسلونه په یاد ولري چې ددې هیواد وګړو ډیموکراسي او ولسواکي په څه قیمت تر لاسه کړې ده .

جنګي جنایت

بل خوا ملګرو ملتونو په کابل کې پروني ځانمرګي بریدونه چې اتیا کسان یې ووژل ” جنګي جنایت “ بللی دی او ویلي یې دي هغه کسان به چې په سوله ایزو لاریون کونکو یې برید کړی په دې اړه حساب کتاب پرې کړي .

په برید کې تر ۲۶۰ زیات کسان ټپیان شوي هم دي .

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ،تدامیچي یماموتو ویلي په داسې پیمانه د ولسي خلکو په نښه کول ستر جنګي جنایت دی .

امریکا 

د امریکا متحدو ایالتونو دا بریدونه غندلي دي سپینې ماڼۍ ویلي پر ولسي خلکو دا ډول بریدونه د زغم نه دي .

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي بیا د غندنې تر څنګ ولسمشر غني ته د مرستې وړاندیز کړی څو وکولای شي په دې برید کې لاس لرونکې د قانون منګولو ته وسپاري .

د امریکا د ولسمشرۍ د څوکۍ ډیموکراټې کاندیدې هیلري کلینټن هم د کابل پروني خونړي بریدونه غندلي دي او په خپل ټویټر کې یې ویلي ، په کابل کې د لسګونو سوله ایزو لاریون کونکو وژنې خواشینې کړې او زیاته کړې یې ده چې د ترهګرۍ خلاف د افغانستان له خلکو سره ولاړ دي .

روسیه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتنی پر دې سربیره چې ولسمشر اشرف غني سره یې د کابل پر پرونیو چاودنو خواشیني ښودلې ، د افغانستان سره یې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د نژدې همکارۍ وړاندیز کړی .

د کرملین مطبوعاتي دفتر وايي ، ولسمشر پوتین په کابل کې په ولسي خلکو دا برید په سختو ټکو غندلی او د افغانستان د حکومت او خلکو سره یې د ترهګرۍ د هرې بڼې په وړاندې په مبارزه کې د خپل هیواد د همکارۍ چمتوالی څرګند کړی دی .

ایران د یووالي غوښتنه کړې

ایران چې ویلي کیږي د پرونیو بې دلیله مظاهرو په هڅونه کې یې لاس درلود هم دا برید په سختو ټکیو غندلی .

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي ، د کابل چاودنې د داعش د وحشت یوه بله بیلګه ده . د ظریف په وینا شیعه او سني دواړه ددې ډلې د بریدونو قربانیان دې او د نړۍ مسلمانان باید ددې ډلې په وړاندې یو موټی شي .
مالیزیا ، پاکستان ، بریتانیا ، اروپايي هیوادونو او د نړۍ بیلابیلو سازمانونو هم دا بریدونه غندلي دي .

تیره شپه د بریدونو په سیمه کې  د کابل خلکو د قران پاک تلاوت وکړ او د قربانیانو په  یاد یې شمعې روښانه کړې
تیره شپه د بریدونو په سیمه کې د کابل خلکو د قران پاک تلاوت وکړ او د قربانیانو په یاد یې شمعې روښانه کړې

تر نورو خونړی برید

دا برید د مرګ ژوبلې له پلوه په وروستیو میاشتو کې په کابل تر ټولو خونړی برید دی چې د طالبانو پر ځای په کې د اسلامي دولت وسلواله ډله یا داعش لاس لري . د داعش د اعماق خبري اژانس وايي دوه بریدګرو یې د لاریون په منځ کې ځانونه الوزولي دي . د کابل امنیتي ځواکونه وايي دریم برید ګر د امنیتي ځواکونو له خوا تر چاودنې مخکې په ډزو وژل شوی دی .

پر لاریونونو بندیز

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تر راتلونکو لسو ورځو پورې لاریونونه بند اعلان کړل . ددې وزارت په یو اعلامیې کې ویل شوي :

” با درنظر داشت مواد پنجم، ششم و چهاردهم قانون اجتماعات، اعتصابات و تظاهرات و همچنان مواد پنجم و دهم قانون پولیس و ماده بیست و دوم میثاق بینالمللی حقوق مدنی و سیاسی، تا از تاریخ اعلان این ابلاغیه الی مدت ده روز برگزاری اجتماعات و تظاهرات ممنوع اعلان میگردد.“

په اعلامیه کې ویل شوي چې دا اقدام یې د کابل د شنبې د ورځې د بریدونو د قربانیانو د تدفین د مراسمو د امنیت او د ټپیانو ښې درملنې ته د رسیدو په هدف کړی .

د کورنیو چارو وزارت د روښنايي غورځنګ په پرونۍ مظاهره کې شویو بریدونو ته په اشارې ویلي چې د مظاهره چیانو د امنیت لپاره یې له خپلو ټولو شتو وسایلو کار اخیستي خو بریدګر توانیدلي چې له وړو خلاوو په استفادي دا چاودنې وکړي .

د مظاهرو تنظمیونکو خبرداری له پامه غورځولي

حکومت له مخه خبرداری ورکړی چې که په داسې مظاهرو کې ناوړه پېښې رامنځ ته شي مسول به یې د احمد بهزاد په شمول څو تنه وي .
حکومت له مخه خبرداری ورکړی چې که په داسې مظاهرو کې ناوړه پېښې رامنځ ته شي مسول به یې د احمد بهزاد په شمول څو تنه وي .

ځینو لویدیځو رسنیو د ارګ په حواله ویلي چې مظاهره چیانو ته تر مظاهرې د مخه د برید په اړه جدي خبرداری ورکړی شوی و او ددوی له مشرانو سره د ستونزې د هواري په یوه طرحه هم سلا شوي وه.

خپله د روښنايي غورځنګ یو شمیر غړو هم ویلي چې تر مظاهرې یوه ورځ مخکې له ارګ سره په یو داسې طرحه سلا شوي و چې ددې غورځنګ ډیرو غړو ته د منلو وړ وه .

خو احمد بهزاد ، داود ناجي او څو نور چې خپله هزاره رسنیو شهرت طلب او پردي پال بللي ، دا طرحه رد کړه او لاریون ته ووتل .

داود ناجي د یکشنبې په ورځ ویلي ، دوی ته ویل شوي وو چې د بریدونو ګواښ موجود دی له همدې کبله یې له لسو پلان شویو لاریونونو نهه ترسره نه کړل .