afghanistan-fruits

د سړو خونو نه شتون، افغان بزګرو او سوداګرو ته لوى اقتصادي زيان اړوي

افغان بزګر وايي د حاصلاتو په فصل کې د محصولاتو لپاره د مناسب بازر د نه شتون له امله هر کال زيان کوي. دوى وايي که يې د حاصلاتو د ساتنې لپاره وړ شرايط رامنځته شي، له يوه لوري به هېواد ته د بهرنيو مېوو د راتګ مخه ونيول شي او له بله لوري به دوى له دغه تکراېدونکي زيان نه په بچ کېدو سره، د حلالو بوټو کرلو ته وهڅول شي. ځينې سوداګر دا هم وايي چې د افغانستان مېوې له دې امله چې په هېواد کې يې د ننه د ساتنې لپاره مناسب ځايونه نه شته ګاونډي هېواد پاکستان ته ځي او کله چې په افغانستان کې د مېوو فصل تېر شي خپلې مېوې بېرته پر افغانانو په دوو بيو پلوري.

افغان بزرګر او سوداګر وايي چې د سړخونو د نشتون له کبله هر کال له مالي زيان سره مخ وي. دوى ادعا کوي چې د حاصلاتو په وخت خپل محصولات د مارکېټ د نشتون له کبله په ډېره ټيټه بيه پلوري چې ان دوى خپل لګښتونه نه شي پوره کولى.

دا په داسې حال کې ده چې په اوس وخت کې د کابل په مارکېټونو کې د ميوو، پيازو او کچالو بيه ډېره لوړه شوې چې پلورونکو او اخستونکي دواړه يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د کابل د ببرک چمن په مارکيټ کې د هدايت الله په نوم يوه پلورنکي هميانۍ ورځپاڼې ته وويل چې د سړخونو د نشتون له کبله د هېواد ټول محصولات د حاصلاتو په وخت کې بازار ته راوځي، نو په دې اساس د ميوو قيمتونه را پريوزي، خو چې فصل ختم شي په لوړه بيه يې له بهر نه بېرته را واردوي.

دا چې په هېواد کې مناسب او کافي سړخونې نه شته، نو محصولات نه ساتل کيږي او په ټيټه بيه په داخلي او بهرني مارکېټونو کې پلورل کيږي او دا د دې لامل شوى چې ډېرى باغدارن خپل باغونه له منځه يوسي.

د هدايت د معلوماتو پر بنسټ د افغاني ميو قيمت د هغو په موسم کې مثلا يو من لوړ کيفيته انګور په ١٥٠ او ١٧٠ افغانيو ته راټيټيږي او لومړۍ درجه مڼو بيه د ٢١٠ او ٢٢٠ تر منځ وي، خو په اوس وخت کې چې مڼې له بهرنيو هېوادونو په ځانګړي ډول له ايران او پاکستانه نه راځي او بې کيفيته هم دي په ٦ سوه افغانۍ پلورل کيږي.

د حسيب الله په نوم د وردګو ولايت يوه بڼوال وايي د حاصلاتو په فصل کې د خوشالۍ پر ځاى د محصولاتو مارکېټ ته اندېښنې وړي وي.

نوموړي زياته کړه چې د مڼو د قيمت د رالوېدو له کبله دوى د مارکېټ د نه شتون له امله د وښو په ځاى حيواناتو ته اچوي او ان نه شي کولاى چې خپل مصارف پوره کړي.

د يادو باغدارانو او سوداګرو په وينا د سړخونو د نه شتون له کبله هر کال دې سکتور ته ميلينونه افغانۍ زيان رسيږي.

دا په داسې حال کې ده چې د پيازو او کچالو قيمت د هغې په موسم کې يو من اعلى پياز ١٢٠ افغانۍ وه، خو په اوس وخت کې يې بيه ٣٠٠ افغانۍ ته لوړه شوى.

د سوداګرو د معلوماتو پر بنست زموږ توليدات په ارزانه ګاونډيو هيوادو ته ليږدول کيږي او هلته په سړخونو کې زخيره کيږي او ورسته بېرته په لوړه بيه افغانستان ته را وارديږي.

دوى حکومت په نه پاملرنه تورنوي چې نه ورته مارکيټ پيدا کوي شي او نه هم مناسب ځاى چې دوى په کې خپل محصولات زخيره کړي او وروسته يې په مناسب قيمت و پلوري.

يادو کسانو زياته کړه چې دوى دومره وس نه لري چې په شخصي پانګې سړخونې جوړې کړي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د کرنې او مالدارۍ وزارت د چارواکونظر هم واخلو، خو له ډېرو هڅو سره سره وه نه توانېدو.

که چېرې د محصولاتو د ساتلو لپاره مناسب ځاى جوړ شي له يوې خوا به مو خپل باغونه او باغداران حمايه کړي وي او له بلې خوا به مستهلکين وکولاى شي له يادو محصولاتو نه په مناسب قيمت په هر وخت کې ګټه پورته کړي.

همدارنګه نور به اړ نه يو چې له بهرنيو هيوادونه نه بې کفيته ميوې او خوراکي توکې را وارد کړو چې ياد عمل کولاى شي د تجارت بيلانس ته هم مفيد واقع شي.