peace-in-afghanistan

د سولې افغاني شونتياوې او ظرفيتونه

د سرخط ورځپاڼې سرليکنه

په يوه‌نيمه لسيزه کې افغان حکومت له پاکستانه د سولې په هيله او تمه ګڼ فرصتونه ضايع کړل، ځکه خو يې په دغه اوږده موده کې له طالبانو او وسله‌والو مخالفانو سره د اړيکو او پوهاوي صادقانه کانال و نه‌شوای غځولای.

افغان حکومت ښايي وار له مخه په دې سر خلاص ساتلی وای چې پاکستان په افغانستان کې سوله نه، بلکې جګړه په خپله ګټه پېژندلې ده. همدا پاکستان د پوځي سټراټېژي او استخباراتي سياست محور ګرځولی.

چې داسې ده بيا څنګه کېدای شوای پاکستان په افغانستان کې د سولې په راوستو کې رښتينې مرسته کړې وای او د طالبانو او ترهګرو له سره څخه يې خپل لاس پورته کړی وای.
امريکا دا څو کاله د پاکستان مټ نه دی ګرځېدلی، د نړۍ پر نقشه يې د پاکستان له راپورته کېدو سره د پاکستان څنګ نيولی. د امريکا همدغه څنګ‌نيولو افغانستان د شوروي اتحاد د تېري په غضب اخته کړ.

مرحوم ډاکټر نجيب الله د سولې او پخلاينې په پروسه کې کله هم پاکستان ته کچکول و نه نيو، د قومندانانو او تنظيمي مشرانو له ټولو ناړاميو سره يې له دوی سره د اړيکو دړه بېرته کړه.
سلګونه ليکونه، پيغامونه يې ورولېږل، خو پاکستان ته يې د سولې په مخه کې غاړه ټيټه نه کړه، دا بيا بېله خبره او اوږد بحث دی چې دغو اړيکو څنګه پام‌وړ پاپله ور نه کړه.

ډاکټر صاحب تر پايه پاکستان ته د افغانستان په کورنيو چارو کې د لاس‌وهنې ګوته نيوله او په ملګرو ملتونو کې يې د پاکستان د لاس‌وهنې تر زرو زيات شکايتونه درج کړل.

خو له قومندانانو سره له اړيکو ټينګولو يې مخ و نه ګرځاوه. په قلم، قدم او بيان يې د پاکستان له ګروته د مجاهدينو د راايستلو هڅو ته دوام ورکړ.

د حامد کرزي حکومت تر يوه ترهګريز بريد وروسته اعلان کړه چې نور له طالبانو سره د اړيکو په موندلو او غځولو پسې نه ګرځي، بلکې مخامخ له پاکستان سره د سولې خبرې پيلوي او پاکستان د افغان جګړې لوری پېژني، دا هغه څه وو چې پاکستان پر اسمان غوښتل، خدای ج پر ځمکه ورکړل.

پاکستان همدا غوښتل چې د طالبانو د استازولي مخه ومومي او د مجاهدينو په څېر يې په وينو او سرونو د معاملو او جوړجاړيو بازار تود وساتي.
حامد کرزي د ملي امنيت د سلاکار رنګين دادفر سپنټا په غوښتنه او سپارښتنه پاکستان د يوه اړخ په توګه د افغانستان په ربړه کې مطرح کړ.

خو د وروستيو کاواکيو له امله د کرزي حکومت پر دغه دريځ و نه‌شوای درېدای او پاکستان يې د جګړې د يوه لوري په توګه د خبرو مېز ته راکش نه کړای شو.

پاکستان به ولې په افغانستان کې له سولې سره مرسته کوي چې له اړې او بدې ورځې د طالب وينه د دوی د ګټو لپاره تويېږي. دلته ده چې طالب په خپلو وينو او سرونو د پاکستان د ګټو جګړه پر مخ بيايي او پاکستان د طالب له خوا په غځېدلې جګړه کې خپلې ټولې موخې او ګټې پاللای او خوندي کولای شي.

حکومت څنګه و نه‌شوای کړای افغان طالبان د پاکستان له منګولو راوباسي؟

حکومت د دې ظرفيت نه درلود، که يې نه غوښتل چې داسې يوه زمينه برابره کړي؟

هغه ابهام چې د طالبانو د ادرس په اړه شته و، اوس له منځه تللی، په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر ادرس څرګند دی.

ملا هبت الله د کوچني اختر په پيغام کې د هر ډول اړيکو او خبرو له‌پاره د قطر پر دفتر ګوته ايښې، د قطر دفتر د پاکستان له فشاره خوندي دی، له قطر سره اړيکې شونې، بلکې اسانې دي.

بهرنۍ مرستې هر څه نه دي، د دغو مرستو جانبي عوارض څرګند دي، شوروي اتحاد په خپلو مرستو په کابل کې انقلابي رژيم ټينګ نه کړای شوای.

يوازې بهرنی ملاتړ حکومتونو ته مشروعيت نه‌شي برابرولای. ښه حکومتولي، ولسي باور او ملي ملاتړ تر بهرنيو مرستو زيات حکومتونه او نظامونه په پښو درولای شي.

په وارسا کې د ناټو غونډې هم دغه ټکي ته په اشاره د سولې پر يوه عملي مېکانيزم د کار خبره راپورته کړه. که افغانستان همداسې په جګړو کې ښکېل اوسي، نړيواله ټولنه به تر کومه مليارډونه ډالر مرستې ورته چمتو کړای شي؟ ځکه خو بايد د دغې جګړې د پای بين الافغاني شونتياوې او ظرفيتونه ايجاد کړای شي.

پاکستان نه يوازې دا چې طالبان سولې ته نه اړ باسي، بلکې د سولې په مخ کې نوي خنډونه رامنځ ته کوي.
د ولسمشر دا خبره سمه ده چې له پاکستانه سوله نه غواړي، خو دا هيله يې عملي نه ده چې پاکستان دې ګنې د ده په خبره، د سولې مخالفان له خپلې خاورې وباسي.

پاکستان څنګه دې ته چمتو کېدای شي چې دغسې د تيارې لښکر له لاسه ورکړي او د استخباراتي جګړې هغه شونتياوې او سونګ توکي له لاسه ورکړي چې وړيا يې ګوتو ته لوېدلي دي.

له همدې ځايه حکومت او په سوله کې نور اغېزناک اړخونه او شخصيتونه بايد له طالبانو سره د مخامخ خبرو کانالونه ومومي او د قطر پر دفتر جرګه شي.

که طالبان له سولې مخ اړوي، د خلکو له عدالته دې د ملي اجماع په مټ پر ملت‌دښمني محکوم کړای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.