Spama-

د سپما او کنجوسۍ ترمنځ ډیر توپیر دی

سپما د پرځای لګښت او کنجوسي د لګښتونو د مخنیوي لپاره کارول کیږي. له کنجوسو خلکو نه نه یوازې دا، چې دوستان او ملګري خوښ نه دي، بلکې ژوند هم پرې تریخ تیریږي، خو سپماکوونکي شتمني مومي او خپل مالي لګښتونه کنټرولوي.

جان راکفلر په ۳۳ کلنۍ کې د نړۍ مشهور میلیاردر و، خو خورا کنجوس و. دا، چې په پیسو کې خورا سخت او د زیان پر وړاندې بې زغمه و، په بېلابېلو ناروغیو اخته و. سر یې پک، په معده ناجوړ او په دماغو نارامه و. هغه په یوه ډالر پسې سرماتوه، خو له اوونیز یو میلیون ډالري عاید څخه یې په اوونۍ کې یوازې دوه ډالره پرځان لګولای شول. ددې ستر لامل داو، چې کنجوسۍ ټول نعمتونه ترې اخستي و، هیڅ شی یې نه شوای خووړلای او د مرګ کندې ته نږدې و. خو کله، چې راکفلر په ۵۳ کلنۍ کې د ډاکټرانو په مشوره کنجوسي پرېښوده، په لږ وخت کې بېرته مناسب روغتیايي وضعیت ته را وګرځېد.

زما یادیږي، چې زموږ د دفتر رییس یوه ورځ د څوکېدار پرځای له مانه له بازاره د راډیو بټرۍ را وغوښتې. ما بټرۍ په لس کلدارو واخستې، خو رییس صیب ته مې وویل، چې په اته کلدارو مې اخستې دي. هغه سر وخوځاوه، چې دوه روپۍ یې ګرانې درکړې بیرته یې ور وړه. ما ورته وویل، چې دا تر شپږ روپۍ والو با کیفیته دي، خو ویې نه منله. بهر ووتم، له جیب نه مې دوه کلدارې راواخستې او څو دقیقې وروسته مې له بټریو سره یوځای ورکړې.

ویې ویل: (( دغه ده، ما خو درته ویل، چې په شپږ روپۍ دي)).

دلته مې د رییس د کنجوسۍ له امله څلور کلدارې زیان وکړ، خو دا مې پرځان نه لورېده، چې د دوو روپیو په خاطر زه د ټول بازار په دوکانونو وګرځم، ځکه زه پوهېدم، چې قیمت ټول یو دی، خو رییس صیب دوه کاله وروسته له لندن نه راغلی او پخوانۍ بیې یې لا اوس هم په ذهن کې دي.

داسې کسان هم په ټول عمر ښه ورځ نه مومي. که پیسې یې هرڅومره ډېرې وي، ژوند او د نورو ژوند به ورسره تریخ وي.

دا سمه ده، چې پیسې سړی خوشاله ساتي، خو د خوشالۍ ترڅنګ انسان ته اندېښنې هم ټوکوي.

څنګه خپله شتمني وساتم؟ غله یې رانه یونسي؟ څوک مې په خپلو پیسو پورې ونه وژني؟

که په مالونو کې مې زیان وکړ، څه به کوم؟ دا دومره ستر زیان څنګه جبیره کړم؟
دا ټولې اندېښنې د پیسو له امله پیدا کیږي، خو که موږ یې وړ حل لارې ولټوو، کله هم د اندېښنو او تشویشونو نه ښکار کیږو.

پیسې وسپموﺉ، دا د هوښیارو خلکو کار دی، خو په وړ لګښتونو کې کنجوسي مه کوﺉ، چې دا یوازې او یوازې پښیماني پیدا کوي. که تاسې د موټر په اخستلو کې د هغه د کیفیت پرځای پر قیمت فکر وکړﺉ، تاسې ته به ۵۰ زره یا ۱۰۰ زره افغانۍ ارزانه پرېوځي، خو کال وروسته به په مستري خونه کې ولاړ وي. تېل به ډېر خوري، درې کلن عوارض به یې تر اصلي قیمت لوړ پرېوځي او بالاخره په دریو کلونو کې به تاسې د موټر د قیمت برابر زیان کړی وي. دا کنجوسي ده، خو که تاسې د ۲۰۱۱ ماډل موټر پرځای د ۹۵ کال موډل موټر اخلﺉ او پاتې نورې پیسې د خپلو نورو چارو لپاره زیرمه کوﺉ، په حقیقت کې دا سپما ده.

زموږ شاوخوا اتیا په سلو کې ساعته ناروغۍ او ۸۰ په سلو کې فکر پر پیسو دي.
څه ډول پیسې ترلاسه کړم؟ څه ډول پیسې مصرف کړم، څنګه یې ذخیره کړم، دا هغه پوښتنې دي، چې هره ورځ زموږ ذهن پرې مشغول وي. ډېرځله د پیسو پر سر جګړې کیږي، ملګرتیاوې پرې خرابیږي او داسې سل زره نورې ستونزې، خو که تاسې دا هرڅه کنټرول کړﺉ، د پیسو په وخت کې پر پیسو فکر وکړﺉ، د لمانځه په وخت کې پرلمانځه او د نورو چارو پر وخت پر اړوند چارو، ستاسې ټولې اندېښنې به ورسره رفع وي.

پوهان وايي، چې یوازې پیسې د نیکمرغۍ لامل نه دی، بلکې په ژوندانه کې ډېر داسې څه دي، چې په پیسو نه اخستل کیږي، بلکې مینه محبت او هغه د رحمان بابا په وینا، طالع غواړي.